منځنی ختیځ
2 د لوستلو دقیقې
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
راپورونه زیاتوي چې د چاودنو او پرله‌پسې ډزو غږونو د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ وېره او اندېښنه خپره کړې ده.
د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د حوثیانو له لوري د بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) له ویشتلو وروسته د چاودنو غږو
یمن ډرون

د یمن پلازمېنې صنعاء ته د استول شویو بې‌پیلوټه الوتکو (ډرون) د حوثیانو له لوري له ویشتل کېدو وروسته په سیمه کې د سختو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د عيني شاهدانو د معلوماتو له مخې، د صنعاء په بېلابېلو برخو کې بې‌پیلوټه الوتکې لیدل شوې دي.

شاهدانو ویلي، د پلازمېنې په ساوان او الحصبه سیمو کې چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې د حوثیانو تر کنټرول لاندې ده، پر بې‌پیلوټه الوتکو د حوثي ملیشو له لوري د الوتکې ضد وسلو په واسطه ډزې شوې دي.

 د "بلقیس" خپلواکې خبري ویبپاڼې په خپاره شوي راپور کې هم راغلي دي چې په پلازمېنه کې د لویو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

په راپور کې لیکل شوي چې چاودنو او پرله‌پسې ډزو د سیمې د اوسېدونکو ترمنځ ډېره اندېښنه رامنځته کړې ده.

حوثیانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او په پېښه کې د احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه هم کوم معلومات نه دي شریک شوي.

بل خوا، د یمن د پوځ مربوط "د تعز جبهې مطبوعاتي مرکز" په یوه لیکلي بیان کې ویلي وو چې د تعز په لوېدیځ کې په وازعیه ولسوالۍ کې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې د نښتو او هوایي بریدونو له امله ۳۰ حوثیان وژل شوي او شاوخوا ۶۰ نور ټپیان شوي دي.

د یمن پوځ اعلان کړی و چې د هېواد په سویل لوېدیځ کې په تعز او موخا ښارونو کې د ایران ملاتړو حوثیانو اکمالاتي لارې او د راټولېدو مرکزونه په نښه شوي دي.

 

وپلټۍ
پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې له ۸۰۰ ډېر فلسطیني ښوونکي وژل شوي دي
څو لنډ مهم خبرونه
روسیه: د زیلینسکي په غبرګون کې به په اوکراین کې پر پوځي اهدافو بریدونه زیات کړو
ټرمپ: په امریکا کې د دوبي او ژمي د ساعتونو د بدلون لړۍ باید پای ته ورسېږي.
د آلمان لومړي وزیر مېرز له اوکراین سره د پیوستون په موخه دغه هېواد ته سفر وکړ
قالیباف: "څو چې د ایران ۷ وړاندې شوي شرطونه منل شوي نوي، د هرمز تنګی به خلاصه نشي.
اردوغان: تورکیه د دفاعي صنایعو په برخه کې "یو بشپړ انقلاب رامنځته کوي"
امریکايي چارواکو د ولسمشر په ځانګړي استوګنځای کمپ ډیوید کې د ایران د مسئلې په اړه غونډه وکړه
ټرمپ د تورکیې پر وړاندې د کاتسا (CAATSA) بندیزونو لرې کولو ته مثبت غبرګون وښود
روسیې په کییف کې پر یوه بل پله برید وکړ، ترافیکي بهیر فلج شو.
ټرمپ: که د ایران مسله حل شي، د تېلو بیې به راټیټې شي.
سعودي عربستان ویلي دي چې حوثیانو  د مدینې ښار د برېښنا پر تمځای د برید کړی دی.
امریکا منځني ختیځ ته د یوې بلې الوتکې وړونکې بېړۍ او ۱۰ زرو اضافي سرتیرو  د استولو پرېکړه کړې ده
پوتین: پر روسیې د مستقیم برید په صورت کې به د ټولو وسلو کارولو پر مسئلې غور وکړو.
د تورکیې په سویل ختیځ شانلي اورفا ولایت کې د تورکیې د ټکنالوژۍ فیستیوال  ټیکنوفیسټ هیجان دوام لري.