نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
پولنډ د روسیې د ډرون الوتکو چې د دوې هوايي حریم ته داخلې شوې وې د ویشتلو نه خبر ورکړ
پولنډ اعلان وکړ روسیې  پر اوکراین د بریدونو پر مهال څو ځله د دوی هوايي حریم د بې پیلوټه الوتکو له خوا نقض شوی دی. د دې په ځواب کې یې د ګواښونو د پېژندلو او له منځه وړلو لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.
پولنډ د روسیې د ډرون الوتکو چې د دوې هوايي حریم ته داخلې شوې وې د ویشتلو نه خبر ورکړ
/ AP

پولنډ اعلان وکړ روسیې  پر اوکراین د بریدونو پر مهال څو ځله د دوی هوايي حریم د بې پیلوټه الوتکو له خوا نقض شوی دی. د دې په ځواب کې یې د ګواښونو د پېژندلو او له منځه وړلو لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.

د پولنډ د وسله والو ځواکونو عملیاتي قوماندانۍ د چهارشنبې په ورځ پر خپلې X پاڼې په خپور کړي یوه بیان کې وویل: " د روسیې فدراسیون  نن په اوکراین کې پر اهدافو د بریدونو پر مهال، زموږ هوايي حریم یو ځل بیا د بې پیلوټه الوتکو سره نقض کړ.

په بیان کې ویل شوي چې پولنډي ځواکونو هوايي حریم ته د ننوتلو دغو ډرونو پر وړاندې وسله کارولې او د راغورځول شویو الوتکو د موندلو لپاره عملیات روان دي.

چارواکو د پودلاسکي، مازوویڅکي او لوبلسکي په سیمو کې، چې پوځي عملیات پکې روان دي، له اوسېدونکو وغوښتل چې له خپلو کورونو څخه بهر نه شي. په غوښتنه کې راغلي: "موږ ټینګار کوو چې پوځي عملیات دوام لري او له خپلو خلکو څخه هیله کوو چې په خپلو کورونو کې پاتې شي."

د پولنډ لومړي وزیر ډونالډ ټسک تایید کړه چې عملیات روان دي او پوځ د دغو ډرون الوتکو پر وړاندې وسله کارولې ده. ټسک وویل چې هغه له ولسمشر کارول ناوروسکي او د دفاع وزیر ولادیسلاو کوسینیاک-کامیش سره په دوامداره توګه په اړیکه کې دی.

د پولنډ د دفاع مرستیال وزیر، سزاري تومچیک وویل چې ناوروسکي او ټسک ته د وضعیت په اړه معلومات ورکړل شوي او له خلکو یې وغوښتل چې د پولنډ د پوځ او پولیسو اعلانونه تعقیب کړي.

هوايي ډګرونه وتړل شول

پولنډ د امنیتي وضعیت له امله د وارسا نړیوال هوايي ډګر، مودلین، لوبلین او ژیشوف-یاسیونکا په ګډون خپل لوی هوايي ډګرونه وتړل.

د هوايي چلند خبرتیاوو تایید کړه چې د عملیاتو پر مهال دغه هوايي ډګرونه د خدماتو پرمخ تړل شوي دي.

د سي‌اېن‌اېن خبریالې کیټلان کولینز د سه‌شنبې په ورځ د راپور له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ته د پولنډ پر فضا د لیدل شویو روسي بې پیلوټه الوتکو په اړه معلومات ورکړل شوي دي.

د امریکا سناتور ډیک ډوربین له دې وړاندې ویلي وو: "د ناټو هوايي حریم څخه د روسي بې پیلوټه الوتکو پرله‌پسې سرغړونې دا په ډاګه کوي چې (ولسمشر) ولادیمیر پوتین د پولنډ او بالتیک هېوادونو د ساتنې لپاره زموږ هوډ ازمايي."

ټسک د تېرې جمعې په ورځ په خپلو څرګندونو کې ژمنه وکړه چې د هوايي حریم د سرغړونو پر وړاندې به "پرېکنده ګامونه" واخلي او ویې ویل چې پولنډ به "د دا ډول لمسونو پر وړاندې خورا قاطع ځواب ووايي."

 

وپلټۍ
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امنیتي اندېښنو له امله په توره بحیره کې د اوکراین په بندرونو کې د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ ودرېد
د ایران ولسمشر پزشکيان او د عراق لومړي وزیر زیدي د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
د هند لومړي وزیر د کانکور ازموینې سوالونو  افشا کوونکو ته د "سمدستي سزا" ورکولو امر وکړ
جاپان هیله ښودلې چې له فلسطین سره نړیوال ملاتړ نور هم زیات شي
د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو د اوکراین پر کړکېچ خبرې وکړې
امریکا په منځني ختیځ کې د جګړې له تودېدو سره پر ایراني پوځي اهدافو نوي بریدونه پیل کړل
په افغانستان ، پاکستان او هند کې د سختو بارانونو له امله د مړو شمېر مخ په زیاتېدو دی.
د یمن د حوثیانو لخوا په سره سمندرګي کې د سعودي عربستان پر ټانکرونو برید
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ممداني له فدرالي حکومت غوښتنه وکړه چې نتانیاهو ونیسي؛ وایي دوی یې د نیولو واک نه لري
د تورکیې د والیبال بریا؛ د ښځو او نارینه وو ملي لوبډلې د ملتونو لیګ (VNL) پایلوبو ته ورسېدې
په سومالیا کې د ترکي پوځیانو د دندې موده د نورو ۲ کلونو لپاره وغځول شوه
د امریکا د دفاع وزیر هیګسټ: له ایران سره د جګړې لګښت "۳۷.۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی"
د روسیې په سویل کې د "وایلدبریز" پر لوجستیکي مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو برید وشو