د اردن په سویل کې د یوې کلیسا دننه په وسله وال برید کې لږ تر لږه اوه کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۰ نور ټپیان دي.
یوې امنیتي سرچینې دولتي تلوېزیون «المملکه» ته ویلي، دوو نامعلومو وسله والو د جمعې په ورځ د 'کرک' ولایت په 'حمود' (Hammoud) کلیسا کې دننه ډزې وکړې. دې سرچینې زیاته کړه چې د ځینو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
د 'پترا' په نوم د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، د اردن د عامه امنیت ریاست تایید کړې چې په دغه برید کې ګڼ شمېر کسان وژل شوي او ټپیان دي.
پترا اژانس راپور ورکړی: "چارواکي د شکمنو کسانو په لټه کې دي او هغوی تعقیبوي."
یوه عیني شاهد المملکه تلوېزیون ته ویلي چې وسله وال په یوه موټر کې راغلل او له تېښتې وړاندې یې پنځه دقیقې پرله پسې ډزې وکړې.
شاهد وویل چې د برید پر مهال د کلیسا دننه او شاوخوا کې له ۱۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې کسان موجود وو. هغه زیاته کړه چې د ډېری قربانیانو عمرونه د ۵۰ او ۷۰ کلونو ترمنځ دي.
د حکومت د اړیکو وزیر محمد المومني وویل چې امنیتي ځواکونه په څېړنو بوخت دي او د جزیاتو له ترلاسه کېدو سره سم به تایید شوي معلومات له خلکو سره شریک کړي.
کرک په دغه سلطنتي هېواد کې د یوې لویې عیسوي ټولنې مېشت ځای دی.






















