د لیبیا د پوځ مشر انقرې ته نږدې د الوتکې د لویدو په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ
د لیبیا د پوځ مشر او درې تنو نورو لوړپوړو چارواکو انقرې ته نږدې د الوتکې د غورځېدو په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.
د لیبیا د پوځ مشر او درې تنو نورو لوړپوړو چارواکو انقرې ته نږدې د الوتکې د غورځېدو په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.
تورکي چارواکي وايي، له یوې فالکن ۵۰ ډوله شخصي جټ الوتکې سره چې طرابلس ته پر لاره وه، تورکیې مرکزي برخې سره نږدې د بېړني حالت له راپور ورکولو وروسته اړیکه پرې شوې ده.
د لیبیا لومړي وزیر عبدالحمید ډبیبه تورکیې ته له یوه رسمي سفر څخه د راستنېدو پر مهال په یوه غمجنه پېښه کې د هېواد د پوځ د لوی درستیز او څو نورو لوړپوړو چارواکو د مړینې خبر ورکړی دی.
ډبیبه د سهشنبې په ورځ پر اېکس (پخواني ټویټر) په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا خبر یې "په ژوره خواشینۍ او غم" تر لاسه کړی او د لوی درستیز محمد الحداد او د هغه د پلاوي د غړو مړینه یې تایید کړې ده.
د الحداد ترڅنګ په وژل شویو کې د ځمکنیو ځواکونو لوی درستیز، د پوځي تولیداتو د ادارې مشر، د پوځ د لوی درستیز یو سلاکار او د رسنیو د دفتر یو انځور اخیستونکی شامل دي.
لومړي وزیر وویل، پېښه د تورکیې له پلازمېنې انقرې څخه د راستنېدو پر مهال رامنځته شوې، خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.
لومړي وزیر دا پېښه د لیبیا د ملت او وسله والو ځواکونو لپاره یو لوی زیان وباله او ویې ویل، لیبیا داسې کسان له لاسه ورکړل چې خپل هېواد ته یې "په اخلاص، دسپلین او ملي ژمنتیا" خدمت کړی. هغه د دوی کورنیو، په پوځ کې د هغوی همکارانو او د لیبیا ټول ولس ته تسلیت ووایه.
تر دې مخکې د تورکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا ویلي وو چې د لیبیا د پوځ د مشر د لېږدونکې شخصي جټ الوتکې پاتې شونې چې له انقرې څخه روانه شوې وه، د انقرې په هایمانا ولسوالۍ کې موندل شوې دي.
تورکي وزیر مخکې ویلي وو چې د لیبیا د پوځ د مشر لېږدونکې جټ الوتکې سره د انقرې له ایسنبوغا هوايي ډګر څخه له الوتنې لږ وروسته اړیکه پرې شوې وه.
د فالکن ۵۰ ډوله شخصي جټ الوتکې، چې د 9H-DFJ لکۍ شمېره یې درلوده، د ځايي وخت د ماښام په ۸ بجو او ۱۰ دقیقو د طرابلس پر لورې الوتنه وکړه. د ځايي وخت پر شاوخوا ۸:۵۲ دقیقو له الوتکې سره اړیکه پرې شوه. دا خبره د تورکیې د کورنیو چارو وزیر وکړه.
هغه وویل، الوتکې د تورکیې د پلازمېنې انقرې په سویل کې یوې ولسوالۍ، هایمانا ته نږدې د بېړنۍ ناستې خبرتیا لېږلې وه.
هغه زیاته کړه: "خو د لومړني بېړني سګنال وروسته له الوتکې سره نوره اړیکه ټینګه نه شوه."
د وزیر په وینا، په الوتکه کې د الحداد په ګډون پنځه تنه سپاره وو.
د تورکیې ټلویزیون NTV راپور ورکړی چې پلازمېنه کې له یوې شخصي جټ الوتکې سره چې ګومان کېده الحداد پکې سپور و، راډیويي اړیکه پرې شوې وه، په داسې حال کې چې د الوتنې د تعقیب معلوماتو ښودلې چې د احتیاط په توګه له ایسنبوغا هوايي ډګر څخه څو الوتنې بل لور ته اړول شوې وې.
د تورکیې دفاع وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و چې د لیبیا لوی درستیز انقرې ته په سفر تللی و، چېرته چې هغه له خپل تورکي سیال او نورو لوړپوړو پوځي قومندانانو سره لیدلي وو. دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو پوځي او امنیتي همکاریو یوه برخه وه.