سیاست
3 د لوستلو دقیقې
ټرمپ اپسټین ته د استولي خطرناکه لیک له امله وال ستریټ ژورنال په اقامه دعوا ګواښلی دی.
وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې ټرمپ په ۲۰۰۳ کال کې جېفري ایپسټین ته یو جنسي محتوا لرونکی د زوکړې لیک استولی وو، چې دا خبر د امريکا ولسمشر مجبور کړ چې دا کیسه جعلي او بدناموونکې وبولي.
ټرمپ اپسټین ته د استولي خطرناکه لیک له امله وال ستریټ ژورنال په اقامه دعوا ګواښلی دی.
/ Reuters

ټرمپ اپسټین ته د استولي خطرناکه لیک له امله وال ستریټ ژورنال په اقامه دعوا ګواښلی دی.

وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې ټرمپ په ۲۰۰۳ کال کې جېفري ایپسټین ته یو جنسي محتوا لرونکی د زوکړې لیک استولی وو، چې دا خبر د امريکا ولسمشر مجبور کړ چې دا کیسه جعلي او بدناموونکې وبولي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وال سټریټ ژورنال وروسته له هغې په اقامه دعوا کولو وګواښه چې دې ورځپاڼې د ټرمپ لخوا جیفري ایپسټین ته استولی جنسي محتوا لرونکی لیک نشر کړ.

د ژورنال دغه راپور، چې د پنجشنبې په ورځ په چټکۍ سره د واشنګټن ډي سي په سیاسي فضا کې خپور شو، وایي چې ایپسټین ته د ټرمپ له لوري لاسلیک شوی یادښت د هغه د ۲۰۰۳ کال د پنځوس کلنۍ د زوکړې لپاره د تبریکي لیکونو د ټولګې برخه وه.

ورځپاڼې ویلي چې دوی لیک لیدلی، خو د هغه انځور یې نه دی خپور کړی.

په راپور کې راغلي چې ګېسلېن مکسوېل، چې د ایپسټین ملګرې وه، د دې مناسبت لپاره ځانګړی سوغات چمتو کاوه. هغې د ایپسټین له کورنۍ او ملګرو سره اړیکه نیولې وه. یو له هغو څخه ډونالډ ټرمپ و.

د وال سټریټ ژورنال د لیدل شوو اسنادو له مخې، مکسوېل د ټرمپ او د ایپسټین د لسګونو نورو آشنایانو څخه لیکونه راټول کړي وو، څو یې د ۲۰۰۳ کال د زوکړې د البوم برخه وګرځوي.

د چرمو پوښ لرونکي البوم پاڼې – چې د ایپسټین له لومړي ځل نیول کېدو مخکې په ۲۰۰۶ کال کې ترتیب شوی و – د هغو اسنادو له ډلې دي چې د عدليې وزارت چارواکو له خوا کلونه وړاندې د ایپسټین او مکسوېل د پلټنو پر مهال تر بررسی لاندې نیول شوي وو، د هغو کسانو په وینا چې دا پاڼې یې لیدلي وې.

جعلي لیک؟

ټرمپ د تروت سوشیل  په ټولنیز پلیټ فارم کې  په یوه پوسټ کې د ورځپاڼې په وړاندې نیوکه وکړه: وال سټریټ ژورنال او روپرټ مرډوک، په شخصي توګه، د ولسمشر ډونالډ جې ټرمپ لخوا مستقیم خبرداری ورکړل شوی و چې هغه لیک چې دوی د ولسمشر ټرمپ لخوا اپسټین ته چاپ کړی و جعلي و او که دوی یې چاپ کړي، نو دوی به محاکمه شي.

دا دوام لري: «ښاغلي مرډوک ویلي وو چې دا موضوع به حل کړي، خو څرګنده ده چې هغه یې واک نه درلود. د وال سټریټ ژورنال مسؤلې مدیرې، ایما ټوکر ته، هم کارولین لیویټ او هم ولسمشر ټرمپ مستقیم وویل چې دا لیک جعلي دی، خو ایما ټوکر دا نه غوښتل چې واوري. پر ځای یې، دوی بیا هم له یوې دروغجنې، ناوړه او بدناموونکې کیسې سره وړاندې شول. ولسمشر ټرمپ به ژر پر وال سټریټ ژورنال، نیوزکارپ، او ښاغلي مرداک  باندې دعوه وکړي.»

ټرمپ زیاته کړه: «رسنۍ باید دا زده کړي چې رښتیا ووايي، او پر هغو سرچینو تکیه ونه کړي چې ښايي اصلاً موجودې هم نه وي.»

وپلټۍ
پوتین اعلان وکړ چې دوی امریکا او نړیوالو بازارونو ته د تېلو او نفتي توکو رسولو ته چمتو  دي
ټرمپ د نوبل د سولې جایزې پرېکړه 'شرموونکې' وبلله
په روسیه او اوکراین کې د شپنیو بریدونو له امله لږ تر لږه ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي
د تورکیې ولسمشر اردوغان: نړیوالو تړونونو 'خپل اغیزمنتوب له لاسه ورکړی'
جسټین ټروډو : کاناډایان امریکا ته د سفر په اړه جدي اندېښنې لري
د ناټو کلنی اټومي مخنیوي کوونکي پوځي تمرینات به د اکټوبر پر ۱۳مه پیل شي .
پزشکیان په ترکمنستان کې له پوتین سره لیدنه وکړه
نیویارک ټایمز: د ټرمپ اداره د مالي لوجیستیکي ننګونو له امله د سمندر له لارې کډوالو ډیپورتوي
په هند کې د ټاکنیزو اعتراضونو له امله په پلازمینه  نوي ډیلي کې په زرګونو تنه پولیس ځای پر ځای شوي دي
په جرمني کې یو تن افغان وګړی د پولیسو په ډزو ووژل شو .
زیلینسکي: د اوکراین مذاکراتي پلاوی به سبا له ویټکوف او کوشنر سره وویني
د امریکا پوځ پر ایران د نویو بریدونو پلان چمتو کړی دی.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
انګلستان به د اسرائیلو د بندیز امر سربیره په اشغال شوي ختیځ بیت المقدس کې ډیپلوماتیک حضور وساتي
پاکستان د انرژۍ د بحران پر مهال له پیسو نړۍوال صندوق سره د ۱.۲ میلیارد ډالرو په کچه موافقې ته ورسېد