په نایجیریا کې په یو جومات د ترهګریز برید له امله لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی

د شمال لوېدیځ نایجیریا په یوه جومات باندې د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.  یو تن ځايي اوسېدونکي او یو د پارلمان  وکیل خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نوموړي خونړي او وحشیانه برید له امله د مړو شمیره له ۱۳ تنو څخه ۳۰ تنو ته لوړه شوې ده

/ Reuters

د شمال لوېدیځ نایجیریا په یوه جومات باندې د وسله والو په برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.  یو تن ځايي اوسېدونکي او یو د پارلمان  وکیل خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نوموړي خونړي او وحشیانه برید له امله د مړو شمیره له ۱۳ تنو څخه ۳۰ تنو ته لوړه شوې ده .

د سیمې خلک دغه وسله وال د "ډاکه مارانو" په نوم یادوي، چې د جنایي ډلو غړي دي. دوی د کاتسینا ایالت د مالومفاشي ولسوالۍ په انګوار مانتاو ښار کې د سه شنبې په ورځ په یوه جومات برید وکړ. د شخړو د څار یوې ادارې په لومړیو کې د ۱۳ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی و.

د سیمې یو اوسېدونکي، نور موسی، د چهارشنبې په ورځ وویل: "نهه لمونځ کوونکو د پیښې  په ځای کې ژوند د لاسه ورکړی وو او ګڼشمیر نور چې ټپیانو وو د ورځې په اوږدو کې ساه ورکړه . هغه ویلي دي چې د مړو شمیره ۳۲ تنو ته لوړه شوې ده."

د کاتسینا د ایالتي شورا غړي، امینو ابراهیم، د سه شنبې په ورځ وویل چې په دې برید کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.

د کاتسینا د کورنیو چارو او امنیتي چارو کمېشنر، ډاکټر نصیر معاذ، په یوه بیان کې وویل چې دا برید د سیمې د خلکو د بریالي مقاومت په غچ کې شوی دی. دوه ورځې وړاندې د انګوان مانتاو خلکو وسله والو ډاړه مارانو ته  کمین نیولی و او ډېر یې وژلي وو.

حکومت ویلي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته استول شوي دي څو حالت بېرته عادي کړي.

د نایجیریا په شمال لوېدیځ او شمال مرکزي سیمو کې ډاړه مارې  ډلې یوه لویه امنیتي ننګونه ګڼل کېږي. دغه ډلې پر خپلو  د ظلمونو سره مشهورې  دي. دا ډلې پر کلو باندې هم چاپې وهي او د خلکو شتمني لوټوي.

د نایجیریا ولسمشر، بولا ټینوبو، د دې ډاړه مارو  او ترهګرو پر وړاندې کلک دریځ خپل کړی دی.