منځنی ختیځ
3 د لوستلو دقیقې
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب آبادي، چې د ایران د تخنیکي مذاکره کوونکي ټیم مشري یې کوله، دغه څلور اړخیزې خبرې اترې د راتلونکو مذاکراتو پر ترتیباتو، کاري ډلو او د پلي کېدو پر میکانیزمونو باندې له یوې موافقې سره پایته ورسیدې
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې
ایران وايي چې له امریکا سره په سویس کې تخنیکي خبرې اترې پای ته ورسیدې

تهران وايي چې دغو څلور اړخیزو خبرو اترو د اسلام اباد د تفاهم لیک لپاره یو چوکاټ، کاري ډلې او د پلي کېدو میکانیزمونه وټاکل.

ایران په سویس کې له امریکا سره د هغو تخنیکي خبرو اترو د پای ته رسېدو اعلان وکړ چې د قطر او پاکستان په منځګړیتوب، پر ایران د امریکا او اسرائیل د جګړې د پای ته رسولو په موخه ترسره شوې.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب آبادي، چې د ایران د تخنیکي مذاکره کوونکي ټیم مشري یې کوله، د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه څلور اړخیزې خبرې اترې د راتلونکو مذاکراتو پر ترتیباتو، کاري ډلو او د پلي کېدو پر میکانیزمونو باندې له یوې موافقې سره پای ته ورسېدې.

غریب آبادي وویل چې دا بحثونه د هغې لوړپوړې کمیټې تر غونډې وروسته وشول چې د "اسلام اباد تفاهم لیک" د پلي کېدو د څارنې لپاره جوړه شوې وه. دغه تفاهم لیک د جګړې د پای ته رسولو یو چوکاټ دی چې د جون په ۱۷مه د امریکا او ایران ولسمشرانو په مجازي ډول لاسلیک کړی و.

هغه وویل: "د تفاهم لیک د پلي کېدو د میکانیزمونو او د لوړپوړې غونډې په پای کې د خپرې شوې اعلامیې په اړه تخنیکي بحثونه وشول او اړین تفاهمونه رامنځته شول."

د نویو ترتیباتو له مخې، راتلونکې خبرې اترې به د یوې لوړپوړې کمیټې تر څارنې لاندې ترسره کېږي، چې پکې به د ایران د پارلمان رییس محمد باقر قالیباف، د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي، د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وانس، د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني ګډون ولري.

څلور کاري ډلې

ښاغلي غریب آبادي زیاته کړه چې ښکیلو خواوو موافقه وکړه ترڅو څلور کاري ډلې جوړې کړي چې د بندیزونو لیرې کولو، د اټومي پروګرام پورې اړوند بندیزونو، بیا رغونې او اقتصادي پراختیا، او د څارنې او پلي کېدو په برخو کې به فعالیت کوي.

د غریب آبادي په وینا، څلورواړو خواوو همداراز د هرمز تنګي د امنیت په اړه د اړیکو د یو میکانیزم او په لبنان کې د "شخړې د مخنیوي واحد" پر جوړولو هم موافقه وکړه. د څلورو تخنیکي ټیمونو مشران به لوړپوړې کمیټې ته راپور ورکوي او د کاري ډلو او نوي جوړو شویو واحدونو فعالیتونه به څاري.

هغه دا هم وویل چې په تخنیکي خبرو کې د ایران د تیلو، پټرولیم او پټروکیمیاوي محصولاتو د صادراتو لپاره د عمومي جواز صادرولو او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادولو په اړه هم بحث وشو. هغه زیاته کړه چې امریکا د ایران د پټرولیم محصولاتو د پلور په اړه یو عمومي جواز صادر کړی چې د امریکا د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر (OFAC) په ویب پاڼه کې خپور شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال همداراز وویل چې خواوې د ۱۲ ملیارد ډالرو کنګل شویو ایراني پیسو د سمدستي ازادولو په اړه موافقې ته رسیدلي دي.

ایران او امریکا د جون په ۱۴مه اعلان کړی و چې د پاکستان په منځګړیتوب یې د جګړې د پای ته رسولو او د خبرو اترو له لارې د شخړو د حل لپاره یوې ۱۴ ماده ییزې هوکړې ته رسیدلي دي. د اسلام اباد تفاهم لیک د جون په ۱۸مه وروسته له هغه نافذ شو چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په الکترونیکي ډول لاسلیک کړ.

په دې هوکړه کې د جګړې د پای ته رسولو (په لبنان کې هم)، د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو او پر ایران د امریکا د سمندري کلابندۍ د لیرې کولو مادي شاملې دي.

 

وپلټۍ
اسرائیلو په غزه کې د دوو ماشومانو په ګډون اووه فلسطینیان ووژل
ایران: «د غني شویو یورانیمو ان یو ګرام به هم له زموږ له هېواده بهر ایستلو ته اجازه ورنکړی شي»
سعودي په مشرۍ ائتلاف پر مدینې منورې او ختیځو ښارونو باندې د حوثیانو د ډرون بریدونو مخه نیولې
ایران د امریکا اړوند د یوې بلې ام کیو ۹ پرمختللې ډرون الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ
روسیه او ایران د لا نږدې همکارۍ په لټه کې دي
د یمن پوځ ویلي دي چې د حوثیانو پر خلاف  "په ۱۱۶۴ عملیاتو کې ۵۵۸ حوثیان له منځه وړل شوي".
نتنیاهو ټرمپ سره په ټيلیفوني خبرونو کې ایران ته په اشارې سره وویل موږ یو کار لرو چې باید بشپړ یې کړو
د ایران د سپاه پاسداران : امریکا په افغانستان او عراق کې ماته شوه او په ایران کې هم ماتې سره مخ ده
د فلسطین د پوهنې وزارت د اسرائیلو تر بریدونو لاندې زده‌کوونکو ته د نړیوال خوندیتوب غوښتنه وکړه
په سعودي عربستان کې د چورلکې د سقوط له امله  دوه تنو پیلوټانو ژوند د لاسه ورکړ.
ایران وايي،د تیلو یو لویې ټانکر کښتۍ د  هرمز په تنګي کې له ماین سره تر جنګیدو وروسته اور اخیستی دی
ایران پر سعودي عربستان د حوثیانو په بریدونو کې هر ډول رول او لاس لرل رد کړل
ایران ویلي دي چې په سیمه کې د امریکا له هر ډول شتونه اندېښمن دي.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
د سعودي په مشرۍ ایتلاف د مدینې پر فضا  کې د  یو کروز توغندي د تثبیت او شنډولو نه خبر ورکړ.
په یمن کې حوثیانو د سعودي عربستان د  یوې جنګي الوتکې د ویشتو ادعا کړې ده.
د مهمو خبرونو غورچاڼ
په اسرائیل کې د انټل (Intel) په فابریکه کې چاودنې درې کسان سخت ټپیان کړي دي
حوثيانو د سعودي عربستان د انرژۍ شرکت ارامکو پر تاسیساتو برید وکړ.
د ایران سپاه پاسداران امریکا وګواښله