نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
ممداني  نیویارک ته د امریکا د کډوالۍ د پلي کولو فدرالي ادارې د لاسرسي محدودولو فرمان لاسلیک کړ
د نیویارک ښاروال ممداني  نیویارک ته د امریکا د کډوالۍ د پلي کولو فدرالي ادارې د لاسرسي محدودولو تاریخي اجرایوي فرمان لاسلیک کړ
ممداني  نیویارک ته د امریکا د کډوالۍ د پلي کولو فدرالي ادارې د لاسرسي محدودولو فرمان لاسلیک کړ
ممداني  نیویارک ته د امریکا د کډوالۍ د پلي کولو فدرالي ادارې د لاسرسي محدودولو فرمان لاسلیک کړ / Reuters

د نیویارک ښاروال د کډوالۍ او د بې اسناده کډوالو د پالنې په اړه د پالیسیو پر مهال خپله اسلامي عقیده یاده کړه.

د نیویارک ښاروال زوهران ممداني یو داسې اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې هدف یې د کډوالو د خوندیتوب پیاوړتیا او په ښاري ملکیتونو کې د کډوالۍ د پلي کولو فدرالي ادارې  د اقداماتو محدودول دي.

ممداني دا فرمان د جمعې په ورځ د بېلابېلو ادیانو په یوې ګډې چای ناسته کې اعلان کړ او دا یې د کډوالو ټولنو، د معلوماتو محرمیت او عامه خوندیتوب ته د ښار د ژمنې یو بیا تایید وباله. هغه وویل: "زه داسې یو اجرایوي فرمان لاسلیک کوم چې نه یوازې زموږ د کډوالو نیویارکیانو، بلکې د ټولو نیویارکیانو ساتنه به د کډوالۍ له ناوړه چلند څخه وکړي."

د دې فرمان له مخې، د امریکا د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو اداره (ICE) نشي کولی د قضايي حکم پرته د نیویارک ښار ملکیتونو ته ننوځي. دا پالیسي په ټولو ښاري تاسیساتو، لکه ښوونځیو، سرپناه ځایونو، روغتونونو او پارکینګونو باندې پلې کېږي.

ممداني د کډوالۍ او بې اسناده کډوالو سره د چلند په اړه د خپلې اسلامي عقیدې یادونه وکړه او ویې ویل: "زه خپل دین، اسلام، یو داسې دین ګڼم چې د کډوالۍ پر کیسه ولاړ دی. د هجرت کیسه موږ ته رایادوي چې پیغمبر محمد (صلی الله علیه وسلم) هم یو مساپر و، چې له مکې څخه یې هجرت وکړ او په مدینه کې یې هرکلی وشو."

هغه د قرانکریم د النخل سورت ۴۱م مبارک ایت ته هم اشاره وکړه: "او هغو کسانو چې د الله په لاره کې یې هجرت وکړ، وروسته له هغه چې ظلم پرې وشو، موږ به په یقین سره هغوی ته په دې نړۍ کې یو غوره کور ورکړو."

د غیرقانوني لاسرسي مخنیوی

دا اجرایوي فرمان د شخصي معلوماتو د خوندیتوب تدابیر هم سختوي او فدرالي حکومت ته پرې د غیرقانوني لاسرسي مخه نیسي. ښاروال وویل چې دا اقدام د دې لپاره دی چې اوسېدونکي پرته له کومې وېرې له ښاري خدماتو ګټه پورته کړي. هغه زیاته کړه: "هیڅ نیویارکی باید د خپل کډوالۍ حالت له امله د ماشومانو د پالنې (Child Care) په څېر خدماتو ته له غوښتنلیک ورکولو څخه ونه وېریږي."

سربېره پر دې، دا فرمان له ښاري ادارو غواړي چې د کډوالۍ له چارواکو سره د اړیکو په اړه د ښار له شته قوانینو څخه اطاعت وکړي او په دې برخه کې د خپلو پالیسیو هر اړخیزه څېړنه وکړي. ممداني وویل چې یو بین الوزارتي کمېټه به هم جوړه شي ترڅو د کډوالۍ اړوند بحرانونو پر مهال د ښار په کچه اقدامات همغږي کړي.

 

وپلټۍ
مارکو روبیو د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندېدو لپاره له دندې د استعفا ورکولو پلانونه رد کړل
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د امریکا د کانګرس یو لوړپوړی هئیت به په تورکیه کې د اقلیم په اړه د کوپ ۳۱ په غونډه کې ګډون وکړي
د جرمني یو پیژندل شوی سیاستوال او د یو سیاسي ګوند مشر د هوټل په کوټه کې مړ وموندل شو
منځمهاله ټاکنو کې له سختې ماتې وروسته هیګسېټ د ایران د جګړې پر سر د جمهوري غوښتونکو غصه پارولې
وینس د ۲۰۲۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پیل وړاندې د خپلې سیاسي اډې د پراخولو په لټه کې دی
ټرمپ د هغه د استیضاح په اړه هر ډول  ګواښ رد کړ او ډیموکراتانو ته یې د هغې د تعقیبولو په اړه خبرداری
امریکا یوې فدرالي محکمې د سه شنبې په ورځ افغانستان ته د لسګونو افغان کډوالو د شړلو د ځنډولو حکم وکړ
۸ تنو مسلمانانو د امریکا کانګرس ته لار پیدا کړه
په امریکا کې ډیموکراټانو د استازو جرګې او سنا دواړو ټاکنې وګټلې
چین د چین ، روسیې او امریکا د ولسمشرانو د احتمالي سرمشریزې په اړه د اړیکو نیول تایید کړل.
السعید د امریکا سنا ته د لومړي مسلمان په توګه وټاکل شو
ټرمپ په منځمهاله ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ماتې د ایران له جګړې او د سون توکو له لوړو بیو سره وتړله
ډیموکراتانو په منځمهاله ټاکنو کې د کانګرس د دواړو مجلسونو واک ترلاسه کړ .
کرملین وايي د پوتین، ټرمپ او شي د احتمالي درې اړخیزې ناستې لپاره چمتووالی روان دی
په امریکا کې له ټاکنو مخکې وضعیت: ډیموکراتان په نظرپوښتنو کې د سنا په ټولو ۷ مهمو سیالیو کې مخکې دي.
فرانسه د ناقانونه افغان کډوالو د ډیپورتولو په اړه د طالبانو له حکومت سره خبرې پیلوي
په پاکستان کې وسله والو د پولیو واکسین پر ساتونکو پولیسو برید کړی چې له امله يي ۲ تنه پولیس وژل شوي
د آلمان د کورنیو چارو وزیر لخوا د وروستیو خرابیو پړه پر ګډوالو اچولو سخت غبرګونونه راپارولي دي
امریکا د اوکراین له لارې اروپا ته د روسیې د ګازو رسولو بیا پیلولو وړاندیز کوي: وال سټریټ ژورنال