تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د عراق په شمال کې د شهید شوو تورکي سرتیرو شمیر ۱۲ تنو ته لوړ شو
د تورکیې د ملي دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د میتان ګازو له امله د شهید شوو سرتیرو شمیره ۱۲ تنو ته لوړه شوه.
د عراق په شمال کې د شهید شوو تورکي سرتیرو شمیر ۱۲ تنو ته لوړ شو
/ AA

د تورکیې د ملي دفاع وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د عراق په شمال کې د ترهګرۍ پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې د میتان ګازو له امله د شهید شوو سرتیرو شمیره ۱۲ تنو ته لوړه شوه.

دغه پېښه د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځته شوه کله چې  د پنجه – چابي عملیاتو  په سیمه کې، د ۸۵۲ مترو په لوړوالي کې یوه  څمڅه  کې  چې د پي ک ک ترهګري سازمان د غړیو لخوا کاریده  پلټنې پیل شوې .

دغه عملیات د هغه سرتیري د پاتې شونو د موندلو لپاره ترسره کېدل چې په ۲۰۲۲ کال کې د PKK ترهګرو لخوا شهید شوی و. د دې ماموریت پر مهال ۱۹ کسان د ګاز له امله مسموم  شول چې له دې ډلې ۱۲ تنه شهیدان شول.

د تورکیې د دفاع وزیر یاشار ګولر د جګپوړو پوځي قوماندانانو سره یو ځای سیمې ته سفر وکړ ترڅو د پېښې ځای وڅېړي او د شهیدانو د وداع مراسمو کې ګډون وکړي.

وزارت په خپل بیان کې وویل: "موږ د خپلو شهیدانو کورنیو، د تورکیې وسله والو ځواکونو او زموږ سپېڅلې ملت ته خپله ژوره خواخوږي وړاندې کوو، او نورو سرتیرو ته د عاجلې شفاء غوښته کوو.

PKK چې د تورکیې، امریکا او اروپایي اتحادیې لخوا د ترهګرې ډلې په توګه پېژندل شوې، د څلورو لسیزو راهیسې د تورکیې پر وړاندې خونړۍ جګړه پیل کړې ده.

د دوامداره ګواښونو په ځواب کې، تورکیې په ۲۰۲۲ کال کې د عراق په شمال کې د پنجې – چابي  په نوم عملیات پیل کړل چې د شمالي عراق په میتینا، زاپ او آواشین-باسیان سیمو کې د PKK پټنځایونه په نښه کوي.

دغه ترهګره ډله اکثره د شمالي عراق څخه د تورکیې پر وړاندې د بریدونو د پلان او ترسره کولو لپاره کار اخلي.

د تورکیې چارواکو په وار وار ټینګار کړی چې د انقرې اقدامات د ملګرو ملتونو د منشور د ۵۱ مادې سره سم دي، چې د وسله والو بریدونو په صورت کې د ځان د دفاع حق ورکوي. سربېره پر دې، د تورکیې او عراق ترمنځ دوه اړخیزې هوکړې تورکیې ته اجازه ورکوي چې د عراق په خاوره کې د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړي.

وپلټۍ
تورکیه او کاناډا د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ هدف لري.
ټرمپ: له ایران سره هېڅ ډول مذاکرات  روان ندي، ډېر ژر به مهم پرمختګونه وشي
امریکا په خلیج هیوادونو کې د خپلو سفارتخانو څخه د ډیپلوماټانو او د هغوې د کورنیو د ویستلو امر کړی
د تورکیې ولسمشر او د بلغاریا لومړي وزیر د تور سمندرګي د امنیت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې
نیویارک ټایمز: امریکا او اسرائیل له ټاکنو وروسته پر ایران د بریدونو پلانونه تر بحث لاندې نیسي
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران ویلي دي چې ډیر ژر به خپل یو نوی بم چې د ټولو بمونو پلار بلل کیږي نندارې ته وړاندې کړي
د خلیج هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثي یاغیانو د بریدونو په ترڅ کې فوق العاده غونډه وکړه
ولسمشر اردوغان: «هغه جنایتکاران چې د ماشومانو له وژلو خوند اخلي، په هیڅ ځای کې پټیدلی نشي
د قطر امیر او مکرون په دوحه کې د دفاعي همکاریو او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه خبرې اترې وکړې
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
روسیې اوکراین ته د جګړې او جاسوسۍ په تور د جرمني د یو وګړي د نیولو نه خبر ورکړی دی.
په فرانسه کې د یوې جنګي الوتکې د سقوط له امله د الوتکې پیلوټ ژوند د لاسه ورکړی دی.
ټرمپ : د کانګرس غړې الهان عمر د ډیپورت سربیره ممکن د بند د سزا سره هم مخ شي
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»