د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په یوه نښته کې ۵ سرتېري او ۸ وسله وال وژل شوي

امنیتي سرچینو ویلي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د ګازو د یوې مهمې نل لیکې د امنیت لپاره پر ګمارل شویو ځواکونو په یوه کمین کې لږ تر لږه پنځه سرتېري او اته وسله وال ووژل شول.

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په یوه نښته کې ۵ سرتېري او ۸ وسله وال وژل شوي / Reuters

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې په یوه نښته کې ۵ سرتېري او ۸ وسله وال وژل شوي

وسله والو د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې د ګازو د یوې مهمې نل لیکې پر ساتونکو ځواکونو برید وکړ.

امنیتي سرچینو ویلي چې د دوشنبې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د ګازو د یوې مهمې نل لیکې د امنیت لپاره پر ګمارل شویو ځواکونو په یوه کمین کې لږ تر لږه پنځه سرتېري او اته وسله وال ووژل شول.

یوه امنیتي چارواکي انادولو خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، دا پېښه د خیبر پښتونخوا ایالت د ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ په څنډو کې هغه مهال وشوه چې په درنو وسلو سمبال وسله والو پر هغو سرتېرو برید وکړ چې د سوئي ناردرن ګاز شرکت د ساحې د امنیت لپاره ګمارل شوي وو.

په برید کې ۱۰ نور سرتېري هم ټپیان شوي، چې د ځینو یې روغتیايي حالت نازک دی.

د پاکستان پوځ د دې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي تایید کړي.

تر اوسه کومې ډلې د برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. خو، تحریک طالبان پاکستان  له ډېرې مودې راهیسې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو او تاسیساتو بریدونه کوي.