اقتصاد
2 د لوستلو دقیقې
په استانبول کې د ځوانو سوداګرو نړیواله کنګره  ترسره شوه
د ولسمشرۍ ماڼۍ د پانګونې او مالي دفتر مشر وویل چې دولت د خپلو ټولو امکاناتو او پالیسیو سره د متشبثینو تر څنګ ولاړ دی او زیاته یې کړه: "یوازې په ۲۰۲۵ کال کې پدې هیواد کې د ټیکنالوژۍ په لومړنیو پیلونو کې نږدې ۷۰۰ میلیونه ډالره پانګونه شوې ده
په استانبول کې د ځوانو سوداګرو نړیواله کنګره  ترسره شوه
UGİK / TRT

د ځوانو سوداګرو نړیواله کنګره  چې په هرو دوو کلونو کې د ځوان سوداګرو د شورا  لخوا تنظیمیږي، د "راتلونکی: نن دی" تر شعار لاندې پیل شوه. په پرانیستونکې وینا کې ډاغلي اوغلو، د مستقل صنایعګرانو او سوداګرو د شورا عمومي رئیس برهان اوزدمیر، د مستقل صنایعګرانو او ځوانو سوداګرو د شورا رئیس معصوم اوستا او د ځوانو سوداګرو د نړۍوالې کانګرې  اجرایوي رئیس عمر فاروق چلیک ګډون کړی و.

د پانګونې او مالي دفتر د مشر وینا:

بوراک ډاغلي اوغلو دې ته اشاره وکړه چې د بې ثباتۍ په چاپیریال کې کار کول او لاره موندل د هر چا کار نه دی. هغه وویل: "موږ داسې شخصیتونو ته اړتیا لرو چې رهبري وښیې. څوک په بې ثباتۍ کې د تګ جرات لري؟ تر ټولو مهم متشبثین دي. متشبث باید یوازې د سوداګر په توګه ونه پیژندل شي؛ زموږ ولسمشر په سیاست او ډیپلوماسۍ کې د متشبث تر ټولو لویه بیلګه ده."

د د مستقل صنایعګرانو او سوداګرو د شورا د عمومي رئیس څرګندونې:

د د مستقل صنایعګرانو او سوداګرو د شورا عمومي رئیس اوزدمیر وویل چې د عرضې ځنځیرونه مات شوي او د ځواک توازن تغیر کړی دی. هغه ټینګار وکړ چې د ځوانو سوداګرو دنده یوازې د شرکتونو جوړول نه دي، بلکې د نوي ټولنیز ماډل او فکر رامنځته کول دي. هغه زیاته کړه: "نن ورځ جرات د اخلاقي پاتې کیدو، لنډمهاله ګټو ته د 'نه' ویلو او د یو ډیر عادلانه سیسټم لپاره د هڅو په معنی دی."

د ځوان  مستقل صنایعګرانو او سوداګرو د شورا د رئیس پیغام:

د ځوان  مستقل صنایعګرانو او سوداګرو د شورا رئیس معصوم اوستا وویل چې په سوداګریزه نړۍ کې ریښتینی توپیر هغه څوک رامنځته کوي چې ښه اوریدونکي وي. هغه وویل: "د اوریدلو ډیسپلین د مشرتابه یو عضلات دی. که ونه کارول شي، ضعیف کیږي." هغه د نوي نسل د استعدادونو ستاینه وکړه خو یادونه یې وکړه چې د هغوی تر ټولو لویه نیمګړتیا بې صبري ده.

وپلټۍ
متحده عربي اماراتو ملي تېلو شرکت«اډنوک» اعلان وکړ چې یوه بېړۍ یې په هرمز تنګي کې تر برید لاندې راغلی
د حوثیانو له خوا توغول شوی یو کروز توغندی د ریاض په سیمه کې له منځه یوړل شو
د روسیې په کېمېروو سیمه کې د یوې پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو له امله ۱۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ایران پوځ په کویټ کې د امریکا په هوايي اډه کې د پېټریوټ دفاعي سیسټمونو د ویشتو ادعا وکړه.
امریکا د ایران پر قیشم ټاپو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ټرمپ: د روسیې او اوکراین جګړه حل ته «ډېره نږدې» شوې ده
په ټوله اروپا کې د امریکا سفارتونو  خپلو اتباعو ته د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرداری ورکړ
د پاکستان د پوځ مشر له ایران سره د 'نږدې همغږۍ' غوښتنه وکړه
غیرقانوني اسرائیلي ښارګوټو اوسیدونکو  یوه فلسطینۍ ښځه ووژله او ۱۰ نور یې ټپیان کړل
د فنلنډ ولسمشر تورکیه د اروپا یو مهم امنیتي لوبغاړی او د ناټو نه بېلېدونکی متحد وباله.
سعودي شرکت په پاکستان کې د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د انرژۍ زېربناوو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړه
د منګولیا ولسمشر ویلي د فساد له تورونو وروسته به استعفا وکړي او ژمنه یې وکړه چې خپل نوم به پاک کړي.
د عراق پارلماني پلټنو په «جرف الصخر» کې د تېلو د قاچاق شواهد افشا کړل
فیدان وايي تورکیه باید د سیمه‌ییز اتصال د پیاوړتیا مشري پر غاړه واخلي