نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
د انګلستان په پارلمان کې د کارګر ګوند یو زیات شمیر غړیو وکیلانو  د سټارمر څخه د استعفا غوښتنه وکړه
د راپورونو له مخې د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود د هغو څلورو وزیرانو په ډله کې ده چې له لومړي وزیر څخه یې وغوښتل چې د ډاونینګ سټریټ څخه د استعفا لپاره د مهال ویش په اړه غور وکړي.
د انګلستان په پارلمان کې د کارګر ګوند یو زیات شمیر غړیو وکیلانو  د سټارمر څخه د استعفا غوښتنه وکړه
د انګلستان په پارلمان کې د کارګر ګوند یو زیات شمیر غړیو وکیلانو  د سټارمر څخه د استعفا غوښتنه وکړه / AA

د برېتانیا لومړی وزیر کییر سټارمر د کارګر ګوند دننه له زیاتېدونکي فشار سره مخ دی، وروسته له هغې چې شاوخوا ۷۰ د پارلمان غړو د هغه د استعفا غوښتنه کړې او یا یې ترې غوښتي چې د خپلې استعفا لپاره مهالوېش اعلان کړي.

دا زیاتېدونکې ناخوښي په ټوله بریتانیا کې د کارګر ګوند لپاره د سختو ټاکنیزو پایلو وروسته رامنځته شوې، او لوړپوړو څېرو د سټارمر په مشرۍ د ګوند لارښوونې تر پوښتنې لاندې راوستې.

سټارمر ومنله چې د هغه حکومت تېروتنې کړې دي، خو ټینګار یې وکړ چې حکومت “لویې سیاسي پرېکړې سمې کړې دي.” هغه همدارنګه ژمنه وکړه چې “شک کوونکي” به ناسم ثابت کړي، په داسې حال کې چې د هغه د راتلونکې په اړه اټکلونه زیات شوي دي.

د ټایمز په وینا، د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود د لږترلږه څلورو وزیرانو په ډله کې ده چې په شخصي توګه یې له لومړي وزیر څخه غوښتنه کړې چې د دندې څخه  څخه د استعفا لپاره د مهال ویش په اړه غور وکړي.

دا فشار د کارګر ګوند لپاره د یو لړ زیان رسوونکو ټاکنو د ماتې وروسته راځي.

په ویلز کې، ګوند د سینیډ په ټاکنو کې تاریخي ماتې سره مخ شو، پداسې حال کې چې په سکاټلینډ کې د سکاټلینډ ملي ګوند د سکاټلینډ په پارلمان کې د پنځم پرله پسې دورې لپاره واک وساته.

دغه ټاکنې چې په سکاټلنډ، وېلز او د انګلستان په ۱۳۶ سیمه‌ییزو ادارو کې ترسره شوې، د ۲۰۲۴ کال په عمومي ټاکنو کې د کارګر ګوند د پراخې بریا راهیسې ترټولو لویه ټاکنیزه ازموینه وه.

له بلې خوا، د انګلستان د ښي اړخه اصلاحاتو ګوند هم خپل وروستي پرمختګ ته دوام ورکړ، له ۱،۴۵۰ څخه زیاتې شورا څوکۍ یې وګټلې او د تېر کال د سیمه ‌ییزو ټاکنو لاسته راوړنې یې نورې هم پیاوړې کړې.

سټارمر، چې ۶۳ کلن دی، د ۲۰۲۴ کال د جولای په میاشت کې د پراخې بریا وروسته واک ته ورسيد، هغه بریا چې د محافظه‌ کار ګوند ۱۴ کلنه واکمني یې پای ته ورسوله — یو دوره چې د سپما تګلارو، د بریکسیت پر سر دننه اختلافاتو او د کووېډ-۱۹ پر ځوابونو له امله نښه شوې وه.

خو هغه له یوې پالیسۍ تېروتنې څخه بلې ته مخه کړې، او په واشنګټن کې د انګلستان د سفیر په توګه د پیټر منډیلسن د ټاکلو او ګوښه کولو په رسوایۍ کې ښکیل شو، وروسته له هغه چې د جنسي مجرم جیفري اپسټین سره د سفیر د اړیکو په اړه افشا شول.

وپلټۍ
امریکا افشا کړه چې د ایران پر ضد پوځي بریدونو کې د ماسک 'ګروک' (Grok) مصنوعي ځیرکتیا کارول شوی
امریکا او ایران ترمنځ سولې تړون سره سره د اسرائیل پوځ په لبنان کې اوږدمهاله اشغال ته چمتووالی نیسي
چین د اروپايي ټولنې هغه ادعا رد کړه چې ګواکې چینايي پوځ روسي پوځیانو ته روزنه ورکوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د امریکا او ایران ترمنځ د هوکړې هرکلی وکړ
ټرمپ: د هرمز تنګی به د جمعې له ورځې څخه 'په بشپړه توګه پرانیستل شي'
اسرائیلي غیرقانوني میشتو په اشغال شوي لویدیځه غاړه کې ام صفا ته د اوبو  یوازینۍ نللیکه ویجاړه کړه
د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر بن ګویر د ویزې د ستونزو له امله امریکا ته خپل کورنی سفر لغوه کړ.
عراقچي: د لبنان د جګړې پای ته رسېدل د ایران د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یو مهم شرط دی
اوکراین د روسیې له بریدونو وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بیړنۍ غونډې غوښتنه وکړه
د تورکیې په پلازمینه انقره کې یو نوی هوايي ډګر پرانیستل شو.
د جنوبي کوریا KF-21 جنګي الوتکې د الوتنې د خوندیتوب سند ترلاسه کړ
د امریکا د هوايي ځواکونو اړوند یوې (بي ۵۲ ) بم غورځوونکې الوتکې سقوط وکړ.
امریکا ویلي دي د ایران د سولې د هوکړې له مخې د هرمز تنګی باید بې محصوله پرانیستل شي
تورکیه د امریکا او ایران د هوکړې هرکلی کوي؛ فیدان د تخریبي هڅو پر وړاندې د بیدارۍ غوښتنه وکړه
روسیې پر اوکراین له وژونکو بریدونو وروسته پر صومعې د برید تورونه رد کړل