د غزې جګړه
2 د لوستلو دقیقې
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
یو روغتون خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د غزې په مرکزي برخه کې د سهار له سپېدې مخکې د اسرائیلو په هوایي برید کې د یوې فلسطینۍ کورنۍ درې غړي، چې یو کلن ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي
د غزې روغتون وايي د اسرائیلو په برید کې د یوه ماشوم په ګډون درې تنه وژل شوي دي

په غزه کې د تېر اکتوبر له میاشتې راهیسې اوربند نافذ دی، خو اسرائیل هره ورځ پر غزې بریدونو ته دوام ورکوي.

یو روغتون خبر ورکړی چې د یکشنبې په ورځ د غزې په مرکزي برخه کې د سهار له سپېدې مخکې د اسرائیلو په هوایي برید کې د یوې فلسطینۍ کورنۍ درې غړي، چې یو کلن ماشوم هم پکې شامل دی، وژل شوي دي.

غزه لا هم د اسرائیلو د ورځنیو بریدونو لاندې ده، سره له دې چې له اکتوبر میاشتې راهیسې رسمي اوربند شتون لري، خو اسرائیل د دغه اوربند سرغړونې ته دوام ورکوي.

په "دیر البلح" کې د الاقصی شهدا روغتون ویلي چې دوی ته د یوې جوړې (ښځه او مېړه) او د هغوی د یو کلن ماشوم جسدونه وروسته له هغه وروړل شول چې د اسرائیلو یو برید د "نصیرات" په کمپ کې د استوګنې پر یوه اپارتمان وشو. روغتون ویلي چې په دې پېښه کې شاوخوا ۱۰ نور کسان ټپیان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ تر اوسه په دې اړه سمدستي څه نه دي ویلي.

د غزې د روغتیا وزارت په وینا، د اکتوبر د ۱۰مې له اوربند راهیسې لږ تر لږه ۸۹۰ فلسطینیان وژل شوي دي؛ دا هغه ارقام دي چې ملګري ملتونه یې باوري بولي. د اسراییلو پوځ وایي چې په همدې موده کې یې پنځه سرتېري وژل شوي دي.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې په خپلې نسل وژونکې جګړه کې، اسرائیلو له ۷۲،۰۰۰ څخه ډېر فلسطینیان (چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي) وژلي، تر ۱۷۲،۰۰۰ ډېر نور یې ټپیان کړي او ۹۰ سلنه ملکي زیربناوې یې ویجاړې کړې دي.

 

وپلټۍ
ایران وايي توغندي یې چمتو دي؛ پر بیروت د اسرائیلو ګواښونو د اوربند په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي
د څو مهمو خبرونو غور چاڼ
پاکستان وايي چې هند د اوبو د تړون له ځنډولو  وروسته د اوبو نه د  'وسلې' په توګه کار اخلي
د تازه اوربند سره سره  اسرائیلو  د لبنان په سویل  د ډرون الوتکې سره برید وکړ
د ایران ستر مذهبي مشر په هیواد کې  مخالفینو ته سخت  خبرداری ورکړ
په غزه کې د اوربند سرغړونې دوام سره د اسرائیلو په بریدونو کې نهه کسان وژل شوي
په چیلي کې د زده کونکو لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، لسګونه کسان ټپیان شول
کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اټومي وړتیاوو د "فوق العاده" پراختیا ژمنه وکړه
په کریمیا کې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې په برید کې درې کسان ووژل شول
د اروپا پوځي مرستې د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) سکتور لا پسې پیاوړی او چټکوي.
پنټاګون: یو امریکایي سرتیری د عراق په اربیل کې په یوې "روزنیزې پېښې" کې ژوند د لاسه ورکړ
ټرمپ: له ایران سره د سولې تړون ښایي 'د اونۍ په پای کې' وشي
د مهمو خبرونو غور چاڼ
ټرمپ تاييد کړه چې په ټيليفوني اړيکه کې پر نتنياهو غوسه شوی
بحرین وایي چې د ایران هغه توغندي او بې ‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې چې «ملکي هدفونه» یې په نښه کول