تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا، فیدان او ګوتېرش سوریې او قبرس ټاپو ته د ملګرو ملتونو د مشر د سفرونو په چوکاټ کې پر سیمه ییزو حالاتو خبرې وکړې.
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر فیدان له ګوتېرش سره د قبرس، سوریې او سیمه ییزو مسایلو په اړه خبرې وکړې

د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان د یکشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتېرش سره په ټیلیفوني خبرو کې پر سیمه ییزو پرمختګونو بحث وکړ. په دغه ټیلیفوني مکالمه کې دواړو لورو په منځني ختیځ او ختیځې مدیترانې کې د وروستیو پرمختګونو په اړه داسې مهال خبرې وکړې چې د ملګرو ملتونو مشر قبرس ته د سفر لپاره چمتووالی نیسي.

د تورکیې د ډیپلوماټیکو سرچینو په وینا، فیدان او ګوتېرش سوریې او قبرس ټاپو ته د ملګرو ملتونو د مشر د سفرونو په چوکاټ کې پر سیمه ییزو حالاتو خبرې وکړې.

انتونیو ګوتېرش د یکشنبې په ورځ وویل چې ملګرو ملتونه به روانه میاشت امنیت شورا ته په سوریه کې د اسرائیلو د سرغړونو په اړه یو مفصل راپور وړاندې کړي. ګوتېرش په دمشق کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د سوریې پر حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا تېری "د منلو وړ نه دی" او پر اسرائیلو یې غږ وکړ چې د ۱۹۷۴ کال د ځواکونو د جلا کولو له هوکړې سره سم عمل وکړي.

هغه زیاته کړه: "هغو مظالمو چې سوریه یې شاهده وه، د خپلو مشروع غوښتنو د ترلاسه کولو لپاره د سوریې د خلکو اراده نه ده ماته کړې." هغه دا خبرداری هم ورکړ چې د ملګرو ملتونو بشري مرستې اوس مهال یوازې د سوریې د خلکو نږدې ۲۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي.

ګوتېرش د شنبې په ورځ د درې ورځني سفر لپاره دمشق ته ورسېد او هلته یې له ولسمشر احمد الشرع او د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني سره خبرې وکړې. هغه یو ځل بیا د سوریې پر حاکمیت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا د ملګرو ملتونو پر ژمنې ټینګار وکړ او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د دغه هېواد د بیا رغونې ملاتړ وکړي.

له بلې خوا، ملګرو ملتونو تېره پنجشنبه اعلان وکړ چې عمومي منشي انتونیو ګوتېرش به د سولې د پروسې د مخته وړلو لپاره قبرس ته سفر وکړي. د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک یوې خبري غونډې ته وویل: "عمومي منشي به د جولای له ۲۷ څخه تر ۲۹مې پورې د قبرس مسلې ته د خپلې قوي ژمنتیا په چوکاټ کې دغه ټاپو ته سفر وکړي."

دوجاریک یادونه وکړه چې ګوتېرش به د شمالي قبرس د ترکي جمهوریت له ولسمشر توفان ارهورمان او د سویلي قبرس د یوناني ادارې له مشر نیکوس کریسټوډولایډس سره وګوري. هغه زیاته کړه چې د ملګرو ملتونو مشر به له نورو ښکېلو اړخونو سره هم وګوري او د سولې پروسې د پرمختګ او په ټاپو کې د ثبات په اړه به بحث وکړي.

 

وپلټۍ
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د سکرو په کان کې چاودنې په لسګونو کسان ووژل
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ