نوښتګري
2 د لوستلو دقیقې
تورکیې خپل نوی بیرالبراعظمي بالستیک توغندی ییلدرم خان نندارې ته وړاندې کړ
تورکیې په ساحا ۲۰۲۶ د دفاعي صنعتونو په نندارتون  نندارتون کې خپل نوی  بین البراعظمي بالستیک توغندی ( ییلدرم خان ) نندارې ته وړاندې کړ.
تورکیې خپل نوی بیرالبراعظمي بالستیک توغندی ییلدرم خان نندارې ته وړاندې کړ
تورکیې خپل نوی بیرالبراعظمي بالستیک توغندی ییلدرم خان نندارې ته وړاندې کړ / TRT Balkan


دا چټک او لرې واټن ویشتونکی توغندی د انقرې د دفاعي وړتیاوو په پراختیا کې یو مهم ګام دی، ځکه دا هېواد په خپل ترټولو لوی هوايي او فضايي نندارتون کې د نوي نسل سیسټمونه نندارې ته وړاندې کوي.

( ییلدرم خان ) توغندی  د ۲۵ ماک (Mach 25) پورې سرعت لري او راپور ورکړل شوی چې د ۶،۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلو وړتیا لري.

تورکیې د سه شنبې په ورځ په استانبول کې د ساحا ۲۰۲۶  په دفاعي نندارتون کې د لومړي ځل لپاره په عامه توګه خپل  بین البراعظمي بالستیک توغندی

( ییلدرم خان ) نندارې ته وړاندې کړ، چې د اوږد واټن بریدونو په برخه کې د دې هېواد یو لوی پرمختګ ښیي.

دا توغندی د تورکیې د ملي دفاع وزارت د څېړنې او پراختیا مرکز لخوا جوړ شوی، چې سرعت یې تر ۲۵ ماک پورې رسېږي او د ۶،۰۰۰ کیلومتره واټن ویشتلو وړتیا لري.

د( ییلدرم خان ) سیسټم د مایع نایټروجن ټیټروکسایډ (Liquid Nitrogen Tetroxide) څخه د تېلو په توګه کار اخلي او په څلورو راکټي انجنونو سمبال دی، چې دا د تورکیې لخوا تر اوسه پورې جوړ شوی یو له ترټولو پرمختللو توغندیو څخه دی.

د دې توغندي پرانیسته د ساحا ۲۰۲۶  په نړیوال دفاعي او فضايي نندارتون کې وشوه، چېرته چې مخکښې تورکۍ دفاعي کمپنۍ او دولتي بنسټونه په بېلابېلو برخو کې نوې ټیکنالوژۍ نندارې ته وړاندې کوي.

د پرمختللو دفاعي ټیکنالوژیو لپاره هڅې
د ( ییلدرم خان ) نندارې ته وړاندې کول داسې مهال کېږي چې تورکیه د خپل دفاعي صنعت پراختیا ته دوام ورکوي او د توغندیو په سیسټمونو، بې پیلوټه الوتکو، هوايي دفاع، هوايي چلند او فضايي ټیکنالوژۍ کې په پراخه کچه پانګونه کوي.

د ساحا ۲۰۲۶ دفاعي او فضايي صنعتونو نندارتون چې ، چې د  ساحا استانبول لخوا تنظیم شوی، په سیمه کې د دفاعي صنعت په یو له سترو پېښو بدل شوی چې د نړۍ دفاعي شرکتونه، نظامي پلاوي او د وسلو د پېرلو چارواکي پکې راټولېږي.

دا نندارتون په حساسو دفاعي برخو کې د صادراتو د زیاتوالي او ټیکنالوژیکي خپلواکۍ ترڅنګ د خپلو کورنیو وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د انقرې هوډ او هدف په ګوته کوي.

 

وپلټۍ
ټرمپ اعلان وکړ چې د 'سولې بورډ' د حماس د وسلو پر مځکه د ایښودو هوکړې ته رسېدلی دی
ولسمشر اردوغان د لبنان له ولسمشر جوزف عون سره لیدنه وکړه
د مهمو خبرونو غورچاڼ
ایران په اردن کې د امریکا پر یوې اډې د برید خبر ورکړی
چین ایران ته د توغندیو د توغولو سیسټمونو د لېږد خبر رد کړ: "له حقیقت لیرې دی"
له اروپایي ټولنې څخه د اوکراین سره د ۳.۴۷ میلیارده یورو دفاعي مرسته
داعش د افغانستان په شمال ختیځ کې د یوه طالب چارواکي د وژلو مسؤلیت پر غاړه واخیست
د ایران سپاه پاسداران: "تر هغه چې د امریکا لاسوهنې دوام ولري، د هرمز تنګی به بېرته پرانه نیستل شي"
اېټالیا او سعودي عربستان په غزه کې د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او د لوېدیځې غاړې  الحاق يي رد کړ
په اوکراین کې د روسیې په توغندیزو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي دي
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې پر امنیتي پوستې د برید په نتیجه کې ۹ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په تورکیه کې د ژوند اوسط عمر ۷۸.۵ کلونو ته لوړ شو
د اسرائیل پوځ په غزه کې په یوه جومات د برید کولو او ویجاړولو باندې اعتراف وکړ
روسیې د ټیلیګرام د بنسټ اېښودونکي "دوروف" د نیولو نړیوال حکم صادر کړ