نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د نړۍ په کچه مشهورې سندر غاړې دوا لیپا د فلسطین پلوه دریځ له امله خپل یهودي منیجز له دندې ګوښه کړ
د پاپ موسیقۍ نړیوالې ستورې دوا لیپا له خپل اوږدمهاله یهودي منیجز، ډیویډ لیوي، سره وروسته له هغې اړیکې پرې کړې، چې هغه د "کنيکېپ" په نوم د ایرلنډي رپ ډلې په ګلسټونبري فستیوال کې د هنر ښودلو د مخنیوي لپاره د یوه بدناموونکي کمپاین تر شا وپېژندل شو.
د نړۍ په کچه مشهورې سندر غاړې دوا لیپا د فلسطین پلوه دریځ له امله خپل یهودي منیجز له دندې ګوښه کړ
/ AFP

د نړۍ په کچه مشهورې سندر غاړې دوا لیپا د فلسطین پلوه دریځ له امله خپل یهودي منیجز له دندې ګوښه کړ

د پاپ موسیقۍ نړیوالې ستورې دوا لیپا له خپل اوږدمهاله یهودي منیجز، ډیویډ لیوي، سره وروسته له هغې اړیکې پرې کړې، چې هغه د "کنيکېپ" په نوم د ایرلنډي رپ ډلې په ګلسټونبري فستیوال کې د هنر ښودلو د مخنیوي لپاره د یوه بدناموونکي کمپاین تر شا وپېژندل شو.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، لیوي په یوه افشا شوي "شخصي او محرم" لیک لومړنی لاسلیک کوونکی و چې د فستیوال بنسټګر مایکل ایویس ته استول شوی و، او په هغه کې یې ترې غوښتي وو چې د فلسطین پلوې رپ ډله "کنيکېپ" د ادعا شویو سیاسي اړیکو له امله له فستیوال څخه وباسي.

کله چې دا لیک افشا شو، دوا لیپا دې ته اړ شوه چې له لیوي سره خپلې مسلکي اړیکې پای ته ورسوي.

د موسیقۍ صنعت یوې داخلي سرچینې ورځپاڼې ته ویلي چې دوا "ډاډ ترلاسه کړی چې ډیویډ لیوي نور د هغې موسیقي نه تولیدوي." سرچینې ټینګار کړی چې دا هنرمنده په ښکاره توګه د فلسطین پلوې ده او داسې یو منیجر نشي زغملی چې د فشار له دا ډول تاکتیکونو سره همغږی وي.

د ګرامي جایزې ګټونکې دې سندرغاړې له اوږدې مودې راهیسې د فلسطینیانو د حقونو ملاتړ کړی دی.

تېر کال په مې میاشت کې، هغې د خپل ۸۸ میلیونه څارونکو لرونکي انسټاګرام پاڼې له لارې په غزه کې د اسرائیلو نسل وژنه وغندله، او په هغو لاریونونو کې یې هم ګډون کړی چې په دې جګړه کې یې د بریتانیا پر ښکېلتیا نیوکې کولې.

د دې لیک سربېره، "کنيکېپ" ډلې د جولای په میاشت کې په ګلسټونبري کې خپله ننداره وړاندې کړه. پولیسو د لنډې مودې لپاره شکایتونه وڅېړل خو وروسته یې د کوم جرم د شواهدو د نشتوالي له امله دوسیه وتړله. دې ډلې دا څېړنې "د سیاسي پولیسو له لوري ډارول" وبلل.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې، اسرائیلو په غزه کې نسل وژنه پیل کړې، چې تر دې دمه یې نږدې ۶۵،۳۰۰ فلسطینیان وژلي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

دغو سختو بریدونو په سلګونو زره کسان بې ځایه کړي او پر بشري مرستو لګول شوي بندیز له امله لږ تر لږه ۴۴۲ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې په کې ۱۴۷ ماشومان هم شامل دي.

وپلټۍ
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
د سکانډیناویا هوایي شرکت  اسرائیل ته د الوتنو د بیا پیلولو پلان لغوه کړ
په پاکستان کې د یوه جومات ترڅنګ چاودنه شوې چې له امله يي ۱۵ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر ټپیان دي
اوکراین وايي، د روسیې د بې پیلوټه الوتکې له برید وروسته د تنزانیا بیرغ لرونکې بیړۍ کپتان ووژل شو
روسيې او اوکراين په متقابلو بریدونو کې حساسې نقطې په نښه کړې
کانادا د بریتانیا په مشرۍ د مشترک بهرنیو عملیاتو په ځواکونو کې د غړیتوب غوښتنه وکړه
ترامپ: ایران په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکه نیولې او غواړي تړون وکړي
زیلینسکي روسیه په وروستیو اونیو کې یې دوه ځلې د هغه د الوتکې د ويشتلو په هڅې تورنه کړه.
د اروپايي ټولنې مشرې کاناډا ته د «ملګري غړي» پېشنهاد وکړ
پر منځني ختیځ کې د امریکا پر اډو د ایران له بریدونو وروسته د پراخو زیانونو راپور ورکړل شوی
د امریکا د استازو جرګې پر ایران د بریدونو د بندولو طرحه تصویب کړه
د امریکا په لاس انجلس ښار کې یوې چورلکې سقوط وکړ او وروسته يي اور واخیست.
جرمني اټکل کوي چې د  روسیې د هیبریډي بریدونو هدف په توګه به پاتې شي.
پنټاګون:ایران پر خلاف د علمیاتو لګښت له ۳۳ میلیاردو ډالرو څخه اوښتی او د مهماتو کمښت يي رامنځته کړی
په یونان کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ ډوبېدو له امله ۱ کس مړ او ۲۵ نور لا درکه شوي دي.
روسیه: د اوکراین په لوېدیځو سیمو کې مو د اوسپنې پټلۍ پر زېربناوو بریدونو کړي دي.
ټرمپ له ۲۵ کلونو وروسته د سېپټمبر ۱۱مې پیښه د ایران  له جګړې سره وتړله
پوټین د اوکراین خاوره کې د اروپايي پوځیانو احتمالي ځای پر ځای کول «له روسیې سره جګړه» وبلله.