ټرمپ د هند لخوا پر پاکستان برید د شرم نه ډکه خبره وبلله

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هند او پاکستان ترمنځ وروستۍ شخړه "یوه خواشینونکې پېښه" بللې او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو اټومي وسلو لرونکو ګاونډیانو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر ژر پای ته ورسېږي.

ټرمپ د سه شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "دا یوه خواشینونکې پېښه ده. موږ ددې برید نه  بیضوي  دفتر دروازې ته ننووتو پر مهال خبر شو."  

هغه زیاته کړه: "زه فکر کوم خلک پوهېدل چې څه به پېښ شي، د تېر وخت پر بنسټ. دوی له ډېر وخت راهیسې جګړه کوي. که په رښتیا فکر وکړو، دوی له ډېرو لسیزو او پېړیو راهیسې جګړه کړې ده."

هغه وویل: "زه یوازې هیله لرم چې دا ډېر ژر پای ته ورسېږي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي د هند له خوا پر پاکستان د توغندیو بریدونو په اړه "ډېر اندېښمن" دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دوجاریک د سه شنبې په ورځ وویل: "سرمنشي د کنټرول کرښې او نړیوالې پولې په اوږدو کې د هند پوځي عملیاتو په اړه ډېر اندېښمن دی. هغه له دواړو هېوادونو غواړي چې د پوځي احتیاط اعظمي حد ته پام وکړي. نړۍ د هند او پاکستان ترمنځ پوځي شخړه نشي زغملی."

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان او د پاکستان د مالیې وزیر اسحاق ډار د پاکستان او هند ترمنځ د وروستیو پېښو په اړه د ټیلیفون له لارې خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د خبري کنفرانس څو شېبې مخکې، د هند پوځ وویل چې د " سندور عملیات " په نوم یې په پاکستان او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې بریدونه کړي دي.

د پاکستان چارواکي وايي چې هند په جنوبي پنجاب ایالت او د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر په بېلابېلو برخو توغندي ویشتلي، چې په لسګونو تنو ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په یوه پوسټ کې چې په ایکس خپور شوی، دغه برید "د جګړې عمل" بللی دی.

هغه وویل: "پاکستان د دې جګړې د عمل په وړاندې د مناسب ځواب ورکولو بشپړ حق لري، او یو مناسب ځواب ورکول کېږي."