نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
اورسولا فون ډېر لاین  په داسې حال کې په دفاعي، ټیکنالوژیکي او د انرژۍ په برخو کې د اروپايي ټولنې او کاناډا ترمنځ د نږدې اړیکو وړاندیز کوي چې دواړه لوري د همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې لټوي.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
فون در لاین

د اروپايي کمېسیون رئيسې اورسولا فون ډېر لاین د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړیو په بلاک کې د کاناډا د لومړي «ملګري غړي» په توګه د شاملېدو احتمال مطرح کړ، او د کاناډا له لومړي وزیر مارک کارني  سره یې په ټیکنالوژۍ، دفاع او انرژۍ برخو کې د نږدې همکارۍ وړاندیز وکړ.

د چهارشنبې پر ورځ په سټراسبورګ کې د اروپايي پارلمان په غونډه کې، د اروپايي ټولنې د وضعیت په کلنۍ وینا کې، فون ډېر لاین وویل چې د نړیوالو قواعدو پر بنسټ ولاړ نظام د پاشل کېدو په حال کې دی او په داسې شرایطو کې باید بروکسل او اوتاوا یو بل ته نور هم نږدې شي. هغې زیاته کړه چې غواړي له کارني سره یوځای کار وکړي ترڅو «د اروپايي ټولنې د لومړي ملګري غړي په توګه کاناډا ته لاره پرانیزي.»

مارک کارني چې د اروپايي ټولنې د وضعیت په کلنۍ وینا کې یې ګډون کړی و، د حاضرینو لخوا د لاسونو په تقولو وستایل شو.

د دواړو لوریو هڅه دا ده چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر ادارې لاندې له متحده ایالاتو څخه واټن واخلي؛ له همدې امله کارني له اروپايي ټولنې سره د نږدې اړیکو د رامنځته کولو هڅه کوي.

کارني لومړنی بهرنی حکومتي مشر دی چې د اروپايي ټولنې د وضعیت په غونډه کې ګډون کوي؛ د هغه دا سفر د هغې سرمشریزې لپاره د یوه کاتالیزور په توګه عمل کوي چې ټاکل شوې بل میاشت په مونټریال کې د اروپايي ټولنې او کاناډا ترمنځ ترسره شي.

فون ډېر لاین وویل چې اوس د دې وخت راغلی ترڅو له تجارتي همکارۍ څخه د راتلونکي پر لور په پراخه جیوپولیټیکي او سټراټیژیکه ټرانس-اټلانټیک اتحاد واوړو. هغې د هوښیار تولید، ټیکنالوژیکي اتحاد، انټګریټ شوې دفاعي صنایعو د زیربناو او د شمالي قطب د ګډې پروژې برخې د دغې همکارۍ د اصلي محورونو په توګه یادې کړې.

سربېره پر دې، هغې د انرژۍ، حیاتي منرالونو، باټریو، مصنوعي ځیرکتیا، سایبري امنیت او اقتصادي امنیت په څېر د همکاریو د نورو ساحو یادونه هم وکړه. فون ډېر لاین دا پلان د بل لوري پر وړاندې د ګام اخیستلو پر ځای، د ګډ ځواک د رامنځته کولو لپاره د ملګرتیا یوه بېلګه وبلله.

د اروپايي ټولنې په اوسنیو معاهدو کې د «ملګري غړي» پېشنهاد تر اوسه شتون نه لري. دا نظر لومړی ځل د روان کال په اوایلو کې د الماني سیاستوال فرېدریش مېرڅ (Friedrich Merz) لخوا د اوکراین لپاره وړاندې شوی و.

دغه پلان چې په کېف کې  چیرې چې بشپړ غړیتوب ته تمه کېږي  له سخت غبرګون سره مخ شو، له مخې یې اوکراین ته اجازه ورکول کېده چې د اروپايي ټولنې په سرمشریزو کې ګډون وکړي او په اروپايي کمېسیون کې یو استازی ولري، او همدارنګه د رأې ورکولو له حق پرته د اروپايي ټولنې له ځینو بودیجو ګټه پورته کړي.

بروکسل او اوتاوا چې اوس مهال د امریکا د ګمرکي تعرفو او د چین د اقتصادي سیالۍ له فشارونو سره مخ دي، دمګړۍ هم په لوړه کچه همکاري لري. د «سېټا»  د ازادې سوداګرۍ د تړون له مخې چې نږدې ټولې ګمرکي تعرفې یې له منځه وړې دي، له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دواړو لوریو ترمنځ د توکو او خدماتو سوداګري تر ۸۰ سلنې زیاته شوې ده.

کاناډا همدارنګه سږ کال لومړنی غیر اروپايي هېواد شو چې د اروپايي ټولنې د دفاعي پورونو په یوه مهم پروګرام کې شامل شو.

 

وپلټۍ
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.
د سوریې په حما ولایت کې پر یوه مینی‌بس موټر په برید کې ۷ کسان وژل شوي دي.
ټرمپ خبرداری ورکوي چې د ایران پر وړاندې جګړه به 'ډېر ژر، په یوه یا بله بڼه' پای ته ورسېږي
ټرمپ وايي، د فلاي دوبۍ  په پېښه کې مرستیال پیلوټ ښايي یو «ترهګر» یا «لېونی» و