نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
نیوزیلینډ پر ایران د 'اټومي موافقې نه مراعاتولو' له امله د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګول
د نیوزیلینډ بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز ایران وهڅاوه چې بیا په خبرو اترو کې برخه واخلي او له اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس (IAEA) سره خپله بشپړه همکاري بیا پیل کړي.
نیوزیلینډ پر ایران د 'اټومي موافقې نه مراعاتولو' له امله د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګول
نیوزیلینډ پر ایران د 'اټومي موافقې نه مراعاتولو' له امله د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګول / AP

نیوزیلینډ پر ایران د 'اټومي موافقې نه مراعاتولو' له امله د ملګرو ملتونو بندیزونه بیا ولګول

د نیوزیلینډ بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز ایران وهڅاوه چې بیا په خبرو اترو کې برخه واخلي او له اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس (IAEA) سره خپله بشپړه همکاري بیا پیل کړي.

د نیوزیلنډ د بهرنیو چارو وزیر د جمعې په ورځ وویل چې هېواد به د ایران پر وړاندې د ملګرو ملتونو له ‌خوا تصویب شوي بندیزونه بېرته ولګوي، د دې لپاره چې ایران د خپلو اتومي ژمنو پوره کولو کې پاتې راغلی او د یورانیمو د غني ‌کولو "ناسم او غیر عادلانه" فعالیتونه یې دوام لري.

وینسټن پیټرز په یوه بیان کې وویل: " نیوزیلنډ تل له هرې سرچینې د اتومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ کړی دی. موږ په کلکه له ایران غواړو چې بېرته خبرو اترو ته راستانه شي او د اټومي انرژۍ له نړیوال آژانس (IAEA) سره خپله بشپړه همکاري بیا پیل کړي".

په اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د تطبیق (ایران) مقررات ۲۰۲۵، چې د اکتوبر په ۱۸ نېټه نافذېږي، د دې له امله لګول کېږي چې ایران د ۲۰۱۵ کال د ګډ جامع عمل پلان (JCPOA) له نړیوالو شرطونو سره سم عمل نه دی کړی.

د مقرراتو له مخې به ګڼ محدودیتونه وضع شي، چې پکې د بندیز لګول شوو کسانو د شتمنیو کنګل، د سفر بندیزونه، د ځانګړو اتومي او پوځي توکو د وارداتو او صادراتو بندیز، او له ایران سره په راکړه ورکړه کې د نیوزیلنډیانو د احتیاط دنده شامله ده.

نیوزیلنډ به همدارنګه د هغو نیوزیلنډیانو لپاره د اجباري ثبت یو سیستم رامنځته کړي چې له ایران سره سوداګرۍ ته اراده لري، چې دا به د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه نافذ شي.

دا اعلان وروسته له هغې شوی چې بريتانیې، فرانسې او جرمني هم د ایران د سرغړونو له امله د ملګرو ملتونو بندیزونه بېرته نافذ کړل.

د ایران او امریکا ترمنځ خبرې چې د اپریل په میاشت کې د یوه پراخ اتومي تړون د بېرته راژوندي کولو لپاره پیل شوې وې، د جون په میاشت کې د اسرائیلي بریدونو له امله ودرېدلې، کومو چې د ایران اتومي او پوځي تاسیسات په نښه کړل.

ایران په وار وار دا تور رد کړی چې ګواکې د اتومي وسلو د جوړولو هڅه کوي.

وپلټۍ
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عراقچي له خپلو روسي او پاکستاني سیالانو سره وکتل
اروپايي ټولنه: "پوتین د جګړې د پایته رسولو هوډ نلري او  د وخت ګټلو هڅه کوي"
ولسمشر اردوغان د استانبول  ایا صوفیه تاریخي جومات د عبادت پر مخ د بیا پرانیستل کیدو ۶ کلیزه ولمانځله
په امریکا کې د ټاکنو پر مهال سافټویري تېروتنه؛ سلګونو غیر امریکایي اتباعو رایه ورکړې ده
تورکیه د یورو فایټر جنګي الوتکو په خاطر انګلستان ته د روزنې په موخه لومړني پیلوټان استوي.
اوکرایني ډرون الوتکو د روسیې د  سینټ پیټرزبرګ ښار ته څېرمه پر یو ګودام برید وکړ
له امریکا څخه پر څه باندې ۶۰ هېوادونو د ګمرکي تعرفو نوې څپه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.