قطر د اسرائیل-حماس خبرو اترو د ګډوډولو په اړه د پیسو ورکولو دروغجنې ادعاوې رد کړې
دوحه وايي چې، دا "د اړوندو خواوو ترمنځ د دې ویجاړوونکي جګړې د پای ته رسولو په موخه د منځګړي په توګه خپل بشري او دیپلوماتیک رول ته ژمن پاتې دي او له مصر سره په ګډه کار کوي."
قطر هغه تورونه غندلي او رد کړي دي چې په غزه کې د اوربند لپاره د حماس او اسرائیلو ترمنځ په خبرو اترو کې یې د مصر او منځګړو هڅو د کمزوري کولو لپاره "مالي پیسې" ورکړې دي.
د قطر د نړیوالو رسنیو دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "د قطر دولت په کلکه هغه څرګندونې غندي چې ځینو خبریالانو او رسنیو خپرې کړي، چې ګواکې قطر د مصر یا د حماس او اسرائیلو ترمنځ په روانو خبرو کې د کوم بل منځګړي د هڅو د کمزوري کولو لپاره پیسې ورکړې دي."
په بیان کې ټینګار شوی چې "دغه تورونه بې بنسټه دي او یوازې د هغو کسانو اجنډاوې ته ګټه رسوي چې غواړي د منځګړیتوب هڅې ګډې وډې کړي او د هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنې کړي."
په بیان کې زیاته شوې چې دغه تورونه د غلطو معلوماتو د یوې نوې هڅې برخه ده چې غواړي د بشري کړاوونو څخه پام واړوي او د جګړې سیاسي کول دوامداره وساتي.
قطر ټینګار کړی چې "د دې ویجاړونکي جګړې د پای ته رسولو لپاره د اړوندو خواوو ترمنځ د منځګړي په توګه خپل بشري او دیپلوماتیک رول ته ژمن دی او د مصر سره په نږدې همکارۍ کار کوي ترڅو یو دوامداره اوربند ترلاسه کړي او د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي."
قطر د مصر مهم رول ستایلی او د سیمې د ثبات لپاره د ګډ منځګړیتوب د بریا په موخه د ورځني همکارۍ یادونه کړې ده.
‘قطرګیټ’
د قطر غبرګون وروسته له هغې راغی چې اسراییلي رسنیو راپور ورکړ چې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په دفتر کې سلاکارانو د قطر څخه پیسې ترلاسه کړې دي، ترڅو داسې معلومات خپاره کړي چې د مصر د منځګړیتوب رول کمزوری کړي او د قطر هڅې وستایې.
د اسرائیلو یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ د نتنیاهو د دوو سلاکارانو د نیولو موده د یوې بلې ورځې لپاره وغځوله، په داسې حال کې چې دوی تورن دي چې د قطر څخه یې پیسې ترلاسه کړې ترڅو د اسراییلو په رسنیو کې د دې هېواد د منځګړي په توګه انځور ښه کړي.
د اسرائیلو عامه خپرونې چینل (KAN) وویل چې د ریشون لیزیون د قاضیانو محکمې د پولیسو هغه غوښتنه رد کړه چې غوښتل یې د نتنیاهو د سلاکارانو د نیولو موده اووه ورځې نوره هم وغځوي.
KAN زیاته کړه چې پلټنو د تورنو کسانو په بیانونو کې توپیرونه څرګند کړي دي، چې د اسرائیلو رسنیو لخوا ورته د "قطرګیټ" نوم ورکړل شوی دی. د خپرونې په وینا، د تورنو کسانو څخه یو د پلټنو پر مهال دروغ ویلي، خو د هغه نوم یې نه دی څرګند کړی.
د چهارشنبې په ورځ، نتنیاهو د خپلو سلاکارانو پر وړاندې پلټنې بې بنسټه وبللې. د یروشلم پوسټ مدیر زویکا کلین د پنجشنبې په ورځ له کورني نظربندۍ خوشې شو، وروسته له هغې چې د دې قضیې سره د تړاو په اړه د هغه پوښتنې وشوې.
د اسرائیلو لوی څارنوال ګالي بحراو-میارا ویلي چې په دې قضیه کې ښایي دوه نور خبریالان هم وپوښتل شي.