نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
په کانګو جمهوریت کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۷۰ تنه لا درکه شوي دي
سیمه ییزو رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په مرکزي برخه، کاسای ولایت کې په یو سیند کې د یوې کښتۍ د چپه کیدو له امله شاوخوا ۷۰ تنه لادرکه شوي دي.
په کانګو جمهوریت کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۷۰ تنه لا درکه شوي دي
په کانګو جمهوریت کې د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله لږ تر لږه ۷۰ تنه لا درکه شوي دي / AA

د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د یوې کښتۍ چې ۱۲۰ تنه پکې سپاره ول د ډوبیدو  له امله ۷۰ تنه لادرکه دي

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، په کښتۍ کې شاوخوا ۱۲۰ کسان سپاره وو، چې تر اوسه یوازې شاوخوا ۵۰ تنه ژغورل شوي دي.

سیمه ییزو رسنیو د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت په مرکزي برخه، کاسای ولایت کې په یو سیند کې د یوې کښتۍ د چپه کیدو له امله شاوخوا ۷۰ تنه لادرکه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راډیو د راپور له مخې، دا کښتۍ د "بِنا دیبل" له بندر څخه د ۸۰۰ کیلومترو په واټن د پلازمینې کینشاسا پر لور روانه وه، چې د دوشنبې په ورځ د "سنکورو" په سیند کې بړبړیکو له امله ډوبه شوه.

په راپور کې د سیمه ییز چارواکي "فرانسوا آهوکا" له خولې ویل شوي: "په کښتۍ کې شاوخوا ۱۲۰ کسان سپاره وو. تر اوسه شاوخوا ۵۰ تنه ژغورل شوي او د لادرکه شویو کسانو د موندلو لپاره د لټون هڅې روانې دي."

آهوکا د ژغورونکو ډلو پر وړاندې شته ستونزې په ګوته کړې او له کورنیو یې وغوښتل چې د ژوندي پاتې شویو او موندل شویو جسدونو د پیژندنې لپاره له سیمه ییزو چارواکو سره په اړیکه کې پاتې شي.

په د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت کې د سړکونو د نشتوالي یا خرابوالي له امله، د اوبو له لارې ترانسپورت یو عام کار دی.

وپلټۍ
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"