نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
ټرمپ وايي که له روسیې سره جګړه حل نه شي، اوکراین ته به ټام هاک توغندي ولېږي
د امریکا ولسمشر اسرائیلو او مصر ته تر روانېدو مخکې، چېرته چې د غزې پر اوربند د شرم الشیخ سرمشریزه جوړېږي، ویلي چې اوکراین "غواړي ټام هاک توغندي ولري."
ټرمپ وايي که له روسیې سره جګړه حل نه شي، اوکراین ته به ټام هاک توغندي ولېږي
ټرمپ وايي که له روسیې سره جګړه حل نه شي، اوکراین ته به ټام هاک توغندي ولېږي / TRT Balkan
13 اکتوبر 2025

ټرمپ وايي که له روسیې سره جګړه حل نه شي، اوکراین ته به ټام هاک توغندي ولېږي
د امریکا ولسمشر اسرائیلو او مصر ته تر روانېدو مخکې، چېرته چې د غزې پر اوربند د شرم الشیخ سرمشریزه جوړېږي، ویلي چې اوکراین "غواړي ټام هاک توغندي ولري."

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که له روسیې سره د اوکراین جګړه هواره نه شي، نو اوکراین ته به ټام هاک کروز توغندي ولېږي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ اسرائیلو او مصر ته تر روانېدو مخکې، چېرته چې د غزې پر اوربند د شرم الشیخ سرمشریزه جوړېږي، وویل چې اوکراین "غواړي ټام هاک توغندي ولري."

هغه د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره خپلو خبرو ته په اشارې وویل، "موږ په دې اړه خبرې کړې دي، نو وبه ګورو."

هغه وویل چې ولسمشر زیلینسکي ته یې ویلي: "رښتیا ووایم، شاید زه له روسیې سره خبرې وکړم. ایا هغوی غواړي چې ټام هاک توغندي هغه لوري ته ولاړ شي؟ زه داسې فکر نه کوم. زه فکر کوم چې د انصاف له مخې، زه باید په دې اړه له روسیې سره خبرې وکړم." ټرمپ دغه راز ټام هاک توغندي "د تېري یو نوی ګام" وبلل.

"وګورئ، که دا جګړه هواره نه شي، زه به هغوی ته ټام هاک توغندي ولېږم. زه ویلای شم چې ټام هاک یوه باوري وسله ده، یوه ډېره بریدګره وسله ده. او رښتیا ووایم، روسیه دې ته اړتیا نه لري... زه شاید هغوی ته ووایم چې که جګړه هواره نه شي، نو موږ ممکن دا کار وکړو. ممکن ویې نه کړو، خو ممکن ویې کړو."

هغه زیاته کړه: "زه غواړم چې جګړه پای ته ورسېږي."

د هغه دا څرګندونې وروسته له هغه وشوې، چې زلنسکي د یکشنبې په ورځ وویل چې د ټرمپ د غزې د اوربند پلان دا "هیله" ورکوي چې ورته کړنلاره کولی شي د روسیې او اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

زلنسکي دا هم وویل، چې دواړه هېوادونه پر دې کار کوي چې امریکا کییف ته اوږدمهاله ټام هاک کروز توغندي ولېږي.

تېره دوشنبه، ټرمپ ویلي وو چې دی دې پرېکړې ته نږدې دی چې ایا کییف ته ټام هاک توغندي ولېږي او که نه، او زیاته یې کړه چې غواړي "معلومه کړي چې هغوی په دغو توغندیو څه کوي او چېرته یې استوي."

 

وپلټۍ
د عراق په لویدیځ کې د ایران پورې تړلو ملیشو په مرکزي دفترونو په هوایي بریدونو کې  ۳۰ کسان وژل شوي
چین له ټولو خواوو څخه وغوښتل چې په هرمز تنګي کې په کښتیو 'سمدلاسه' بریدونه ودروي
د تورکیې ملي سرود ۱۰۵ کلن شو
افغانستان له پاکستان سره په تازه نښتو کې د ۴ ملکي وګړو د وژل کېدو خبر ورکړ؛ د مړو شمېر ۹۵ ته لوړه شو
تورکیې او نورو اسلامي هېوادونو په الاقصی کې د رمضان پر مهال د اسرائيلو محدودیتونه وغندل.
ایران د نجونو پر ښوونځي برید 'نه بخښونکی جنګي جرم' وباله او د حساب ورکولو غوښتنه یې وکړه
د عراق په اوبو کې د تېلو پر دوو بهرنیو ټانکرونو برید؛ یو کس ژوند د لاسه ورکړ
روسیې په برینسک کې له برید وروسته اوکراین او برتانیا په 'ترهګریز برید' تورن کړل
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه تل د سولې پلوي ده او د سولې پلوي به وي.
د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ لومړنی قتل عام
امریکا غواړي چې د پاکستان په  پېښور ښار کې خپله قونسلګري په دایمي ډول وتړي
د ایران په جګړه کې ۱۴۰ تنه امریکایي سرتیري ټپيان شوي، چې د ۸ تنو وضعیت يي ښه ندی
د ایران نوی ستر مذهبي مشر مجتبی خامنه يي روغ رمټ دی. دا خبره د ایران د ولسمشر پزشکیان زوی وکړه.
اردوغان تورکیه دیني ازادۍ په برخه کې د نمونې په توګه وښودله او د اسلاموفوبیا پر وړاندې خبرداری ورکړ
د ایران په اصفهان ښار کې د مسکو قونسلګري په بریدونو کې زیان لیدلی دی