نوې سوریه
2 د لوستلو دقیقې
د ملګري ملتونه : د سوریې په غیر مستقیمو ټاکنو کې له دې نړیوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه نده شوې
ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ په سوریه کې د یوې لنډمهاله ادارې او مقننه قوې جوړول د انتقالي دورې په جریان کې د هیواد د بیړنیو لومړیتوبونو په نښه کولو کې "یو مهم ګام" وبله.
د ملګري ملتونه : د سوریې په غیر مستقیمو ټاکنو کې له دې نړیوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه نده شوې
د ملګري ملتونه : د سوریې په غیر مستقیمو ټاکنو کې له دې نړیوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه نده شوې / Reuters

ملګرو ملتونو د سوریې لنډمهاله مقننه قوه د انتقال په لور 'یو مهم ګام' وباله

د ملګرو ملتونو ویاند وايي چې د سوریې په غیر مستقیمو ټاکنو کې له دې نړیوال سازمان څخه د مرستې غوښتنه نه ده شوې.

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ په سوریه کې د یوې لنډمهاله ادارې او مقننه قوې جوړول د انتقالي دورې په جریان کې د هیواد د بیړنیو لومړیتوبونو په نښه کولو کې "یو مهم ګام" وبله.

د ملګرو ملتونو ویاند ستفان دوجاریک د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وویل چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر "د هغو غیرمستقیمو انتخاباتو یادونه کړې چې پرون ترسره شوي وو."

هغه زیاته کړه: "موږ به په څرګنده توګه د رسمي پایلو د اعلان او د جرګې د پاتې څوکيو لپاره د ولسمشر د ټاکنو په اړه پرمختګونه تعقیب کړو."

د دې په یادولو سره چې "په لویه کچه د ملګرو ملتونو لپاره د ځانګړي استازي دفتر په ټاکنو کې ښکیل نه و،" دوجاریک وویل: "له موږ څخه د هیڅ ډول ټاکنیزې مرستې غوښتنه نه وه شوې."

هغه وویل: "سره له دې، د موقتي ادارې او موقتي مقننه قوې جوړېدل د انتقالي دورې پر مهال د بیړنیو حقوقي او اداري لومړیتوبونو د حل لپاره یو مهم ګام دی."

هغه زیاته کړه چې "د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر د دې په اهمیت ټینګار کوي چې د خلکو د جرګې کار باید د انتقالي دورې پر مهال په شفاف، پرانستي او هرشمول ډول ترسره شي."

دوجاریک دا هم وویل چې "د سوریایي ټولنې د ټولو برخو د ګډون د تضمین لپاره لا هم د پام وړ هڅو ته اړتیا ده."

د هغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په سوریه کې د خلکو د جرګې لپاره د ترسره شوې غیرمستقیمې رایې ورکونې په تړاو وې، چې دا د اسد د رژیم له نسکورېدو وروسته لومړۍ ټاکنې وې. شاوخوا ۶،۰۰۰ رایه ‌ورکوونکي د ټول هېواد له ټاکنیزو ارګانونو څخه وټاکل شول څو د ۲۱۰ څوکيو د جرګې د دوه پر دريمه برخې د ټاکلو لپاره خپلې رایې وکاروي.

د نوي انتقالي نظام له مخې، ۱۴۰ څوکۍ د دغو غیرمستقیمو رایو له لارې سیالي شوې، او ولسمشر به د پاتې ۷۰ غړو د ټاکلو لپاره فرمان صادر کړي.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.