نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
چین د اټومي وسلو د کنټرول تړون له پای ته رسېدو وروسته د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کوي
چین د نیو سټارټ اټومي وسلو د کنټرول تړون د پای ته رسیدو په اړه "خواشیني" څرګنده کړې او له امریکا یې غوښتي چې د نړیوال ستراتیژیک ثبات د ساتلو لپاره له روسیې سره  "فعاله" اړیکه ونیسي.
چین د اټومي وسلو د کنټرول تړون له پای ته رسېدو وروسته د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کوي
چین د اټومي وسلو د کنټرول تړون له پای ته رسېدو وروسته د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو اترو غوښتنه کوي / AP

بیجینګ خبرداری ورکوي چې د امریکا او روسیې د وروستي پابند اټومي وسلو تړون له منځه تلل د نړیوال ستراتیژیک ثبات د زیانمنولو خطر لري او له واشنګټن څخه غواړي چې له مسکو سره خبرې اترې بیا پیل کړي.

چین د نیو سټارټ اټومي وسلو د کنټرول تړون د پای ته رسیدو په اړه "خواشیني" څرګنده کړې او له امریکا یې غوښتي چې د نړیوال ستراتیژیک ثبات د ساتلو لپاره له روسیې سره  "فعاله" اړیکه ونیسي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه تړون د نړیوال اټومي بې‌ وسلې کېدو د چوکاټ په ساتلو کې مهم رول لوبولی او خبرداری یې ورکړ چې د دې پای ته رسېدل ښايي د نړیوال اټومي نظم پر وضعیت «منفي» اغېزه وکړي.

لین په بیجینګ کې خبریالانو ته وویل: «چین د امریکا او روسیې ترمنځ د نیو سټارټ تړون پر پای ته رسېدو خواشیني څرګندوي.»

هغه زیاته کړه چې دغه تړون «د نړیوال ستراتیژیک ثبات د ساتلو لپاره ډېر مهم اهمیت لري.»

د اټومي وسلو په اړه اندېښنو ته په ځواب کې لین وویل چې چین لا هم «بې ‌سارې احتیاط او مسؤلیت» ته ژمن دی او دفاعي اټومي ستراتیژي تعقیبوي.

هغه د اټومي وسلو د نه کارولو په اړه د بیجینګ د اوږدې مودې پالیسي او د غیر اټومي وسلو لرونکو هیوادونو یا د اټومي وسلو څخه پاکو سیمو په وړاندې د اټومي وسلو نه کارولو یا ګواښولو لپاره د هغه غیر مشروط ژمنې بیا تکرار کړې.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې روسیې وړاندیز کړی چې مسکو او واشنګټن دواړه د تړون د پای ته رسیدو وروسته هم د دې تړون مرکزي حدود مراعات کړي.

بیجینګ له واشنګټن څخه وغوښتل چې وړاندیز ته مثبت ځواب ووایی او د ستراتیژیک ثبات په اړه له روسیې سره خبرې اترې بیا پیل کړي.

د «نیو سټارټ» تړون، چې د پنجشنبې په لومړیو کې پای ته ورسېد، وروستی قانوني الزام ¬اور تړون و چې د امریکا او روسیې ستراتیژیک اټومي ځواکونه یې محدودول. د دې پای ته رسېدل د اټومي وسلو د بې‌ قیده سیالۍ د نوې دورې د پیل اندېښنې راپاروي.

د نوې ستراتیژیکې وسلو د کمولو تړون (New START) د ۲۰۱۰ کال د اپرېل په ۸ په پراګ کې د امریکا او روسیې له خوا لاسلیک شو او د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۵ نافذ شو.

د امریکا مېشتې د وسلو د کنټرول ټولنې په وینا:  دا تړون د ۱۹۹۱ کال د START I تړون ځای ناستی شو، چې د ۲۰۰۹ کال د دسمبر په میاشت کې پای ته رسېدلی و، او همدارنګه یې د ۲۰۰۲ کال د ستراتیژیکو بریدیزو وسلو د کمولو تړون هم بدل کړ چې د نیو سټارټ د نافذېدو سره پای ته ورسېد.

وپلټۍ
فیدان: د جولای ۱۵مې وښودله چې د تورکیې ملي اراده به هیڅکله د "استبدادي ځواکونو" په وړاندې تسلیم نشي
اوکراین پر سوداګریزو کښتیو  د روسیې په بریدونو کې د  ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.
ایران په اردن کې د امریکا پر اډو د ډرون الوتکو پراخ بریدونه کړي
ولسمشر اردوغان : د جولای ۱۵ مه یوازې د یوې خاینانه کودتا شنډول نه وو بلکې د ډیموکراسۍ ستره بریا ده
د دفاعي صنعت په برخه کې د ګولن ترهګریز سازمان سبوتاژونه، حیاتي پروژې او په تېرو ۱۰ کلونو کې  وده
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې په شپه رامنځته شوې پېښې، د کودتا د هڅې مهم پړاوونه او د ملت حماسي مقاومت
روسیه ادعا کوي چې د اوکرایني ډرون ددې هیواد د تیلو په چاڼځای برید کړی
د کودتا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د نوامبر د لومړۍ نېټې له ټاکنو وروسته شوې وه.
متحده عربي امارات وايي ایران د دوې دوله د تیلو ټانکر کښتۍ ویشتلي دي خو ایران دا ادعا رد کړې
د تورکیې ولسمشر اردوغان د پاکستان د دفاعي ځواکونو او ځمکني پوځ مشر جنرال منیر سره وکتل
فیدان په پاریس کې د اوکراین په اړه غونډه کې ګډون وکړ؛ ایتلاف د پایداره سولې د هڅو ژمنه وکړه
د برازیل ولسمشر لولا دا سیلوا پر ټرمپ د «سمندري غلا» تور پورې کړ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د جولای د ۱۵مې له ناوړه کودتا څخه ۱۰ کاله تېر شول.