د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې کیف هیله لري چې سږ کال له روسیې سره د جګړې د حل په اړه په خبرو اترو کې مشخصې پایلې ترلاسه کړي، خو دا چاره تر ډېره له مسکو سره د امریکا پر چلند پورې تړلې ده.
زیلینسکي د چهارشنبې په ورځ په ابوظبي کې د اوکراین او روسیې د مذاکره کوونکو ترمنځ د امریکا په مشرۍ د دوو ورځو خبرو اترو وروسته د ایرلینډ د لومړي وزیر مایکل مارټین سره یوځای خبرې کولې.
زیلینسکي په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «موږ د دغو پراخو بریدونو شاهدان یو. البته، موږ غواړو د روان کال تر پای پورې پایلې ترلاسه کړو او په حقیقت کې موږ به د دې د ترسره کولو لپاره هرڅه وکړو.»
هغه زیاته کړه: «ډېره برخه به نن د امریکا او روسیې د لورو ترمنځ د سبا ورځې د خبرو اترو پر بڼې پورې تړلې وي... زما په باور، د امریکایانو لپاره هم ډېره مهمه ده چې د روان کال په اوږدو کې پایلې ترلاسه کړي، زما په اند، د هغو پېښو په پام کې نیولو سره چې موږ یې شاهدان یو. او زما په نظر، هغوی په رښتیا هم دې کار ته ډېره لېوالتیا لري.»
زیلینسکي وویل، د ۲۰۲۷ کال له پیل څخه مخکې د سولې د ټینګښت لپاره د «فرصت یوه کړکۍ» موجوده ده، خو ټینګار یې وکړ چې لا هم په دې اړه «شکمن» دی.
'سختې لارښوونې'
د امریکا په مشرۍ خبرو اترو، چې له فبرورۍ میاشتې راهیسې لومړنۍ خبرې وې، د جګړې د بندیانو د یوې لویې ډلې د خوشې کولو په اړه هوکړه رامنځته کړه، خو د جګړې د پای ته رسولو لپاره د نورو ګامونو په اړه یې کومې څرګندې او مشخصې پایلې ونه لرلې.
تمه ده چې د امریکا د ولسمشر دوه ځانګړي استازي، سټیو وېټکوف او جېرډ کوشنر، د پنجشنبې په ورځ مسکو ته ولاړ شي او له روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره خبرې وکړي. هغوی به له مسکو څخه ډوبلین ته ولاړ شي، ترڅو هلته له زیلینسکي سره وګوري.
کوشنر وویل چې د دواړو خواوو ترمنځ هیڅ باور نشته مګر د ابوظبي خبرې اترې یې "یو ښه لومړی ګام" وباله.
د اوکراین مذاکره کوونکي ډیویډ ارخمیا وویل، خبرې اترې ستونزمنې وې او د روسیې پلاوی له «سختو لارښوونو» سره خبرو ته راغلی و، خو دغو خبرو د روان کال تر پای مخکې د یوې حللارې ته د رسېدو لپاره «ښه خوځښت» رامنځته کړ.
د روسیې مشر مذاکره کوونکي ولادیمیر مېدینسکي د روسیې دولتي ټلوېزیون ته وویل، د ده په اند له دغو خبرو وروسته د سولې هوکړې ته د رسېدو واټن کم شوی، مګر زیاته یې کړه چې ډېره برخه په اوکراین او د امریکا پر دریځ پورې اړه لري.





















