افغانستان
3 د لوستلو دقیقې
د افغانستان او پاکستان ترمنځه په استانبول کې مذاکرات له سره پیل شول
پاکستان دفاع وزیر اعلان وکړ چې پاکستان د تورکیې په غوښتنه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند په بهیر کې منځګړیتوب کوي، له افغان حکومت سره د خبرو اترو بیا پیلولو ته غاړه ایښې ده.
د افغانستان او پاکستان ترمنځه په استانبول کې مذاکرات له سره پیل شول
د افغانستان او پاکستان ترمنځه په استانبول کې مذاکرات له سره پیل شول / Reuters

د پاکستان د دفاع وزیر اصف له افغانستان سره د خبرو د بیا پیل اعلان وکړ

پاکستان دفاع وزیر اعلان وکړ چې پاکستان د تورکیې په غوښتنه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند په بهیر کې منځګړیتوب کوي، له افغان حکومت سره د خبرو اترو بیا پیلولو ته غاړه ایښې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف، جیو نیوز ته په خپلو څرګندونو کې وویل، په استانبول کې میشت پاکستاني پلاوي چې د دواړو هیوادونو ترمنځه د نښتو وروسته د اعلان شوي اوربند پر جزئیاتو د کار کولو لپاره هلته تللی و، د خبرو د دوام په موخه یې د بېرته راستنېدو پلان لغوه کړی او د خپلې استوګنې موده یې غځولې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څرګنده کړه چې پاکستان د  تورکیې  په غوښتنه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوربند په بهیر کې منځګړیتوب کوي، له افغان حکومت سره د خبرو بیا پیل منلی دی. هغه زیاته کړه چې د کابل پلاوي سره  د یوې عملي لارې د موندلو لپاره هڅې روانې دي.

د ډان ورځپاڼې د باخبره امنیتي سرچینو په حواله هم راپور ورکړی چې د خبرو د دوام پرېکړه "سولې ته د یو بل چانس ورکولو" په موخه شوې ده. په راپور کې ویل شوي چې د خبرو پر مهال به د پاکستان پر "بنسټیزې غوښتنې" تمرکز وشي، چې هغه "د ترهګرو پر وړاندې د افغانستان له خوا د روښانه، د تایید وړ او اغېزناکو ګامونو اخیستل" دي.

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون هم اعلان کړی چې د دواړو لورو ترمنځ خبرې به د  تورکیې  او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې بیا پیل شي.

د پاکستان د دفاع وزیر اصف پرون ویلي وو، چې د دوی پر خاوره د هر ډول ترهګریز برید "ځواب به تریخ وي".

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاءالله تارړ هم ویلي وو چې په استانبول کې د خپل هېواد او افغانستان ترمنځ خبرې "کومه عملي پایله نه لري"، ځکه چې د کابل حکومت د خبرو د پیل له بنسټیزې موضوع څخه انحراف کړی و.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د نښتو وروسته، د اکتوبر په ۱۵مه د ۴۸ ساعتونو لپاره اوربند اعلان شو، چې وروسته د  تورکیې  او قطر په ملاتړ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د خبرو تر پایه وغځول شو.

د دوحې په خبرو کې د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په لارښوونه د  تورکیې  د ملي استخباراتو (MİT) مشر ابراهیم قالن هم ګډون کړی و.

د خبرو اترو اصلي موضوع "د اوسني اوربند غځول او د وروستیو نښتو حل کول" وو او دواړو خواوو هوکړه کړې وه.

په دوحه کې له ۱۴ ساعته خبرو اترو وروسته پرېکړه وشوه چې یوه تخنیکي کمیټه به د اوربند پر جزئیاتو د کار کولو لپاره خپله لومړۍ غونډه په استانبول کې ترسره کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان او افغانستان پلاوي د اکتوبر په ۲۵مه په استانبول کې د همدې موخې لپاره سره راټول شوي وو.

وپلټۍ
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید