سیاست
4 د لوستلو دقیقې
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ: تر دوو اونیو پورې به پر ایران د "بشپړې بریا" اعلان وکړم
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې متحده ایالات پر داسې لاره روان دي چې د ایران او اسرائیل ترمنځ د وروستي کړکېچ له کمېدو وروسته، تر راتلونکو دوو اونیو پورې پر ایران "بشپړه بریا" اعلان کړي.
ټرمپ د جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام لپاره په یوه تلیفوني غونډه کې وویل: "موږ یو ډېر پیاوړی ټیم پاتې شوي یو، او زه فکر کوم چې موږ دا جګړه ګټو، خو تاسو به دا جګړه په حقیقت کې په راتلونکو دوو اونیو کې وګټئ کله چې موږ د بشپړې بریا اعلان وکړو."
په همدې حال کې، ایران د هغه څه په اړه خبرداری ورکړی چې دوی یې "ځپونکی" ځواب بولي، او ویلي یې دي چې اسرائیل او متحدین یې باید له وروستیو پرمختګونو څخه "درسونه اخیستي وي".

جګړه غوښتونکی نتانیاهو د ټرمپ پر وړاندې ودرېد او پر ایران یې د اسرائیلو د بریدونو دفاع وکړه
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې هغه ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ویلي چې اسرائیل د ټرمپ له مخالفتونو سره سره د ایران په وړاندې د ځان د دفاع بشپړ حق لري.
نتانیاهو پر بیروت د اسرائیلو تر بریدونو وروسته دا دریځ یو ځل بیا تکرار کړ او ویې ویل چې اسرائیل به د خپل ځان ساتنې لپاره خپلو اقداماتو ته دوام ورکړي.
پر بیروت له بمبارۍ وروسته، ایران پر اسرائیل توغندي وتوغول. په ورته وخت کې، ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فایننشل ټایمز (Financial Times) سره په خبرو کې وویل چې اسرائیل به "بله هیڅ لاره ونلري" او نتانیاهو ته یې د احتیاط خبرداری ورکړ چې دی (ټرمپ) وروستۍ پرېکړه کونکی دی؛ هغه خبرداری ورکړ چې د تاوتریخوالي دوام کولی شي اسرائیل نور هم ګوښه کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې (ICC) خپل لوی څارنوال د ناسم چلند د تورونو له امله له دندې وځنډاوه
د جرمونو نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان د جنسي ناسم چلند د تورونو په اړه د ملګرو ملتونو تر تحقیقاتو وروسته له دندې ځنډول شوی دی.
د محکمې اداري پلاوی وايي چې کریم خان به اوس د ۱۲۵ غړو هیوادونو په شمول له انضباطي اجرااتو سره مخ شي، که څه هم د تحقیقاتو موندنې به پټې پاتې شي.
کریم خان، چې د ۲۰۲۵ کال له مۍ راهیسې په رخصتۍ کې دی، ټینګار کوي چې هغه بې ګناه دی او وايي چې په راپور کې د ناسم چلند یا له واک څخه د ناوړه ګټې اخیستنې کوم شواهد نه دي موندل شوي.
کریم خان تر دې وړاندې په غزه کې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو له امله د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د دفاع پخواني وزیر یوآو ګیلنټ د نیولو د امر غوښتنه کړې وه. دا تحقیقات په ۲۰۲۴ کال کې د یو کارمند له شکایت وروسته پیل شول.

جرمني او فرانسې د راتلونکي نسل جنګي الوتکې پر پروګرام له کاره لاس واخیست
جرمني او فرانسې موافقه کړې چې د اړوندو شرکتونو ترمنځ د کلونو اختلافاتو وروسته، د راتلونکي نسل ګډې جنګي الوتکې جوړولو پلان لغوه کړي.
د جرمني صدراعظم فریدریش میرز او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون دې پایلې ته ورسېدل چې شرکتونه نه شي کولی د راتلونکي جنګي هوايي سیسټم (FCAS) تر پروګرام لاندې د یوې ګډې جنګي الوتکې په جوړولو موافقه وکړي.
دا پروژه په ۲۰۱۷ کال کې د فرانسې د رافیل (Rafale) او د جرمني د یورو فایټر (Eurofighter) الوتکو د بدلولو لپاره پیل شوې وه. د دې پروژې په لغوه کېدو سره سره، چارواکي وايي چې د الوتکو پراخ نوښت به دوام ومومي او تمرکز به یې پر اروپایي دفاعي همکارۍ او نظامي ټیکنالوژۍ وي.

د تورکیې ولسمشر اردوغان او د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې رودریګز د کانونو او انرژۍ پر همکاریو خبرې وکړې
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې د وینزویلا له سرپرستې ولسمشرې دلسي رودریګز سره وکتل او دواړو مشرانو پر دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو پرمختګونو خبرې وکړې.
د تورکیې د اړیکو ریاست په وینا، ولسمشر اردوغان د وینزویلا له خلکو سره د ترکیې ملاتړ یو ځل بیا تایید کړ او ویې ویل چې انقره د همکاریو پیاوړتیا ته ژمنه ده.
هغه سوداګري، انرژي او کانونه د دواړو هیوادونو ترمنځ د ژورو همکاریو د مهمو برخو په توګه یاد کړل. مشرانو همدارنګه د کال درې ملیارده ډالرو سوداګریز هدف ته د رسېدو لپاره پر هڅو هم خبرې وکړې.

وپلټۍ
هند د چین سرحدي سیمې ته په همالیا کې د یو ستراتیژیک تونل کیندلو چارې بشپړې کړې
غیرقانوني اسرائیلي میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې د يو فلسطیني موټر ته اور واچاوه
تورکیې او کاناډا د آزادې سوداګرۍ تړون په اړه خبرې اترې پیل کړې
ولسمشر اردوغان وینزویلا له  سرپرستې ولسمشرې سره د دوه اړخیزو اړیکو او نړیوالو مسلو په اړه خبرې وکړې
چین او شمالي کوریا د پیونګ یانګ په سرمشریزه کې د اړیکو د پیاوړتیا په اړه موافقه وکړه
روسیې یو ځل بیا د یو خپلواک فلسطیني دولت چې پلازمینه يې ختیځ بیت المقدس وي غوښتنه وکړه
د امریکا یوې محکمې د ماهرو کارګرانو د ویزې غوښتنلیکونو لپاره د ټرمپ ادارې ۱۰۰،۰۰۰ ډالري فیس لغوه کړ.
د هرمز تنګي ته نږدې د امریکايي پوځ یوه اپاچي چورلکه غورځېدلې؛ ټرمپ وايي پیلوټان "ښه" دي
ایران او اسرائیل په یو بل د متقابلو بریدونه د پایته رسولو اعلان وکړ
د غوښتنې په صورت کې تورکیه چمتو ده چې د هرمز تنګي د ماینونو پاکولو په برخه کې مرسته وکړي.
د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې د پولیسو او یوې اعتراض کوونکې ډلې ترمنځ نښتو کې اووه کسان ووژل شول
د اوربند سره سره  په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۰ فلسطینیان وژل شوي او ۲۹ نور ټپیان شوي
حوثیانو په سره سمندرګي کې پر اسرائیلو د کښتۍ چلولو د بشپړ بندیز ګواښ وکړ
په امریکا کې د انګلستان د نړیوال جام تمریناتي کمپ ته نږدې په ډزو کې لږ تر لږه نهه تنه ټپیان شوي
د مهمو خبرونو غور چاڼ