منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
حزب الله پر اسرائیلي پوځي تاسیساتو تر ۱۵ ډیر د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي
پر اسرائیلو د حزب الله تر ۱۵ زیاتو بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي؛ اسرائیلي پوځ یې په ځوابولو کې پاتې راغلی
حزب الله پر اسرائیلي پوځي تاسیساتو تر ۱۵ ډیر د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي
حزب الله پر اسرائیلي پوځي تاسیساتو تر ۱۵ ډیر د بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي

نتنیاهو په دې وروستیو کې بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلو لپاره یو لوی ګواښ وباله او له پوځ څخه یې وغوښتل چې د مخنیوي لپاره یې لارې چارې ولټوي.

د ځایی رسنیو د راپور له مخې، د لبنان د حزب الله ډلې لخوا تر ۱۵ زیاتې چاودېدونکې بې پیلوټه الوتکې په اسرائیلو کې دننه چاودلې دي، چې ډېری یې په نظامي سیمو کې وې. دا بریدونه په داسې حال کې کېږي چې اسرائیلي پوځ د دغو مخ په زیاتېدونکو بریدونو په وړاندې له ستونزو سره مخ دی.

د اسرائیلو ۱۲م چینل د سه شنبې په ورځ وویل چې دا بې پیلوټه الوتکې د اسرائیلي چارواکو لپاره د یوې لويې اندېښنې سرچینه ګرځېدلې ده. لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په دې وروستیو کې دا وسلې یو "لوی ګواښ" وباله او پر پوځ یې غږ وکړ چې حل لاره ورته پیدا کړي.

دغه رسنۍ زیاته کړې چې اسرائیلي پوځ په لبنان کې خپلو سرتېرو او د لبنان پولې ته نږدې سیمو ته د محافظتي سیسټمونو او تجهیزاتو د چټک رسولو په موخه له څو اروپایي هېوادونو څخه د اکمالاتو غوښتنه کړې ده.

د ۱۲م چینل د راپور له مخې، د دې ګواښ د مخنیوي لپاره تر اوسه له ۲۵۰ زرو مربع مترو څخه زیاتې محافظتي جالۍ لګول شوي او پوځ د نورو ۲۸۰ زره مربع متره جالۍ د پېرلو پروسه پیل کړې ده.

د راپور پر بنسټ، د پوځ د ټیکنالوژۍ څانګه د بې پیلوټه الوتکو د مخنیوي لپاره پر نوو اختراعاتو کار کوي، خو امنیتي چارواکي اعتراف کوي چې په عملي ډګر کې لاسته راوړنې کافي نه دي او تر اوسه کومه وروستۍ حل لاره نه ده موندل شوې.

د اسرائیلو سرغړونې
اسرائیلو په وروستیو ساعتونو کې پر لبنان خپلو بریدونو ته په داسې حال کې زور ورکړی چې نتنیاهو ګواښ کړی و چې پر حزب الله به خپلو بریدونو ته شدت ورکړي او "سخت ګوزارونه" به ورته ورکړي.

د رسمي ارقامو له مخې، د مارچ له دویمې نېټې راهیسې اسرائیلو پر لبنان پراخ بریدونه پیل کړي چې پکې نږدې ۳۲۰۰ کسان وژل شوي، تر ۹۶۰۰ ډېر ټپیان شوي او له ۱.۶ میلیونو څخه زیات خلک بې ځایه شوي دي.

اسرائیلي پوځ په دوامداره توګه د هغه اوربند څخه ورځنۍ سرغړونې کوي چې د امریکا په منځګړیتوب د اپریل په ۱۷مه نافذ شوی و او وروسته د جولای تر لومړیو پورې وغځول شو.

 

وپلټۍ
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه
روسیې او اوکراین په یو بل بریدونه ډیر کړي
په هند کې د ټولټاکنو د خپلواک کمیسیون پر خلاف روانې دوام لري