اردوغان : د تورکیې سره میاشت په غزه کې د فسلطینیانو ترڅنګ ولاړه ده

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د تورکیې سره میاشت د ۲۰۲۳ کال د  اکتوبر د ۷مې،  راهیسې د اسرائیلو د بریدونو له پیل څخه په غزه کې د  فلسطینیانو ترڅنګ ولاړه ده.

/ AA

اردوغان د دوشنبې په ورځ په انقره کې د تورکیې د سره میاشت د عمومي غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې دغه اداره د دې سختو حالاتو پر مهال د غزې خلک یوازې نه دي پرېښي.

هغه زیاته کړه: "موږ تل د تورکیې سره میاشت یوازې زموږ په هېواد کې نه، بلکې په ټولو کړکېچنو سیمو کې په لومړۍ کرښه کې لیدلې ده. دې ادارې زموږ د هېواد د مرستې لاس هغو خلکو ته غځولی چې په فلسطین، سوریه، سومالیا، افغانستان، بوسنیا، عراق او نورو ډېرو ځایونو کې د جګړو له امله اغېزمن شوي دي.

دې ادارې د وباګانو، طبیعي افتونو او محرومیتونو په سیمو کې چېرته چې زموږ د هېواد مرسته اړینه وه، ځواب ویلی دی. دې ادارې  د کډوالو، بې وزلو، قربانیانو او مظلومانو ژوند ته لاسرسی کړی دی. په بل عبارت، هر ځای چې سترګې د سره میاشت په لټه کې وې، د تورکیې سره میاشت هلته د خپلو ټولو امکاناتو او سرچینو سره موجوده وه."

د اکتوبر ۲۰۲۳ راهیسې په غزه کې د اسرائیلو د وحشیانه بریدونو له امله تر ۵۲،۵۰۰ زیات فلسطینیان، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

د نړیوالې جنایي محکمې په نوامبر کې د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او د هغه د پخواني دفاع وزیر یوآف ګالانت پر وړاندې د جګړې جرمونو او د بشریت پر وړاندې د جرمونو په تور د نیولو حکمونه صادر کړل.

اسرائیل د غزې په تړانګه کې د جګړې له امله د نړیوالې محکمې لخوا د نسل وژنې د قضیې سره هم مخ دی.

د تورکیې سره میاشت د ۲۰۲۵ د لوی اختر کمپاین پیل کړی ترڅو په ترکیه، غزه، فلسطین او ۲۲ نورو هېوادونو کې د اړتیا وړ خلکو ته د قربانۍ غوښه ورسوي.