په انقره کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې هر څه ژر به د الکټرونیکي پیژند پاڼو ویش پیل کړي.

دا خبره په تورکیه کې د افغانستان سفیر شیخ صنیع الله فرهمند په سفارت کې د مراجعینو لپاره  د انتظار د نوي سالون د پرانیستو په مراسمو کې وکړه.

By
صنیع الله فرهمند

په انقره کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې هر څه ژر به د الکټرونیکي پیژند پاڼو ویش پیل کړي.

دا خبره په تورکیه کې د افغانستان سفیر شیخ صنیع الله فرهمند په سفارت کې د مراجعینو لپاره  د انتظار د نوي سالون د پرانیستو په مراسمو کې وکړه.

هغه پدې مراسمو کې وویل چې په تورکیه کې د افغانستان سفارت د افغانستان وګړو ته د لا ښه او پر وخت د خدماتو د وړاندې کولو لپاره د خپل وس او توانه پورې هلې ځلې کوي. هغه زیاته کړه ، نن مونږ د سفارت د مراجعینو د انتظار نوی سالون پرانیزو. مونږ د خپلو هیوادوالو د هوساینې او د چارو د لا ښه سمون لپاره انتظار سالون ته وسعت ورکړ. همداشان د هغه مراجعینو میندو لپاره چې کوچني ماشومان لري د شیدو ورکولو جلا خونه جوړه کړه.

همداشان هغه وویل چې ددې ترڅنګ سفارت چارو د لا ښه سمون او مراجعینو د وخت د نه ضایع کولو په موخه  په انلاین توګه د وخت اخیستو سیستم فعاله کړ. ددینه وروسته زمونږ مراجعین کولی شي چې په انلاین ډول وخت واخلي او د اخیستي وخت په مطابق خپل کارونه پرمخ یوسي.

همداشان سفیر زیاته کړه چې د پاسپورت د مراجعینو د ستونزو د کمولو په موخه يي یو بل مهم ګام اوچت کړی دی. د پاسپورت متقاضیان ددینه وروسته کولی شي چې په انلاین ډول فورم ډک کړي او یواځې بایومتریک لپاره سفارت ته راشي.

همداشان د پاسپورت د تسلیمۍ په موخه د پوستي خدماتو د یو نړۍوال شرکت سره قرارداد لاسلیک شوی دی.

ددینه وروسته هغه مراجعین چې د پاسپورت لپاره مراجعه وکړي اړتیا نلري چې د پاسپورت د تسلیم اخیستو په خاطر سفارت راشي. پاسپورت به د پوستي خدماتو ددې شرکت لخوا د هغوې کورونو او پتو ته رسول کیږي.

پدې مراسمو کې په انقره کې د افغانستان د سفارت قونسل ښاغلي سلطاني هم وینا وکړه. هغه هم وویل چې د هیوادوالو د سهولت او چارو د اسانتیا په موخه يي ډیر جدي اصلاحات رامنځته کړي دي.

ښاغلي سلطاني وویل چې انشاالله په نږدې راتلوونکې کې به په انقره کې د افغانستان سفارت د الکټرونیکي پیژند پاڼو په ویش هم پیل وکړي. هغه وویل چې د افغانستان د مرکزي احصایې ادارې سره په تفاهم رسیدلي دي او هر څه ژر به د مرکزي احصایې یو کاري ټیم انقرې ته راشي.

سلطاني له هیوادوالو وغوښتل چې له دوې سره همکاره شي او بې ځایه رش جوړولو او بې نظمۍ نه ډډه وکړي.