تورکیې د یونان څخه د پوځي پریډ پر مهال د ځینو   "ناوړه" شعارونو په اړه وضاحت غوښتنه وکړه.

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې ویلي دي چې دا پیښه د تورکیې او یونان اړیکو ته جدي زیات رسوي او په هیڅډول  د منلو وړ نده.

/ Reuters

تورکیې په رسمي ډول د یونان د ملي ورځې په مناسبت په اتن کې د یو پریډ په جریان کې د ځینو پوځي پرسونل لخوا د "ناوړه" شعارونو په اړه د وضاحت غوښتنه کړې ده.

عیني شاهدانو راپور ورکړی چې د یونان د خپلواکۍ د ملي ورځې د جشنونو پر مهال ګنشمیر پوځیانو د پریډ په جریان کې د "قبرس د  یونانيانو دی" په څیر شعارونه ورکړل. همداشان  د تورکیې پر خلاف هم ځینې شعارونه وکړ شوي دي .

د تورکیې د بهرنیو چارو وزارت سرچینو ویلي دي چې دا پیښه د سه شنبې په ورځ رامنځته شوې او دا ډول پیښې د  تورکیې او یونان اړیکو ته جدي زیان رسوي او په هیڅډول د منلو وړ ندي.

د سیمه ایزو رسنیو د راپورونو له مخې، د یونان د دفاع وزارت په چټکۍ سره د سمندري ځواکونو قومندانۍ د هغه پیښې په اړه انضباطي تحقیقات پیل کړل چې پکې د یونان د وسله والو ځواکونو ځینو غړو تورکیې او تورکي قبرسیانو ته سپکاوی وکړ.

د یونان اصلي اپوزیسیون ګوند، د راډیکال کیڼ اړخو ایتلاف (SYRIZA) هم دا شعارونه د نه منلو وړ وبلل او د دې موضوع د بشپړې څېړنې غوښتنه یې وکړه.