پاکستان او تورکیه د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي

د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري، انقرې ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر پای ته ورساوه. په دې سفر کې نوموړي د امنیت، ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د نشه‌يي توکو د کنټرول په برخو کې له تورکیې سره د بنسټیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي

By
پاکستان او تورکیه د امنیتي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کوي / TRT World

دا سفر په داسې حال کې ترسره  کېږي چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي اړیکو د لا ژورولو لپاره پراخې هڅې کوي.

د پاکستان په کورنیو چارو کې د دولت وزیر طلال چودري، انقرې ته خپل دوه ورځنی رسمي سفر پای ته ورساوه. په دې سفر کې نوموړي د امنیت، ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې او د نشه‌يي توکو د کنټرول په برخو کې له تورکیې سره د بنسټیزو همکاریو پر پیاوړتیا د اسلام‌اباد پر ژمنې یو ځل بیا ټینګار وکړ.

چودري د کورنیو چارو وزارت معین او د یاد وزارت د مهمو څانګو مشرانو په ګډون د یو پلاوي مشري کوله. د دې سفر په ترڅ کې، پاکستاني پلاوي د تورکیې د کورنیو چارو وزارت له مرستیال منیر کارال اوغلو او نورو جګپوړو چارواکو سره ګډه ناسته وکړه ترڅو د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزارتونو ترمنځ همغږي زیاته کړي.

دغه پلاوي همدارنګه د تورکیې له پولیسو، د ترهګرۍ ضد مبارزې، کډوالۍ او د نشه‌يي توکو ضد څانګو څخه لیدنه وکړه ترڅو د عملیاتي همکاریو د ښه کولو او د غوره تجربو شریکولو په اړه تفصیلي خبرې وکړي. چودري د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د کورنیو چارو د وزیر محسن نقوي نېکې هیلې هم وړاندې کړې او د سولې او امنیت لپاره یې له تورکیې سره په نږدې همکارۍ ټینګار وکړ.

تورکیې له کلونو راهیسې د هغو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې چې ورسره مخ ده (لکه داعش او PKK)، د ترهګرۍ ضد بریالي اقدامات پلي کړي دي. پاکستان هم چې اوسمهال له داعش او تحریک طالبان پاکستان (TTP) سره په جګړه کې دی، هیله لري چې په دې برخه کې له تورکیې سره خپله تجربه شریکه او پیاوړې کړي.

د تېر کال په جولای میاشت کې، د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د تجارت، دفاع، انرژۍ او پانګونې په برخو کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی و. د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې، د تورکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر هم اسلام‌اباد ته سفر کړی و او هلته یې یادونه کړې وه چې تورکي قراردادیانو په پاکستان کې د ۳.۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت ۷۲ سترې پروژې بشپړې کړې دي. اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ کلنۍ سوداګري ۱.۴ میلیارده ډالرو ته رسېږي او موخه دا ده چې دا کچه ۵ میلیاردو ډالرو ته لوړه شي.