نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
سرګي لاوروف: که ګرینلینډ پوځي سيمه شي، روسیه به 'پوځي اقدامات' وکړي
په وروستیو اوونیو کې څو اروپایي هېوادونو ګرینلنډ ته د سرتېرو کوچنۍ ډلې استولي دي، وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ویلي چې غواړي دا ارکټیک ټاپو له ځان سره یوځای کړي.
سرګي لاوروف: که ګرینلینډ پوځي سيمه شي، روسیه به 'پوځي اقدامات' وکړي
سرګي لاوروف: که ګرینلینډ پوځي سيمه شي، روسیه به 'پوځي اقدامات' وکړي / Reuters

روسیې خبرداری ورکړی چې که لویدیځ هېوادونه په ګرینلینډ کې خپل پوځي شتون پراخ کړي نو دوی به پوځي متقابل اقدامات وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چهارشنبې په ورځ وویل چې که لوېدیځ هېوادونه په ګرینلنډ کې خپل پوځي حضور زیات کړي، روسیه به «پوځي متقابل اقدامات» ترسره کړي.

په وروستیو اوونیو کې څو اروپایي هېوادونو ګرینلنډ ته د سرتېرو کوچنۍ ډلې استولي دي، وروسته له هغې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ څو ځله ویلي چې غواړي دا ارکټیک ټاپو له ځان سره یوځای کړي.

لاوروف د روسیې وکیلانو ته په خپله وینا کې وویل: «البته، که ګرینلنډ پوځي شي او داسې پوځي وړتیاوې پکې رامنځته شي چې د روسیې پر ضد وي، موږ به مناسب متقابل اقدامات ترسره کړو، چې پوځي-تخنیکي اقدامات به هم پکې شامل وي.»

ګرینلنډ، چې شاوخوا ۵۷ زره اوسېدونکي لري، له لسیزو راهیسې د ډنمارک یوه خپلواکه سیمه ده.

ټرمپ تېره میاشت د ګرینلنډ د نیولو له ګواښونو شا ته شو، وروسته له هغې چې ویې ویل د ناټو له مشر مارک روټه سره یې د امریکا د لا زیات نفوذ د تضمین لپاره د «چوکاټي» هوکړې موافقه کړې ده.

هغه تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې که متحده ایالات ګرینلنډ ونه نیسي، نو ښايي روسیه یا چین یې ونیسي.

لاوروف وویل: «امریکا، ډنمارک او ګرینلنډ باید دا موضوع پخپله حل کړي.»

هغه ډنمارک تورن کړ چې د ګرینلنډ له اوسېدونکو سره د «دوهم درجې اتباعو» په توګه چلند کوي.

ګرینلنډ ویلي چې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا یې د واشنګټن سره په هر ډول خبرو کې «سره کرښه» ده.

وپلټۍ
ولسمشر اردوغان: «تورکیه د سعودي عربستان تر څنګ ولاړه ده»
د جرمني په بوخوم ښار کې په یوه آپارتمان کې د اور لګېدنې له امله ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
پر توره بحیره له بریدونو وروسته ناټو دفاعي تدابیر زیاتوي. اروپايي ټولنې دا بریدونه په کلکو ټکو وغندل
د هند په ټاکنیزو لستونو کې د اصلاحاتو او د ټاکنیز تعصب د ادعاو پر سر د اعتراضونو او مظاهرې دوام لري.
په افغانستان کې حکومت د بي بي سي راډیويي خپرونې بندې کړې.
نتنیاهو د غزې په مستند فلم کې د شهادت ورکوونکو سرتیرو د محاکمې غوښتنه کوي
یو ایراني چارواکي ویلي دي چې له جګړې او بندیزونو سره سره ۵.۱۴ میلیونه ټنه نفتي توکي صادر شوي دي"
ټرمپ اسیا ته د خپل سفر پر مهال د شمالي کوریا له ولسمشر کیم سره د ممکنه مخامخ لیدنې اشاره ورکړه
په پاکستان کې د یوه مسافر وړونکي اورګاډي له پټلۍ څخه د وتلو له امله ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ناروې کې په پوځي تمریناتو کې کارول شویو کرایي وسایطو حساس معلومات ثبت کړي دي
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د کابینې له غونډې وروسته مهمې څرګندونې وکړې.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
اوکراین: "زیلینسکي ښايي د ولسمشر اردوغان په منځګړیتوب له پوتین سره وګوري"
سوډان او مصر پر پوله د سرو زرو د کانونو پر سیمه په هوايي برید کې ۷۲ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی
په امریکا کې د یوه قاضي له لوري د عامه سرچینو پر مټ د ټرمپ د ملاتړیزو اعلاناتو د درولو پرېکړه