تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د بریتانیا لومړی وزیر سټارمر د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی
د بریتانیا د لومړي وزیر کییر سټارمر په مشرۍ یو جګپوړی هیئت د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی.
د بریتانیا لومړی وزیر سټارمر د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی
د بریتانیا لومړی وزیر سټارمر د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی / AA

د بریتانیا لومړی وزیر سټارمر د رسمي سفر په ترڅ کې تورکیې ته راغی

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د برتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر ته  په پلازمینه انقره کې رسمي مراسمو په ترڅ کې هر کلی ووایه.

د تشریفاتو سپرو ډلو د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته پر سړک د برتانیا د لومړي وزیر سټارمر رسمي موټر ته هرکلی ووایه او تر پروتوکول دروازې پورې یې بدرګه کړ.

ولسمشر اردوغان د ماڼۍ په اصلي دروازه کې سټارمر ته هرکلی ووایه. وروسته له هغه چې اردوغان او سټارمر په مراسمو کې خپل ځایونه ونیول، د بانډو د ډلې لخوا د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول.

د ویلو ده چې د هر کلي په مراسمو کې میلمه لومړي وزیر په خاطر د توپ ۲۱ ډزې وشوې.

د برتانیا لومړي وزیر سټارمر د ګارد تشریفاتي قطعې ته د "سلام عسکره" په ویلو سره سلام ورکړ.

ولسمشر اردوغان او سټارمر یو بل ته خپل پلاوي ور وپېژندل. اردوغان او سټارمر پر زینو د تورکیې او برتانیې د بیرغونو مخې ته لاسونه سره ورکړل او رسنیو ته يي عکس ورکړ.

اردوغان او سټارمر به دوه اړخیزه لیدنه وکړي، او د پلاوو ترمنځ له کاري میلمستیا وروسته به د تړونونو د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي او یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس به جوړ کړي.

په مراسمو کې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان، د ملي دفاع وزیر یاشار ګولر، د ولسمشرۍ عمومي منشي حقی سوسماز، په لندن کې د تورکیې سفیر عثمان کورای ایرتاش، د ولسمشرۍ د اړیکو رئیس برهان الدین دوران او د ولسمشر د بهرنۍ پالیسۍ او امنیت لوی سلاکار عاکف چغتای کلیچ هم حضور درلود.

وپلټۍ
د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو مشران د ۸۱مې عمومي غونډې لپاره په نیویارک کې سره راټول شوي.
د سوریې د حلب په جنوبي کلیوالي سیمو کې د مهماتو په ډیپو کې چاودنې وشوې
ایران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې څخه مخکې د غزې د اقداماتو په اړه د اسرائیل غندنه وکړه
ادعا شوې ترمپ  چې لومړی یې «د حوثیانو پر وړاندې د عملیاتو» امر ورکړی و  له خپلې دې پرېکړې په شا شوی
د ایران سپاه پاسداران: «د هرمز په تنګي کې مو د MQ-1 ډوله بې پیلوټه الوتکه راپرزولې
ترامپ: «کولی شم ټول ایران ته انفجار ورکړم او له منځه یي یوسم»
په کانادا کې د کنیسې (سیناګوګ) مخې ته په وسله وال برید کې د یوه پولیس په ګډون دوه کسان ټپیان شول
د فرانسې ولسمشر ماکرون د کاناډا له لومړي وزیر کارني سره لیدنه کوي
امریکا د منځني ختیځ لپاره امنیتی خبرداری خپور کړ
د سعودي عربستان هوايي ځواکونو پر ریاض د حوثیانو توغندي توغولو هڅه شنډه کړه
د تورکیې ولسمشر اردوغان د ملګرو ملتونو ۸۱مې عمومي اسمبلۍ لپاره امریکا ته سفر کوي
د اندونیزیا ولسمشر په یوه غونډه کې د «ازاد فلسطین» شعارونه ورکړل
په پاکستان کې د جومات ترڅنګ چاودنه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۳ ته لوړ شو
تورکیې له برازیل سره لاسلیک کړی د دفاعي صنایعو د همکارۍ هوکړه لیک تصویب کړ
ولسمشر اردوغان به د ملګرو ملتونو له تریبون څخه نړۍ ته وینا وکړي