تورکیه
2 د لوستلو دقیقې
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه تل د سولې پلوي ده او د سولې پلوي به وي.
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د ایران په اړه د انقرې دریځ "روښانه" دی، او زیاته یې کړه چې تورکیه تل د سولې په لوري ولاړه ده، نه د جګړې.
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه تل د سولې پلوي ده او د سولې پلوي به وي.
د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ چې تورکیه تل د سولې پلوي ده او د سولې پلوي به وي. / AA
12 مارچ 2026

د تورکیې ولسمشر اردوغان ټینګار وکړ " موږ هڅه کوو چې اور مړ کړو مخکې له دې چې لمبې یې نورې هم سترې شي، مخکې له دې چې د اور کړۍ نوره هم پراخه شي، او مخکې له دې چې نورو ژوندونو ته زیان ورسېږي او نوره وینه تویه شي،"
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د ایران په اړه د انقرې دریځ "روښانه" دی، او زیاته یې کړه چې تورکیه تل د سولې په لوري ولاړه ده، نه د جګړې.

په ایران کې د اوربند لپاره د خپل هېواد هڅو ته په اشارې سره، اردوغان د چهارشنبې په ورځ وویل چې انقره "پراخې هڅې کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې وسلې غلې شي، اوربند رامنځته شي او خبرې اترې بېرته پیل شي."

هغه ټینګار وکړ: "موږ هڅه کوو چې اور مړ کړو مخکې له دې چې لمبې یې نورې هم سترې شي، مخکې له دې چې د اور کړۍ نوره هم پراخه شي، او مخکې له دې چې نورو ژوندونو ته زیان ورسېږي او نوره وینه توی شي."

د اسرائیلي ادارې پر کړنو د سختو نیوکو په ترڅ کې، اردوغان وویل: "حتی هغه اسرائیلیان چې شپې په پناه ځایونو کې تېروي، اوس وايي چې (لومړی وزیر بنیامین) نتنیاهو له هولوکاسټ وروسته د دوی لپاره تر ټولو لوی ناورین دی."

امریکا او اسرائیلو د فبرورۍ په ۲۸مه پر ایران ګډ بریدونه پیل کړل، چې په پایله کې یې د هغه وخت د ستر رهبر علي خامنه يي او دغه راز د ۱۵۰ څخه د زیاتو زده کوونکو نجونو په ګډون تر ۱۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

تهران په ځواب کې پر اسرائیلو، اردن، عراق او د خلیج پر هغو څو هېوادونو چې د امریکا پوځي اډې او تجهیزات پکې ځای پر ځای دي، د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) او توغندیو بریدونه کړي دي.

وپلټۍ
حماس په غزه کې د اوربند په تړاو د اسرائیلو د سرغړونو د دوام له امله د نړیوالو اقداماتو غوښتنه وکړه
د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فرانسې له ولسمشر امانویل مکرون سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ایران او امریکا ترمنځه د ۱۹۷۹ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره په لوړه کچه مخامخ لیدنه وشوه.
د امریکا او ایران ترمنځه د روانو مذاکراتو د لومړي پړاو نه تر اوسه پورې کومه نتیجه نده ترلاسه شوې
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیر: ناټو د امریکا د ګټو لپاره حیاتي ده، تورکیه کلیدي رول لوبوي
د جنوبي کوریا ولسمشر د اسرائیلي پوځیانو ظلم او څیره ټولې نړۍ ته ښکاره کړه
د امریکا مرستیال ولسمشر وینس د امریکا او ایران د مهمو خبرو پیلولو لپاره پاکستان ته ورسېد
اردوغان: د فلسطيني زندانیانو لپاره د اسرائيل د اعدام سزا د هټلر له تګلارو سره ورته ده
هرات کې پر یوه تفریحي ځای برید کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي
د ګرینلینډ لومړي وزیر د ټرمپ څرګندونې رد کړې
د تورکیې د ملي راډیو تلویزیون سره په ګډه جوړ شوي درې فلمونه د کن په فیستیوال کې سیالي کوي
اسرائیلو د غزې په بریدونو کې د دریم ټولګي زده کونکي په ګډون پنځه فلسطینیان ووژل شول
روسیې له اوکراین سره د ارتودوکس ایسټر جشن اوربند اعلان کړ
ټرمپ: ایران د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد ته په اجازه ورکولو کې 'خورا کمزوری' عمل کوي
د پاکستان دفاع وزیر په لبنان کې د ۳۰۰ کسانو له وژل کېدو وروسته اسرائیل 'سرطاني غده' بللی دی