تورکیه
3 د لوستلو دقیقې
تورکیې غزې پر لور پر روان کاروان د اسرائیلو د برید او تورکي وګړو د نیول کېدو په اړه څېړنې پیل کړې
څېړنې د شکنجې، له ازادۍ څخه د محرومولو، د ترانسپورتي وسایلو د تښتونې یا نیولو، (وسله والې غلا)، او ملکیت ته د زیان رسولو په تورونو پیل شوې دي.
تورکیې غزې پر لور پر روان کاروان د اسرائیلو د برید او تورکي وګړو د نیول کېدو په اړه څېړنې پیل کړې
تورکیې غزې پر لور پر روان کاروان د اسرائیلو د برید او تورکي وګړو د نیول کېدو په اړه څېړنې پیل کړې / AP

تورکیې د غزې پر لور پر روان کاروان د اسرائیلو د برید پر مهال د خپلو وګړو د نیول کېدو په اړه څېړنې پیل کړې

څېړنې د شکنجې، له ازادۍ څخه د محرومولو، د ترانسپورتي وسایلو د تښتونې یا نیولو، (وسله والې غلا)، او ملکیت ته د زیان رسولو په تورونو پیل شوې دي.

د استانبول لویې څارنوالۍ دفتر په نړیوالو اوبو کې د "ګلوبل صمود" په نوم د بېړیو پر کاروان د اسرائیلو د برید پر مهال د ۲۴ تورکي وګړو د نیول کېدو په اړه څېړنې پیل کړې دي.

د استانبول لویې څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې په نړیوالو اوبو کې د اسرائیلي سمندري ځواکونو له لوري د "ګلوبل صمود" په نوم د بېړیو پر کاروان، چې غزې ته یې د بشري مرستو د رسولو په موخه سفر کاوه، له برید وروسته د ۲۴ تورکي وګړو د نیول کېدو په اړه څېړنې پیل شوې دي.

دا څېړنې د سمندرونو د قانون په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسیون د احکامو، د جزا د اجراآتو قانون د ۱۵مې مادې د صلاحیت د قواعدو، او د تورکیې د جزا قانون د ۱۲مې او ۱۳مې مادو د وظیفوي مقرراتو له مخې، د "ازادۍ څخه محرومولو"، "د ترانسپورتي وسایلو تښتونې یا نیولو"، "سختې غلا"، "ملکیت ته د زیان رسولو"، او "شکنجې" په تورونو ترسره کېږي.

۲۲۳ نړیوال فعالان نیول شوي دي

تنظیموونکو د پنجشنبې په ورځ وویل چې د غزې پر لور د مرستو پر روان کاروان باندې د اسرائیلي ځواکونو له خوا ټولټال ۲۲۳ نړیوال فعالان نیول شوي دي.

د "ګلوبل صمود" کاروان پر اېکس (پخواني ټویټر) لیکلي چې د چهارشنبې له وروستیو راهیسې پر ۱۵ بېړیو د اسرائیلي ځواکونو برید تایید شوی، په داسې حال کې چې اته نورې ښایي تر برید لاندې وي یا دا مهال تر برید لاندې دي.

دغه کاروان پر انسټاګرام د برید لاندې راغلو بېړیو د ۲۲۳ فعالانو نومونه او ملیتونه خپاره کړل. په ورته وخت کې، د کاروان رسمي تعقیبوونکي ښیي چې ۲۰ بېړۍ د اسرائیلي ځواکونو له خوا تر برید لاندې راغلي، او ۲۴ نورې غزې ته خپل سفر ته دوام ورکوي.

اسرائیلو پر غزې، چې نږدې ۲.۴ میلیونه وګړي لري، له شاوخوا ۱۸ کلونو راهیسې کلابندي ساتلې ده، او د مارچ په میاشت کې یې دا محاصره نوره هم سخته کړه کله چې یې سرحدي لارې وتړلې او د خوراکي توکو او درملو د رسولو مخه یې ونیوله، چې دا سیمه یې له قحطۍ سره مخ کړه.

د ۲۰۲۳ کال له اکتوبر راهیسې، د اسرائیلو په بمباریو کې له ۶۶،۰۰۰ ډېر فلسطینیان وژل شوي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي. ملګرو ملتونو او د بشري حقونو ډلو په وار وار خبرداری ورکړی چې دا سیمه د اوسېدو وړ نه ده، او لوږه او ناروغۍ په چټکۍ سره خپرېږي.

 

وپلټۍ
په کابل کې پر یوه تعلیمي مرکز کې د چاودنې له امله  لږ تر لږه ۴۲ ماشومان ټپیان شوي دي.
لاوروف وايي روسیه او شمالي کوریا د نوي څو قطبي نړیوال نظم په لټه کې دي
اسرائیلو د سوریې په ادلیب ولایت کې د ابو ظهور پوځي هوايي ډګر بمبار کړ
د تورکیې ولسمشر اردوغان د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره ټلیفوني خبرې وکړې
ټرمپ ګواښ کړی که چیرې عمان د امریکا او ایران د خبرو اترو په لاره کې مداخله وکړي نو بمبار به یې کړي
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شویو شمېر ۷۳ زره ۳۹۹ تنو ته ورسېد
پاپ لیو څوارلسم په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو پر وړاندې داسرائیلو تاوتریخوالي د ختمولو غوښتنه وکړه
ملګري ملتونه: د پولې له بندېدو سره سره، تر ۷۰۰ ډېرې د مرستو لارۍ افغانستان ته داخلې شوې
حماس په غزه کې د اوربند د تړون د دایمي کولو لپاره قاهرې ته ځي
ایران د امریکايي سرتېرو د نیولو یا وژلو لپاره ۳۰،۰۰۰ ډالره انعام اعلان کړ
تورکیې"دوست او ورور" هیواد پاکستان ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي ورکړه.
ولسمشر اردوغان د عدالت او پراختیا ګوند ۲۵ کلن مزل د تورکیې لپاره یو "تاریخي بدلون" وباله
زاخارووا: موږ له تورکیې څخه د سولې وړاندیزونه په دقت سره ارزوو
تورکیې د علي خان کوریش جنايي ډلې پر خلاف پراخه عملیات ترسره کړل.
اردوغان وویل چې د اروپايي ټولنې له خوا د ګمرکي اتحادیې او ویزو د ازادولو ګامونه د هرې خوا په ګټه دی