نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د سودان پوځ د هیواد په شمال کې په هوايي ډګر او بند باندې د چټک غبرګون ځواکونو د ډرون برید شنډ کړ
دچټک ځواکونو لخوا د الفاشر د نیولو وروسته، د دې ملېشې او سوډاني پوځ ترمنځ نښتې نوو جبهو ته خپرې شوې دي.
د سودان پوځ د هیواد په شمال کې په هوايي ډګر او بند باندې د چټک غبرګون ځواکونو د  ډرون برید شنډ کړ
د سودان پوځ د هیواد په شمال کې په هوايي ډګر او بند باندې د چټک غبرګون ځواکونو د ډرون برید شنډ کړ / Reuters

د سودان پوځ د هیواد په شمال کې په هوايي ډګر او بند باندې د چټک غبرګون ځواکونو د ډرون برید شنډ کړ

دچټک ځواکونو لخوا د الفاشر د نیولو وروسته، د دې ملېشې او سوډاني پوځ ترمنځ نښتې نوو جبهو ته خپرې شوې دي.

د سودان پوځ د پنجشنبې په ورځ وویل چې دوی د شمالي سوډان په ستراتیژیکو ځایونو، په شمول د هوایی ډګر او بندونو، باندې د چټک ملاتړ ځواکونو (RSF) لخوا د ډرون برید مخه نیولې ده.

د پوځ د ۱۹مې پیاده ځواکونو د قول اردو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی ځمکنۍ ځواکونه د پنجشنبې د سهار پر مهال د چټک ملاتو ځواکونو له لوري څو ځانمرګي بې ‌پيلوټه الوتکې شنډې کړې، چې هدف یې د قول اردو مرکز، د میروې هوایي ډګر، او د شمالي ایالت د میروې بند وه.

عیني شاهدانو د سودان سیمه ییزو خبرونو ته وویل چې د هوایی ډګر او بند په شاوخوا کې درنې چاودنې اوریدل شوي. د برید له امله د زیان کچه لا معلومه نه ده.

د پوځ د خبرپاڼې په اړه د چټک ملاتړ ځواکونو له لوري سمدستي تبصره نه ده شوې.

د شمالي سودان د مهمو ستراتیژیکو سیمو له جملې څخه، میروې یو هوایي ډګر لري چې د نظامي او ملکي موخو لپاره کارول کیږي، او همدارنګه د میروې بند، چې د هېواد له سترو زیربنایي پروژو څخه دی.

د الرقوبه نیوز د سیمه ییزو سرچینو په حواله ویلي چې برید د ایالت پلازمینه ډونګولا او د الدبا ښار هم په نښه کړ.

د RSF له لوري د شمالي دارفور ایالت د پلازمېنې الفاشر نیولو وروسته، د دې ډلې او د سوډان پوځ ترمنځ نښتې نوو محاذونو ته غزېدلې، په ځانګړي ډول د مرکزي او سویل کوردوفان ایالتونو ته.

د سودان له ۱۸ ایالتونو څخه، اوس RSF د دارفور پنځه ایالتونه په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې لري، پرته له دې چې د شمالي دارفور یو څو شمالي سیمې لاهم د پوځ تر واک لاندې دي.

سوداني پوځ لا هم د پاتې ۱۳ ایالتونو په ډېره برخه کې واکمن دی، چې په دې کې سویل، شمال، ختیځ او مرکزي سیمې، او پلازمېنه خرطوم شامل دي.

د پوځ او RSF ترمنځ خونړۍ جګړه چې د ۲۰۲۳ کال د اپرېل میاشتې راهیسې پیل شوې، زرګونه کسان یې وژلي او میلیونه نور یې بې‌ کوره کړي دي.

وپلټۍ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د سعودي عربستان له وليعهد شهزاده سلمان سره خبرې وکړې
ایران: له عمان سره خبرې اترې د هرمز تنګي له لارې د کښتیو په تګ راتګ تمرکز لري
د پاکستان په سوات کې د پولیسو په یو مرکز ځانمرګی برید شوی .
اسپانیا: د ۵۰ زره کډوالو ډېری برخه له سیوټا سیوټا څخه په خپله خوښه مراکش ته ستانه شول
د جولای په ۱۵ د ولسمشر اردوغان د وژنې د پلان په هڅه کې ښکیل ترهګر ونیول شو
د اوکراین پر پلازمېنې کییف د روسیې په هوايي برید کې ۹ کسان وژل شوي او ۲۸ نور ټپیان دي
ټرمپ اوکراین ته د پیټریوټ توغندیو د ورکولو له ژمنې شاته شو
د یونس امره انسټیټیوټ لخوا د تورکي ژبې د مهارت نړیواله ازموینه (TYS)
په کاناډا کې پر یوه جومات وسله وال برید شوی
د روسیې لخوا جوړ شوي د سرطان واکسین په لومړنیو کلینیکي ازموینو کې مثبته پایله ورکړه
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی