د امریکا د عدلیې وزارت د هغو درېیو کسانو پر وړاندې د تورونو لګولو اعلان وکړ چې دوی د "ایراني اجنټانو" په توګه یاد کړي او په انګلستان کې د ار اې اف فیرفورډ پر هوایي اډه یې په یوه ادعا شوې "ترهګریزه دسیسه" کې رول درلود.
محمد باقر سعد داوود الساعدي، محسن مهاجري او محمد علي الحسني په دغه اډه کې د سپتمبر د میاشتې د پېښې په تړاو تورن شوي دي. دا هغه اډه ده چې د امریکا د پوځ لخوا د ایران پر وړاندې عملیاتو کې کارول شوې ده.
د انګلستان په سویل لوېدیځ کې د فیرفورډ سیمې ته پولیس وروسته له هغه وغوښتل شول چې یوه سیمه ییز بزګر راپور ورکړ چې د سړیو یوه ډله یې لیدلې چې له څو سپینو وین موټرو سره په "شکمنو" فعالیتونو بوخت دي.
د امریکا د تورونو په یوه سند کې راغلي چې ۳۵ کلن عراقي تبعه الحسني، نامعلومو کسانو ته لارښوونه کړې وه چې په دغو وین موټرو کې اډې ته لاړ شي، چې په ځینو کې یې د تېلو بېلرونه بار وو.
سند ادعا کوي چې نوموړي مخکې دې ډلې ته پیسې ورکړې وې ترڅو داسې فلزي توکي واخلي چې د چاودېدنې پر مهال د مرګ ژوبلې د کچې د لوړولو په توګه وکارول شي او موټرونه په داسې بڼه بدل کړي چې ګواکې د تېلو رسولو په خدماتو بوخت دي.
ادعا کیږي چې ۳۲ کلن الساعدي، چې د ایران او عراق دوه ګونی تابعیت لري او دمخه په نیویارک کې د ترهګرۍ په تور زنداني دی، له دې دسیسې مخکې الحسني او ۴۸ کلن ایراني تبعه مهاجري ته کوډ شوي (پټ) پیغامونه لېږلي وو.
د امریکا د حکومت لخوا محاکمه کېدل
متحده ایالاتو له دې پېښې وروسته سمدستي خپلې ټولې بي-۱ (B-1) بم غورځوونکې الوتکې د شاهي هوایي ځواک (RAF) له دې اډې څخه وایستلې.
د امریکا لوی څارنوال ټاډ بلانچ وویل: "هر څوک چې پر هغې پوځي اډې د ترهګریز برید پلان جوړوي چې امریکایي سرتیري پکې مېشت دي، د متحده ایالاتو د حکومت لخوا به محاکمه شي."
دا درې واړه په یوه اته فقره ییزه ادعانامه کې تورن شوي دي، چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب او د ایران پلوه ډلې کتایب حزب الله په ملاتړ په څو نورو دسیسو کې د دوی د ښکېلتیا ادعا کوي.
د انګلستان لومړي وزیر انډي برنهم په اکتوبر کې ویلي وو چې پر دغې اډې باندې شکمن برید، چې د امریکایي بم غورځوونکو لخوا پر ایران د بریدونو لپاره کارول شوې وه، "ډېر احتمال" لري چې په ایران کې همغږی شوی وي.
ایران بیا په دې شکمنه دسیسه کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.





















