چارواکو تر اوسه د دغه برید عاملین او انګېزه نه ده په ګوته کړې.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړ، چې د کورني امنیت ځواکونو په وینا دا چاودنه هغه مهال رامنځته شوه کله چې په موټر کې دننه ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي وچاودېدل.
اژانس زیاته کړې چې امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د چاودنې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
تر دې وړاندې د سوریې «الاخباریه» تلویزیون راپور ورکړی و چې په یاد ښارګوټي کې د بیټریو جوړولو یوې فابریکې ته نږدې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي چاودېدونکي توکي چاودېدلي دي.
د یادې رسنۍ په وینا، د ملکي دفاع ټیمونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
چارواکو تر اوسه هغه کسان نه دي پیژندلي چې دغه چاودېدونکي توکي یې ځای پر ځای کړي وو او نه یې هم د برید تر شا انګېزه معلومه کړې ده.
د اګست په ۷مه، د سوریې د کورنیو چارو وزارت راپور ورکړی و چې په جرمانا کې د مسافرو په یوه بس کې دننه د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله ۱۴ ملکي وګړي ټپیان شوي وو.
وزارت ویلي وو چې د عاملینو د موندلو او عدالت ته د سپارلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي، او په ورته وخت کې یې د تفرقې اچولو او د مدني سولې د زیانمنولو د هڅو پر وړاندې خبرداری ورکړی و.
دغه ښارګوټی د جولای په ۳مه هم په خپله یوه دروازه کې د یوه برید شاهد و، چې په کې وروسته له هغې چې یوه وسله وال کس غوښتل پر امنیتي کسانو لاسي بم وغورځوي او بم پرې وچاودېد، درې امنیتي کارکوونکي ټپیان شول او بریدګر ووژل شو.






















