نړۍ
3 د لوستلو دقیقې
روسیې پر اوکراین د پلازمینې په ګډون په ځینو سیمو درانده او مرګوني بریدونه کړي.
د اوکراین چارواکو ویلي دي چې  روسیې د  ډرون او توپچي بریدونو سره  د اوکراین پلازمینه او د ختیځ دونیڅک سیمې ځیني ښارونه په نښه کړي، چې له امله يي  لږ تر لږه پنځو کسانو ژوند د لاسه ورکړی  او ۱۲ نور یې ټپیان شوي دي.
روسیې پر اوکراین د پلازمینې په ګډون په ځینو سیمو درانده او مرګوني بریدونه کړي.
/ Reuters

روسیې پر اوکراین د پلازمینې په ګډون په ځینو سیمو درانده او مرګوني بریدونه کړي.

د اوکراین چارواکو ویلي دي چې  روسیې د  ډرون او توپچي بریدونو سره  د اوکراین پلازمینه او د ختیځ دونیڅک سیمې ځیني ښارونه په نښه کړي، چې له امله يي  لږ تر لږه پنځو کسانو ژوند د لاسه ورکړی  او ۱۲ نور یې ټپیان شوي دي.

په پلازمینه کې چارواکو ویلي چې ډرون بریدونو د څو ساعتونو لپاره د هوايي بریدونو خبرداري سیستم فعاله کړی وو او د یو د ۱۶ پوړیزې ودانۍ په چت کې یې اورلګیدنه هم رامنځته کړه.

پدې پیښه کې د مرګ ژوبلې راپور ندی ورکړ شوی.

د ښار د پوځي ادارې مشر، تیمور تکاچینکو، ویلي "په کیف باندې د روسيې ډرون بریدونو له امله تیره شپه د اوږدو ساعتونو لپاره د هوايي برید خبرداری سیستم فعاله شوی وو."

ښاروال ویتالي کلیچکو هم د دې پېښې پخلی کړی دی.

په سیمه ییزو رسنیو کې خپره شوې یوه ویډیو ښيي چې خلک په میټرو سټیشنونو کې پناه اخلي.

په ختیځ اوکراین کې، د دونیڅک د سیمه ییزې دولتي ادارې مشر، وادیم فیلاشنکین، ویلي چې روسي بریدونو په څو ښارونو کې کورونه او زیربناوې زیانمنې کړي دي.

هغه ویلي چې د ډرون او توپچي پرمټ په ترسره شوو بریدونو کې  او ادعا یې کړې چې روسي ځواکونه لا هم پر ګڼ مېشتو سیمو بریدونه کوي.

د چارواکو په وینا، څو ملکي وګړي هم خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

دا ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې، او روسیې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د وسلو د لېږد ځنډېدو په اړه د اوکراین اندېښنه

د امریکا له خوا اوکراین ته د وسلو د لېږد ځنډېدو پرېکړې — چې د هوايي دفاع سیستمونه هم پکې شامل دي — په کیف کې اندېښنې زیاتې کړې دي، په داسې حال کې چې روسیې خپل ډرون او توغندیز بریدونه زیات کړي دي، چې ځینې پوځي شنونکي یې د جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوی بریدونه بولي.

پنټاګون د دې پرېکړې اهمیت کم ګڼلی او ویلي یې دي چې دا د بهرنیو وسلو د لېږد د عمومي بیاکتنې او اوکراین ته د روانې پوځي مرستې د برخې په توګه ترسره شوې، چې د واشنګټن د دفاعي لومړیتوبونو د بدلون سره سمون لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې اړه خپل نظر څرګند کړی او پخواني ولسمشر جو بایډن یې تورن کړی چې د هېواد د وسلو زیرمې یې د اوکراین لپاره خالي کړي دي.

ټرمپ وویل: "بایډن زموږ زیرمې خالي کړې ترڅو اوکراین ته وسلې واستوي — موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې زموږ لپاره کافي وسلې پاتې او که نه."

هغه زیاته کړه چې که څه هم امریکا هغه وسلې چې مخکې اوکراین ته ټاکل شوې وې نه دي ځنډولې، خو اوسنی وضعیت د پاتې زیرمو د دقیقې ارزونې غوښتنه کوي.

وپلټۍ
روسیه: اوکراین په لوهانسک کې پر کالج او لیلې برید کړی چې له امله يي په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
د لبنان په جنوب کې د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې د دوو روغتیايي کارکوونکو په ګډون شپږ کسان وژل شوي
پاکستان  د امریکا او ایران د جګړې د پای ته په اړه نوي وړاندیزونه ایران سره تبادله کړي
د امریکا د استازو په جرګه کې جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د ایران جنګي واکونو اړوند رایه اچونه لغوه کړه
روټه وايي چې 'پیاوړې اروپا، پیاوړې ناټو' به د وخت په تېرېدو سره پر یوه متحد باندې تکیه کمه کړي
روبیو د ایران سره د جګړې د پایته رسولو هیله وښوده
اسرائیلو د سوریې په جنوب کې د درعا ښار ته نږدې کرنیزې ځمکې په نښه کړې
د تورکیې د عامه اړیکو  رئیس: د تورکیې د خوړو اونۍ د تورکیې تمدن میراث څرګندوي
د ایران د فوټبال لوبډلې په تورکیه کې د فیفا نړیوال جام د ویزې پروسه پیل کړه
د پاریس ښاروال د فلسطیني ملکي وګړو لپاره د افتخاري تابعیت وړاندیز وکړ
ولسمشر اردوغان: تورکیه به د 'نسل وژنې شبکو' پر وړاندې له بشریت څخه دفاع ته دوام ورکړي
د ایران د هرمز ادارې د متحده عربي اماراتو له بندر څخه د جنوبي اوبو د کنټرول ادعا وکړه
حزب‌الله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لبنان په سویل کې پر اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو د ۲۴ بریدونو خبر ورکړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د  سوډان د  لومړي وزیر ادریس سره په خبرو کې د سوډان د حاکمیت ملاتړ تکرار کړ
راپور: امریکا د ملګرو ملتونو د فلسطیني پلاوي د ویزو د لغوه کولو ګواښ کړی