ایا پر ایران د امریکا او اسرائیل جګړه په اټومي جګړې بدلیدای شي؟
منځنی ختیځ
4 د لوستلو دقیقې
ایا پر ایران د امریکا او اسرائیل جګړه په اټومي جګړې بدلیدای شي؟کارپوهان د اتومي جګړې د خطرونو په اړه بېلابېل نظرونه لري، خو استدلال کوي چې ټرمپ او نتنیاهو د اتومي وسلو د کارولو لپاره نږدې غیر محدود واک لري.
ایا پر ایران د امریکا او اسرائیل جګړه په اټومي جګړې بدلیدای شي؟ / TRT World
9 ساعته مخکې

واشنګټن ډي سي — کله چې ډیویډ ساکس، د سیلیکون ویلي مشهور پانګوال او د ټرمپ له خوا د سپینې ماڼۍ د مصنوعي ځیرکتیا او کریپټو برخې مسؤل، خبرداری ورکړ چې که جګړه سخته شي اسرائیل شاید پر ایران د اتومي وسلو کارولو ته پام وکړي؛ دا شاید لومړی ځل و چې یو لوړپوړي امریکايي چارواکي په ښکاره ومنله چې اسرائیل اتومي وسلې لري او په جګړه کې یې کارولی شي.

ساکس، چې یو دودیز دفاعي چارواکی نه دی، دا وړاندیز هم وکړ چې امریکا باید په دې جګړه کې "خپله بریا اعلان کړي او پښې سپکې کړي". ډونلډ ټرمپ د خپل سلاکار دغه حساس بیان ته په غبرګون کې وویل: "اسرائیل به دا کار ونکړي، هغوی به هیڅکله داسې ونکړي."

خو ساکس یوازنی کس نه دی چې په منځني ختیځ کې د اتومي جګړې خبرداری ورکوي. مشهور امریکايي عالم جان میرشایمر له "میډل ایسټ آئي" سره په مرکه کې وویل: "که اسرائیلیان په ایران کې جګړه وبایلي... او پوه شي چې یو اتومي ایران د دوی لپاره خورا خطرناک دی او د عادي وسلو له لارې یې مخه نشي نیولی، نو بیا داسې حالت رامنځته کیږي چې هغوی د اتومي وسلو په اړه فکر کوي. موږ پوهیږو چې په نړۍ کې تر دوی بل هیڅ بې رحمه دولت نشته."

د ایم آی ټي (MIT) پروفیسور تیوډور پوسټول هم اندېښنه ښودلې چې بنیامین نتنیاهو ښايي د وروستي انتخاب په توګه اتومي وسلې ته لاس واچوي، چې دا به د ایران ځوابي برید هم له ځانه سره ولري.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) چارواکي هم د احتمالي اتومي ناورین لپاره تیاری نیسي. د دغه سازمان یوې مسؤلې، حنان بلخي ویلي چې دوی په ایران کې پر اټومي سایټونو د بریدونو اغیزې څاري او د هر ډول اتومي ګواښ په وړاندې "ویښ" دي.

له میز څخه په بشپړ ډول 'بهر' انتخاب
په داسې حال کې چې ایران د "بشپړې بریا" پورې د جګړې هوډ لري او د یورانیمو ذخیرې یې هم زیاتې دي، ځینې تحلیلګران بیا وايي چې دا جګړه به اټومي پړاو ته داخله نشي.

په واشنګټن کې د وسلو د کنټرول ټولنې اجراییوي رییس، ډیریل کیمبال وايي: "زما د ۳۵ کلنې تجربې پر بنسټ، په منځني ختیځ کې د اوسنۍ جګړې لپاره اتومي وسلې هیڅ ځای نلري. که څه هم امریکا او اسرائیل شاید ناهیلي وي چې په عادي بریدونو خپل اهداف نشي ترلاسه کولی، خو بیا هم اتومي برید باید له میز څخه بهر (ناممکن) وبلل شي."

د جګړې په څلورمه اونۍ کې، چې د امریکا او اسرائیل له خوا پر ایران پیل شوې، په سلګونو کسان وژل شوي چې ډېری یې ملکیان دي. د منځني ختیځ بنسټیزه اډاینه (انفراسټرکچر) ویجاړه شوې او د تېلو نړیوال بازار ګډوډ شوی دی. سره له دې چې اسرائیلو د ایران لوړپوړي مشران وژلي او د انرژۍ پر مرکزونو یې بریدونه کړي، خو د ایران جنګي وړتیا لا هم پر ځای ده.

تهران د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو کارولو ته دوام ورکوي او ښودلې یې ده چې کولی شي د هرمز تنګي له لارې د تېلو د لېږد مخه ونیسي، چې دا د نړۍ د تېلو د ۲۰ سلنه صادراتو لاره ده.

په داسې حال کې چې ناټو او اروپايي متحدین په جګړه کې له ښکېلېدو ډډه کوي، ټرمپ هڅه کوي له نظامي فشار او ډیپلوماسۍ دواړو کار واخلي. پاکستان هم په دې برخه کې د منځګړي رول لوبوي او د پاکستان د پوځ د مشر عاصم منیر او ډونلډ ټرمپ ترمنځ په دې اړه خبرې شوې دي.

د اټومي ګواښ بې اغیزي
کیمبال باور لري چې د غیر اتومي هېوادونو پر وړاندې د اتومي وسلو ګواښونه د هغوی د دریځ په بدلولو کې اغیزمن نه دي. خو هغه خبرداری ورکړ چې ټرمپ او نتنیاهو د اتومي وسلو د کارولو لپاره "مطلق او غیر محدود واک" لري او په دې برخه کې د هیڅ قانون تر کنټرول لاندې نه دي.

تر اوسه په دې جګړه کې په ایران کې تر ۱۵۰۰ ډېر او په لبنان کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي. په مقابل کې د ۱۵ اسرائیلي او ۱۳ امریکايي پوځیانو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی.

د نړیوال بحران د ډلې مدیر ریچارډ ګوان وايي چې د اتومي وسلو د کارولو خطر لا هم کم دی، ځکه واشنګټن فکر کوي چې عادي بریدونه یې کار ورکوي. هغه زیاته کړه چې که امریکا اتومي وسله وکاروي، نو له سخت نړیوال غبرګون سره به مخ شي او حتی عربي متحدین به یې هم پر ضد شي. ګوان وايي: "ټرمپ تل له اتومي جګړې وېره درلوده او بعیده ده چې دا لاره غوره کړي."

 

وپلټۍ
په کولمبیا کې د یوې پوځي الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي
ایران د نړۍ د تیلو حیاتي لار د هرمز تنګی په ماینونو د سمبالولو ګواښ وکړ.
ټرمپ پر ایراني برېښناکوټونو پوځي بریدونه وځنډول
متحده عربي امارات : د ایران له لورې راتوغول شوي ۷ بالستیک توغندي او ۱۶ ډرون الوتکې له منځه وړي دي
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر له خلیجي سیالانو سره پر ایران د جګړې د پای ته رسولو پر هڅو بحث وکړ
د نیویارک په لاګارډیا هوايي دګر کې د الوتکې او اطفایې موټر د جنګیدو  له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې
راپور: اسرائیلي سرتېرو په غزه کې یو کلن ماشوم د پلار د اعتراف لپاره شکنجه کړی
اسرائیلو پر ایران د بریدونو نوې څپه پيل کړه
پاکستان بهرنیو چارو وزیر :پاکستان د ترهګرۍ د ناسور د له منځه وړلو لپاره په کلکه ژمن دی
یوې اسرائیلي ښځې توندلاري اسرائیلي وزیر بن ګویر ته: ته نازي یهودي ېې او د ټولو مرګونو مسئول يي
انګلستان : ایران د هند په سمندر کې د انګلستان او امریکا په ګډه پوځي هډې د ۲ توغندیو برید کړی
په قطر کې د چورلکې د سقوط له امله د ۷ تنو سپرلۍ نه د ۶ تنو مړي موندل شوي
هاکان فیدان : که د ایران جګړه لا زیاته پراخه او اوږده شي ، کیدای شي چې خلیج هیوادونه اقدام وکړي
پر اسرائیل د ایران بریدونو کې تر ۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي، نتنیاهو دا 'یوه ډېره سخته شپه' بللې
ولسمشر اردوغان د نوروز په مناسبت د مبارکۍ پیغام خپور کړ.