تورکیه
2 د لوستلو موده (...) دقیقې
د اوکراین په اودیسا بندر کې د تورکیې د مایع ګاز په یوه کښتۍ کې اور لګېدلی دی
د اوکراین په اودیسا ښار کې د تورکیې سرقونسل، محی الدین چیلیک وویل، د اوکراین په ازمایل بندر کې د تورکیې اړوند د مایع ګاز (LPG) په کښتۍ کې لګېدلی اور لا هم دوام لري.
د اوکراین په اودیسا بندر کې د تورکیې د مایع ګاز په یوه کښتۍ کې اور لګېدلی دی
د اوکراین په اودیسا بندر کې د تورکیې د مایع ګاز په یوه کښتۍ کې اور لګېدلی دی / AA
18 نومبر 2025

د اوکراین په اودیسا بندر کې د تورکیې د مایع ګاز په یوه کښتۍ کې اور لګېدلی دی


د یوې بې پیلوټه الوتکې د ټوټو غورځېدو له امله د تورکیې په یوه کښتۍ کې چې مایع طبیعي ګاز یې لېږدول، اور لګېدلی او لا هم دوام لري. د شرکت تخنیکي ټیم سیمې ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي ترڅو معلومه کړي چې ایا کښتۍ بیا د چلولو وړ ده که نه.

د اوکراین په اودیسا ښار کې د تورکیې سرقونسل، محی الدین چیلیک وویل، د اوکراین په ازمایل بندر کې د تورکیې اړوند د مایع ګاز (LPG) په کښتۍ کې لګېدلی اور لا هم دوام لري.

چیلیک وویل، اور د ترکیې اړوند  د "اورینډا" په نوم د مایع ګاز په کښتۍ کې د بار خالي کولو پر مهال ولګېد. هغه زیاته کړه چې د کښتۍ ټول کارکوونکي ایستل شوي او روغتیايي وضعیت یې ښه دی، خو د چاودنې خطر لا هم شته.

چیلیک وویل، پېښه د دوشنبې په سهار وختي رامنځته شوې او لامل یې یوه بې پیلوټه الوتکه وه.

هغه وویل، د کښتۍ کارکوونکو د سرقونسلګرۍ د بېړنۍ اړیکې له لارې د وضعیت په اړه خبر ورکړی، او د قونسلګرۍ کارکوونکو له ځايي چارواکو سره په همغږۍ د کارکوونکو د خوندیتوب لپاره لازم قونسلګري ملاتړ او اقدامات ترسره کړي دي.

ویل شوي چې د کښتۍ د ۱۶ کسیزې عملې روغتیايي وضعیت ښه دی، خو په کښتۍ کې د مایع ګاز دوه پر درېیمه برخه لا هم نه ده خالي شوې. د اور وژنې ډلې هڅه کوي چې کښتۍ په اوبو سره سړه کړي. د چاودنې د خطر له امله په بندر کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

چیلیک وویل، تمه کیږي چې د کښتۍ د مالک شرکت یو تخنیکي ټیم به بندر ته راشي، او له تورکیې څخه د راغلي ټیم د راپور له مخې به پرېکړه وشي چې ایا کښتۍ بیا د چلولو وړ ده که نه.

د تورکیې د ترانسپورت او زیربنا وزارت د سمندري چارو عمومي ریاست تر دې مخکې اعلان کړی و چې په کښتۍ کې ۱۶ تنه ترکي کارکوونکي وو او اور د اوکراین په ازمایل بندر کې د بار خالي کولو پر مهال لګېدلی و.

 

وپلټۍ
د تورکیې د بهرنیو چارو وزیر  هاکان فیدان به د دوحې په ۲۳مه غونډه کې ګډون وکړي
په غزه کې د اسرائیلو ملاتړې ملیشې مشر ووژل شو
پاکستان: په بلوچستان کې په تېرو ۳ میاشتو کې په ترسره شوو عملیاتو کې تر ۱۰۰ ډېر وسله وال وژل شوي دي
په هندوستان کې د خوندیتوب د نویو مقرراتو له امله یو زیات شمیر الوتنې وځنډولې .
د جنوبي کوریا لی د چین او جاپان د کړکیچونو د کمولو لپاره د منځګړیتوب رول وړاندې کړ
تورکیه به په ۲۰۲۶ کال کې د پاکستان په پنځو ساحو کې د تېلو او ګازو استخراج پیل کړي
آلمان لومړنی هېواد شو چې د روسیې ګواښ ته په اشارې یې د اسرائیل "ارو ۳" توغندیز دفاعي سیسټم فعال کړ
په غزه کې فلسطینیانو د نازک اوربند په منځ کې د لسګونو جوړو لپاره ډله يیز واده وکړ.
د آلمان محکمې یوه مسلمانه ښځه د حجاب او پړوني له امله د قاضۍ له دندې منع کړه
کابل وايي، د ایران سرحدي ساتونکو ۱۰ افغانان چې هڅه یې کوله له پولې څخه تېر شي وژلي دي.
پوتین د روسیې له لوري د دوه ښارونو د نیولو ادعا وروسته د اوکراین جګړه ځپلي سیمې ته سفر وکړ
اسرائیل د سوریې پر خاوره تیري ته دوام ورکوي.اسرائیل د سوریې په جنوب کې نوي بریدونه پیل کړل
د تورکیې سواحلو ته نږدې پر بل ټانکر د برید راپور ورکړل شوی.
په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې رام الله ته نږدې د چاقو په برید کې اسرائیلي پوځیان ټپیان شول
د جرمونو نړۍواله محکمه : د هیچا فشارونو ته به غاړه کینږدو