تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر په نړۍوال ثبات کې  د تورکیې رول وستایه.
د انګلستان  د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي په انقره کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان سره د لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.
د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر په نړۍوال ثبات کې  د تورکیې رول وستایه.
/ AA

د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر په نړۍوال ثبات کې  د تورکیې رول وستایه.

 د انګلستان  د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ لامي په انقره کې د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر حاکان فیدان سره د لیدنې وروسته په ګډه خبري غونډه کې ګډون وکړ.

لامي د دوشنبې په ورځ د انګلستان او تورکیې ترمنځ نږدې ډیپلوماتیکې اړیکې په ګوته کړې، چې د پرله‌پسې خبرو، ستراتیژیکې همغږۍ او ژورو کلتوري اړیکو پر بنسټ ولاړې دي.

هغه وویل: "په تېرو دولسو میاشتو کې داسې میاشت نه وه چې ما د وزیر حاکان فیدان سره لیدنه یا ټيلیفوني خبرې نه وې کړې، او ډېر ځله دا خبرې له یوې څخه زیاتې وې." هغه د انګلستان  او تورکیې ترمنځ د اړیکو ځواک او اړیکو کې پرله‌پسې پرمختګ په ډاګه کړ.

لامي د هغو پنځه میلیونه بریتانوي وګړو یادونه وکړه چې تمه کېږي سږ کال تورکیې ته سفر وکړي، او په بریتانیا کې د ترکي ژبو ټولنو شتون یې د خلکو ترمنځ د دوامدارو اړیکو ثبوت وباله.

هغه آزادې سوداګرۍ  نوي تړون لپاره روانو خبرو ته اشاره وکړه، چې د کلني ۲۸ میلیاردو پونډو (۳۸.۴ میلیارد ډالرو) سوداګرۍ پر بنسټ ولاړ دی.

هغه زیاته کړه: "په انګلستان کې د ترکي صنعت او سوداګرۍ شراکت د دې قوي سوداګریزو اړیکو څرګندونه کوي."

په اوکراین، غزه او سوریه کې د تورکیې رول

لامي د اوکراین په اړه د سولې منځګړیتوب او د روسیې د تېري پر وړاندې د تورکیې هڅې وستایلې، او د تور سمندر د سیمې د ثبات او د اوږدې مودې اوربند د ترلاسه کولو لپاره د انقرې هلو ځلو څخه یادونه وکړه.

هغه وویل: "زه د هغه کار لپاره ډېر منندوی یم چې تورکیې د سولې د منځګړیتوب لپاره کړی دی... او د ژوند د ستر زیان د پای ته رسولو لپاره یې هڅې کړې دي." هغه د اوکرایني ملکیانو او د روسي پوځیانو پر دوامداره زیانونو ټینګار وکړ.

په غزه کې، لامي د بشري کړکېچ په اړه د دواړو هېوادونو د ګډې اندېښنې یادونه وکړه او د دوه دولتونو د حل لپاره یې خپله کلکه ژمنه تکرار کړه. هغه تایید کړه چې سوریه هم د خبرو یوه موضوع وه، او د سیمه‌ییز امنیت په برخه کې د تورکیې د همکارۍ لپاره یې د بریتانیا مننه څرګنده کړه.

هغه وویل: "موږ داسې نږدې کاري اړیکې لرو، او زه فکر کوم چې په راتلونکو میاشتو کې به د بریتانیا او تورکیې ترمنځ په دې سخت او ننګونکي جیوپولیټیک وخت کې نور ګډ کارونه ووینو."

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان د دښمن له اشغال څخه د استانبول د ازادۍ ۱۰۳مې کلیزې له امله د مبارکۍ پیغام خپور کړ.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
ولسمشر اردوغان: خپلې ژبې ته پاملرنه کول، زموږ راتلونکي ته پاملرنه کول دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیوزویک مجلې پوښتنې ځواب کړې.
اردوغان او د عراق د لومړي وزیر زیدی له لیدنې وروسته «د تورکیې او عراق ګډه مطبوعاتي اعلامیه خپره شوه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د تورکیې او امریکا د سوداګریزې شورا غونډې ته وینا وکړه
تورکيې راکیټسن دفاعي شرکت لخوا جوړ شوي  د ( کره اوک ) ټانک ضد لنډ واټنه وسلې په هوا کې هدف په نښه کړ
فیدان په نیویارک کې د سعودي عربستان او سوریې د بهرنیو چارو وزیرانو سره لیدنه وکړه
ملګروملتونو په ۸۱ اسامبله کې د ولسمشر اردوغان د نړۍ په کچه د ټولنیزو رسنیو د بحث اصلي موضوع وګرځیده
اردوغان: د فلسطین دولت د لمنځه وړو هڅې په ناکامۍ محکومې دي.
تورکیې او امریکا د پرمختللو اټومي ټکنالوژیو په برخه کې د همکارۍ ژورولو تړون لاسلیک کړ
فیدان  د تورکیې-مصر-پاکستان-سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ
ولسمشر اردوغان یو ځل بیا د ملګروملتونو په ساختار کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه"ویټو امتیاز باید لغوه شي"
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي
تورکیې د مکې مکرمې شاوخوا کې د حوثیانو د ډرون هڅه او برید وغانده
د تورکیې ځايي او ملي بې پیلوټه تعرضي الوتکې خپل یو بل ازمایښت هم په ډیر بریالیتوب سره بشپړ کړ
د تورکیې بهرنیو چارو وزیر فیدان: د هرمز تنګي باید هر څه ژر چې ممکن وي د جګړې نه مخکې حالت ته وګرځي
په سومالیا کې د تورکیې له ملاتړ څخه د مننې په موخه لوی لاریون او غونډې ترسره شوې