نړۍ
4 د لوستلو دقیقې
اوکراین له امریکا سره بالاخره  د نایابه معدني زیرمو تړون لاسلیک کړ.
دواړو هېوادونو  چې ددې تړون نه د یو تاریخي فرصت په توګه یادونه کړې ده  دا تړون واشنګټن ته د کیف د نایابه معدني زیرمو ته د لاسرسي اجازه ورکوي. د ویلو ده چې دا تړون د اوږدې مودې جنجالونو او بحثونو نه وروسته لاسلیک شو.
اوکراین له امریکا سره بالاخره  د نایابه معدني زیرمو تړون لاسلیک کړ.
Trump has pressed for a settlement in which Ukraine would give up some territory seized by Russia, which has rejected US-backed overtures for a ceasefire of at least 30 days. / AP

اوکراین له امریکا سره بالاخره  د نایابه معدني زیرمو تړون لاسلیک کړ.

دواړو هېوادونو  چې ددې تړون نه د یو تاریخي فرصت په توګه یادونه کړې ده  دا تړون واشنګټن ته د کیف د نایابه معدني زیرمو ته د لاسرسي اجازه ورکوي. د ویلو ده چې دا تړون د اوږدې مودې جنجالونو او بحثونو نه وروسته لاسلیک شو.

د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ د چهارشنبې په ورځ په یوه ویډیويي پیغام کې وویل: "زه خوښ یم چې د نن ورځې تاریخي اقتصادي تړون د لاسلیک اعلان کوم." هغه دغه تړون "تاریخي" وباله.

کیف وویل چې د خپلو سرچینو د کنټرول ژمنې یې ترلاسه کړې دي.

دواړو خواوو دغه تړون وروسته له هغې لاسلیک کړ چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر اوکراین فشار راوړ چې واشنګټن ته د روسیې د مخنیوي په برخه کې د مرستې لپاره تاوان ورکړي.

د اوکراین یوې جګپوړې چارواکې وویل چې هغې د امریکا-اوکراین د بیا رغونې د پانګونې صندوق د جوړولو تړون لاسلیک کړی، چې دواړو هېوادونو ته به د اقتصادي وړتیاوو د پراختیا او د اوکراین د امنیت په برخه کې مرسته وکړي.

د اوکراین لومړۍ مرستیالې لومړۍ وزیرې  یولیا سویریدینکو په ایکس کې ولیکل: "موږ د امریکا سره یو ځای داسې صندوق جوړوو چې زموږ هېواد ته نړیوالې پانګې راجلب کړي."

"د دې پلي کېدل دواړو هېوادونو ته د مساوي همکارۍ او پانګونې له لارې د اقتصادي وړتیاوو د پراختیا اجازه ورکوي."

"امریکا به دې صندوق ته مرسته وکړي. د مستقیمو مالي مرستو سربېره، دا ممکنه ده چې د هوايي دفاع سیستمونه هم اوکراین ته ورکړي."

اوکراین د طبیعي سرچینو کنټرول ساتي

ټرمپ د اوکراین د معدني شتمنیو غوښتنه کړې وه، چې د نوو ټکنالوژیو لپاره حیاتي اهمیت لري. ټرمپ د امریکا لخوا ددې هیواد سره د روسیې سره د جګړې د پیل راهیسې د کړو پوځي او مالي مرستو په بدل کې ددې هیواد نایابه معدني زیرمو ته د لاس رسي غوښتنه وکړه.

د لومړني ځنډ وروسته، اوکراین دغه تړون د اوږدمهاله امریکايي پانګونې د خوندي کولو لپاره ومنله، ځکه چې ټرمپ هڅه کوي د نړۍ په کچه د امریکا امنیتي ژمنې په پراخه کچه کمې کړي.

په کیف کې، د اوکراین لومړي وزیر ډینیس شمیګال وویل چې دواړه هېوادونه به د بیا رغونې د پانګونې صندوق جوړ کړي، چې دواړه خواوې به ۵۰ سلنه د رایې حق ولري. هغه وویل چې اوکراین د خپلو زیرمو، زیربناوو او طبیعي سرچینو بشپړ کنټرول ساتي.

د اوکراین لپاره د یوې مهمې اندېښنې په ځواب کې، هغه وویل چې اوکراین به د امریکا د میلیاردونو ډالرو وسلو او نورو مرستو لپاره هېڅ ډول "پور" نه ورکوي.

"د صندوق ګټې به یوازې په اوکراین کې بیا پانګونه کېږي."

ټرمپ په اصل کې د ۵۰۰ میلیارد ډالرو معدني شتمنیو غوښتنه کړې وه — چې د امریکا لخوا د جګړې له پیل راهیسې ورکړل شوې مرستې څلور چنده دي.

ټرمپ د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو د وړاندې کولو څخه ډډه کړې او د ناټو سره د یوځای کېدو لپاره د اوکراین هیله رد کړې ده.

خو ټرمپ د چهارشنبې په ورځ وویل چې په سیمه  کې د امریکا شتون به د اوکراین لپاره ګټور وي.

د معدني شتمنیو په برخه کې بډای

د مختلفو اټکلونو له مخې، اوکراین د نړۍ د معدني سرچینو او نایابه عناصرو پنځه سلنه لري.

خو تر اوسه په ډېرو سرچینو کار نه دی پیل شوی او ډېرې سیمې اوس د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.

د فرانسې د جیولوجیکي او کان کیندنې څېړنې ادارې په وینا په ځانګړې توګه، اوکراین د نړۍ د ګرافایټ شاوخوا ۲۰ سلنه لري، چې د برقي بیټرۍ لپاره یو اړین مواد دی.

اوکراین هم د منګنیز او ټایټانیوم لوی تولیدونکی دی، او وايي چې په اروپا کې د لیتیم تر ټولو لویې زیرمې لري.

روسیه د اوکراین په شاوخوا ۲۰ سلنه خاورې کنټرول لري، چې له درې کلونو څخه د زیاتې خونړۍ جګړې په ترڅ کې په زرګونو کسان، په شمول د ملکي وګړو، وژل شوي دي.

 

وپلټۍ
د چین د سیچوان ایالت کې د ودانۍ د دېوال ړنګېدو له امله ۵ کسان وژل شوي
د هند په لویدیځ بنګال ایالت کې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان مړه شوي دي
ټرمپ یو داسې انځور خپور کړ چې د هرمز تنګی د "امریکا د خاورې" په توګه ښيي
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله