د تورکیې ، ایټالیا او لیبیا درې اړخیزه سرمشریزه په استانبول کې جوړه شوه.

ایټالیا د غیر منظمو کډوالو د جریان په مدیریت کې د تورکیې د همکارۍ ستاینه وکړه او پایلې یې "عالي" وبللې.

/ AA

د تورکیې ، ایټالیا او لیبیا درې اړخیزه سرمشریزه په استانبول کې جوړه شوه.

ایټالیا د غیر منظمو کډوالو د جریان په مدیریت کې د تورکیې د همکارۍ ستاینه وکړه او پایلې یې "عالي" وبللې.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د ایټالیا لومړۍ وزیرې جیورجیا میلوني، او د لیبیا لومړي وزیر عبدالحمید ډبیبه سره په استانبول کې ولیدل ترڅو پر ګډو ننګونو د ګډو اقداماتو په اړه بحث وکړي، چې د غیر منظم کډوالي موضوع  ددې سرمشریزې تر ټولو مهمه مسئله وه.

د ایټالیا لومړۍ وزیرې میلوني په دې برخه کې "د  تورکیې سره د همکارۍ نه  ترلاسه شوې عالي پایلې" وستایلې، او د تورکیې له همکارۍ څخه د زده کړل شویو درسونو د پلي کولو لپاره یې د لیبیا د کډوالۍ د مدیریت له هڅو څخه د ملاتړ په موخه لیوالتیا څرګنده کړه.

د ایټالیا حکومت له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي: "په دې چوکاټ کې، لومړۍ وزیرې میلوني له خپلو همکارانو سره د انسانانو د قاچاق وړونکو د نړیوالو جنایي شبکو سره د مبارزې، د غیر منظمو خوځښتونو د مخنیوي لپاره د کار د ښه والي، او د لیبیا د کډوالۍ د فشارونو په مدیریت کې د ملاتړ په اړه خبرې وکړې."

همدارنګه مشرانو د لیبیا یووالي، خپلواکۍ او سیاسي ثبات ته خپله ژمنتیا بیا تایید کړه. میلوني د ملګرو ملتونو په ملاتړ د یوې سیاسي پروسې لپاره چې خپله لیبیایان یې مشري کوي، خپل ملاتړ څرګند کړ، چې موخه یې د باوري ټاکنو لپاره د شرایطو رامنځته کول دي.

درې واړو مشرانو  موافقه وکړه چې په تخنیکي کچه خبرې بیا پیل کړي ترڅو په یوه روښانه ټاکل شوې موده کې د پلي کیدو لپاره مشخص ګامونه په ګوته کړي.

د تورکیې د عامه  اړیکو ریاست د مدیترانې په اوږدو کې د سیمه ایزو ننګونو، په ځانګړي ډول غیر منظمې کډوالۍ سره د مقابلې لپاره د درې اړخیزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.