تورکیه
1 د لوستلو دقیقه
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
تورکیې د سعودي عربستان په نښه کوونکي، د ملکي وګړو ځان او مال له پامه غورځوونکي او په سیمه کې کړکېچ او تاوتریخوالی زیاتونکي د حوثي ډلې بریدونه «تر ټولوپه کلکو ټکو» وغندل.
تورکیې د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو د بریدونو په کلکه توګه وغندل.
بهرنیو چارو وزارت

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عربستان باندې د حوثیانو د وروستیو بریدونو په اړه یوه لیکلې رسمي اعلامیه خپره کړه.

په دغه اعلامیه کې راغلي: «موږ د سعودي عربستان په نښه کوونکي، د ملکي وګړو د ځان او مال امنیت له پامه غورځوونکي او په سیمه کې د تاوتریخوالي او کړکېچ زیاتونکي د حوثي ډلې بریدونه تر ټولو په کلکو ټکو غندو. موږ د سعودي عربستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل پرېکنده ملاتړ یو ځل بیا تکراروو.

په اعلامیه کې دا هم روښانه شوې چې دا بریدونه په ورته وخت کې په یمن کې د روانې شخړې د یوه تلپاتې سیاسي حل له لارې د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکو هڅو ته هم زیان رسوي؛ او پر حوثي ډلې غږ وشو چې سمدستي خپلو بریدګرو او تېري کوونکو کړنو ته د پای ټکی کېږدي.

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»