تورکیه
4 د لوستلو دقیقې
ولسمشر اردوغان : په استانبول کې د اندیښنې وړ کومه پيښه نده رامنځته شوې
ولسمشر اردوغان د استانبول د زلزلې په اړه معلومات ورکړل.
ولسمشر اردوغان : په استانبول کې د اندیښنې وړ کومه پيښه نده رامنځته شوې
/ AA

ولسمشر اردوغان وویل چې تر دې مهاله خو د اندیښنې وړ خبره رامنځته شوې. هغه وویل چې  "زموږ د دولت ټولې اړوندې ادارې، د ناورین او بیړنیو حالاتو اداره او زموږ د روغتیا وزارت اوس مهال په تیارسۍ حالت کې قرار لري.  د پلټنو او ارزونو چارې په ډیر حساسیت او دقت سره دوام لري. موږ دا بحیر په ډیر دقت سره تعقیبوو. دلته له راتلو دمخه، ما د خپلو وزیرانو ملګرو، او همدارنګه زموږ د ناورین او بیړنیو حالاتو د مشر او د استانبول والي څخه وروستي او  تازه معلومات ترلاسه کړل. دم ګړۍ د اندیښنې وړ کومه خبره شتون نلري.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د بیشتپې ماڼۍ د ملي نندارتون په سالون کې  " د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون  د اپریل ۲۳مه د ماشومانو د فیستیوال د ۴۷م نړیوال پروګرام په مراسمو کې وکړې. اردوغان د اپریل ۲۳مه د ملي حاکمیت او ماشومانو د ورځې په مناسبت ټولو ماشومانو ته مبارکي وویله او ویې ویل، "زه  په ځانګړې توګه د  غازي مصطفی کمال اتاترک چې دا مهمه  ورځ يي ماشومانو ته په ډالۍ کې ورکړې  او د خپلو ټولو سیاستوالو، شهیدانو او غازیانو نه  په درناوي سره یادونه کوم."

ولسمشر اردوغان په خپلو څرګندونو کې په استانبول کې د رامنځته شوې زلزلې په اړه هم معلومات ورکړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې دم ګړۍ د اندیښنې وړ وضعیت شتون نلري.

"په استانبول او شاوخوا سیمو کې خپلو ټولو زلزله ځپلو او ددې زلزلې له امله اغیزمن شوو  خپلو خویندو ورونو ته ډاډګیرنه وړاندې کوو. زموږ د دولت ټولې ادارې، په ځانګړې توګه د ناورین او بیړنیو حالاتو اداره  او زموږ د روغتیا وزارت، اوس مهال په تیارسۍ کې دي. زموږ د پلټنې او ارزونو  هڅې په دقت سره دوام لري. موږ دا بحیر په ډیر دقت سره تعقیبوو. دلته له راتلو دمخه، ما د خپلو وزیرانو ملګرو، او همدارنګه زموږ د ناورین او بیړنیو حالاتو د مشر او د استانبول والي څخه وروستي او  تازه معلومات ترلاسه کړل. دم ګړۍ د اندیښنې وړ کومه خبره شتون نلري.

'موږ ټول د بشریت د سترې کورنۍ غړي یو'

ولسمشر اردوغان د دې په یادولو سره چې دوی تر اوسه پورې په تورکیه کې د ۱۲۰ هیوادونو څخه د ۳۰ زرو څخه زیاتو ماشومانو کوربه توب کړی دی، وویل: "په داسې حال کې چې د تورکیې ملي راډیو تلویزیون هره ورځ د خپل مسؤلیت لرونکي نشراتي او ژورنالیزم چلند سره په خپلو بریالیتوبونو کې نوي بریالیتبونه اضافه کوي، د داسو ښکلي او معنی لرونکو پروګرامونو سره زمونږ زړونه سره یو ځای کوي او مونږ ته خوښې راپه برخه کوي. د اپریل ۲۳ د ماشومانو نړیوال فستیوال، چې له ۱۹۷۹ راهیسې هر کال تنظیمیږي، زموږ د ملي راډیو تلویزیون  یو بل ویاړ دی. موږ تر دې دمه په دې مراسمو کې د خپل هیواد له ۱۲۰ مختلفو هیوادونو څخه د ۳۰ زرو څخه زیاتو ماشومانو کوربه توب کړی دی. موږ دا ۴۷مې جشنواره ( ژوند د ماشومانو د موسکا سره ښکلی دی ) تر عنوان لاندې  جوړو. موږ د خپل ولسمشرۍ په مجتمع کې د ۳۰ هیوادونو څخه د ۶۰۰ موسکا کوونکو ماشومانو کوربه توب کوو او د دوی لیوالتیا، خوښۍ او انرژي شریکوو. زه هیله لرم چې هغه خوښي چې تاسو یې نن دلته تجربه کوئ هیڅکله له منځه لاړه نشي او دا موسکا هیڅکله ستاسو د ژوند په اوږدو کې ستاسو له مخونو څخه کمه او ورکه نشي. زما ګرانو ماشومانو، که څه هم زموږ عقیدې، ژبې او کلتورونه توپیر لري، موږ ټول د مونږ ټول د یوې سترې بشري کورنۍ غړي یو." موږ ټول د آدم او حوا اولاد یو. ماشومانو، دا مه هېروئ چې څومره چې تاسو د ورورګلوۍ ستاینه کوئ، هومره به زموږ نړۍ د ژوند کولو وړ شي. تاسو به په خپلو زړونو کې د مینې، په زړونو کې د امید او هغه پاک باور سره چې تاسو یې د یو بل لپاره احساس کوئ سوله او ارامي رامینځته کړئ. د ټولو بدنیته کسانو او بدنیتیو سره سره زه باور لرم چې  ، تاسو به دا نړۍ ښکلې کړئ. په لنډه توګه، تاسو به زمونږ هغه پاتې خیالونه چې  د سختو مبارزو په پایله کې مو یوې ټاکلې کچې ته رسولي دي، په حقیقت بدل کړئ. هغه وويل: "موږ پر تاسو باور لرو، موږ پر تاسو باور لرو."

وپلټۍ
د بریتانیا لومړي وزیر: په غزه کې د روان وضعیت پر وړاندې "چوپتیا او بې‌تفاوتي نشم غوره کولی
نیوزیلینډ له اسرائیل څخه وغوښتل چې په نیول شوي لویدیځه غاړه کې د غیرقانوني میشت ځایونو پراختیا ودروي
د مهمو خبرونو سرټکي
ایران ژمنه وکړه تر هغې به مقاومت وکړي ترڅو چې تیري کوونکي په "بشپړه توګه پښیمانه" شي
د اسرائیلو پخواني لومړي وزیر بینټ موجود لومړی وزیر نتانیاهو په جنايي غفلت تورن کړ
زیلینسکي اعلان وکړ چې روسیې په اوکراین کې د یوه ټلویزیوني چینل پر ودانۍ د بې‌ پیلوټه الوتکې برید وکړ
تورکیې د محکوم شوي جنګي جنایتکار راتکو ملادیچ د ستاینې غندنه وکړه
زیلینسکي:امریکا د روسیې او اوکراین د جګړې د ختمولو پر لارو چارو کار کوي، خو د روسیې بریدونه جاري دي
حماس اسرائیل تورن کړ چې د غزې د نسل وژنې د شواهدو د پټولو هڅه کوي
سموټریچ او بن ګویر پر برېتانیا د بندیزونو او د سفیر د شړلو غوښتنه وکړه
په کیف کې د روسیې د بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي
حوثیانو د سعودي عربستان پر څلورو ښارونو بریدونه کړي چې له امله يي ۷۳ تنه ټپیان شوي دي.
روسیې وویل جرمني په بن کې زموږ جنرال کونسلګري په بې بنسټه پلمو وتړله
جرمني هغه پخواني اسرائیلي بندي ته تابعیت ورکړ چې د فلسطینیانو د اعدامولو غوښتنه یې کړې وه
اروپايي سیاستوالو په جرمني کې د افراطي ښي اړخي ګوند (AfD) پر تاریخي ایالتي بریا اندېښنه ښودلې