نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
د کیف ښاروال ویتالي کلیچکو وویل چې د شپې په برید کې د مترو یو تمځای، د استوګنې یوه ۲۵ پوړیزه ودانۍ او یو روغتیايي مرکز په نښه شوي، چې له امله یې یو تن مړ او  درې کسان ټپیان شوي.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.
د کیف د مترو په یو تمځای باندې د روسیې لخوا مرګونی برید شوی دی.

ښاروال ویتالي کلیچکو د دوشنبې په ورځ په ټیلیګرام کې وویل چې د روسیې هوايي برید د شپې لخوا د اوکراین په پلازمېنه کییف کې یوه ښځه ووژله. برید د پلازمېنې په ختیځه غاړه کې د مترو یو تمځای هم په نښه کړ او د استوګنې یوې ۲۵ پوړیزې ودانۍ ته یې زیان ورساوه.

هغه وویل، په دې برید کې غیر استوګنیزې ودانۍ او یو روغتیايي مرکز هم په نښه شوي او په کییف کې درې نور کسان ټپیان شوي دي.

د رویټرز خبري اژانس یوه عیني شاهد په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدلي دي.

ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وویل، له یوې لنډې وقفې وروسته، امریکا یو ځل بیا د مهمو استخباراتي معلوماتو شریکول پیل کړي، ترڅو له اوکراین سره د روسیې د توغندیزو بریدونو په وړاندې په دفاع کې مرسته وکړي. دا معلومات د هغو چټکو توغندیو په اړه د خبرداري ورکولو لپاره مهم دي چې مسکو یې په پرله‌پسې څپو کې توغوي.

زیلینسکي د متحده ایالاتو د سولې له استازو سټیو ویټکوف او جیریډ کوشنر سره وروسته له هغه خبرې وکړې چې دواړو د دې میاشتې په پیل کې کیف ته سفر وکړ. د امریکا اداره هڅه کوي د داسې یوې هوکړې منځګړیتوب وکړي چې جګړه پای ته ورسوي؛ هغه جګړه چې روسیې په ۲۰۲۲ کال کې پر خپل ګاونډي هېواد د یرغل له لارې پیل کړه.

وپلټۍ
په فرانسه کې د ګرانۍ پر ضد لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او درانه زیانونه يي اړولي دي
ټرمپ پر روسیې نوي بندیزونه معاف کړل، په داسې حال کې چې له اوکراین سره یې اختلافات ژور شوي دي
ایران وايي،د تیلو یو لویې ټانکر کښتۍ د  هرمز په تنګي کې له ماین سره تر جنګیدو وروسته اور اخیستی دی
ایران پر سعودي عربستان د حوثیانو په بریدونو کې هر ډول رول او لاس لرل رد کړل
ایران ویلي دي چې په سیمه کې د امریکا له هر ډول شتونه اندېښمن دي.
چین د سپینې ماڼۍ نوې ویاندې ته له پاروونکو څرګندونو وروسته چین ته  د « لا زیاتو سفرونو» بلنه ورکړه
د روسیې ډرون بریدونو د اوکراین په وولین سیمه کې ۳۷۰ زرو کسان د  برېښنا له نعمت څخه محروم کړل.
ګوښه شوي امریکايي جنرال خبرداری ورکړی چې د امریکا د توغندیو دفاعي کمښت ممکن تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي
د اوکراین ډرون بریدونو سره د روسیې د ټیکنالوژۍ سکتور پر وړاندې نوې جبهه پرانیستې ده
یوناما په افغانستان کې د طالبانو لخوا د خپل سرو نیولو او خلکو سره د ناوړه چلند په اړه اندیښنه ښودلې
په امریکا کې پر یوه لومړني ښوونځي په وسله‌وال برید کې ۳ زده‌کوونکي او ۱ ښوونکی وژل شوي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د تورکیې او ګڼشمیر  نورو هېوادونو استازو  د باکو په سرمشریزه کې د اسرائیل پر وړاندې سخت غبرګون وښود
د چین او شمالي کوریا ترمنځ سرحدي پل له ۱۲ کلونو وروسته پرانیستل شو
روسیې یو سویډنی تبعه د پوځي تاسیساتو پر وړاندې د بریدونو د پلانولو په تور نیولی.