د تورکیې او اندونیزیا ترمنځ د ۴۸ قاآن جنګي الوتکو صادرولو پر سر تړون لاسلیک شو

تورکیې پر اندونیزیا باندې ۴۸  د نړۍ  پرمختللې په پنځم نسل ټکنالوژي سمبالې جنګي الوتکې  ( قاآن ) وپلورلې.

/ Anadolu Agency

د پوځي صنعت په برخه کې  د تورکیې پیاوړي او بې ساري پرمختګ د نړۍ پام ځانته رااړولی دی.

تورکیې پر اندونیزیا باندې ۴۸  د نړۍ  پرمختللې په پنځم نسل ټکنالوژي سمبالې جنګي الوتکې  ( قاآن ) وپلورلې.

د تورکیې د هوايي او فضايي  صنايع شرکت (TAI) د اندونیزیا د دفاعي  صنایع شرکتونو( پي ټي دیرګانتارا اندونیزیا ) او ( پي ټي ریپبلیک ایرو دیرګانتارا ) سره د ۴۸  ( قاآن ) جنګي الوتکو د صادراتو لپاره تړون لاسلیک کړ.

دغه تړون د تورکیې د نړیوال دفاعي صنعت نندارتون (IDEF) په ترڅ کې چې په استانبول کې جوړ شوی وو  لاسلیک شو. پدې تړون کې د تولید، انجینرۍ او ټکنالوژۍ د انتقال په برخه کې همکاري هم شامله ده. د الوتکو سپارل به په ۱۲۰ میاشتو کې بشپړ شي، او انجنونه به په تورکیه کې تولید شي.

د تورکیې د دفاعي صنايعو رئيس، هالوک ګورګون، وویل چې دغه تړون د جون په میاشت کې د حکومتونو ترمنځ د لاسلیک شوي چوکاټ تعقیب دی، او زیاته یې کړه چې دا پلور د دواړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي اړیکو په برخه کې یو "تاریخي شېبه" ده.

هغه وویل: "زه د دې شېبې د یوځای لیدلو لپاره د مننې احساس لرم. موږ هیجاني یو او په عین وخت کې ویاړو."

ګورګون زیاته کړه: "د دې همکارۍ له لارې، موږ هدف لرو چې په اندونیزیا کې د محلي صنعتي زیربنا جوړولو ملاتړ وکړو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په تولید او انجینرۍ کې همکاري پیاوړې کړو."

ګورګون ددې پوښتنې په ځواب کې  چې ایا د ( قاآن ) الوتکو د پلور لپاره له نورو هېوادونو سره خبرې روانې دي، وویل: "ډېر هېوادونو وړاندیز کړی دی دی. موږ به په مناسب وخت کې جزییات شریک کړو."

( قاآن ) ، چې د تورکیې لومړنۍ په کور دننه جوړه شوې  ملي او ځايي جنګي الوتکه ده، په ۲۰۲۴ کال کې خپله لومړنۍ الوتنه وکړه. درې نمونې یې جوړې شوې دي، چې دوه به یې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په میاشت کې بیا الوتنه وکړي. د تسلسلي تولید لومړۍ مرحله به پیل شي.

د تورکیې د هوايي او فضايي صنایعو عمومي رئیس، محمد دیمیر اوغلو، وویل چې

 ( قاآن ) تورکیه د هغو څو هېوادونو په ډله کې شاملوي چې د راتلونکي نسل د جنګي الوتکو د جوړولو وړتیا لري.

هغه زیاته کړه: "څلور هېوادونه دي چې دا ډول الوتکې  جوړې کړي دي. او داسې کنسورتیومونه شته چې لا هم هڅه کوي دا کار وکړي." هغه یادونه وکړه چې ځینې هڅې، لکه هغه چې په ۲۰۱۸ کال کې د پاریس په هوايي نندارتون کې اعلان شوې وې، تمه نه کېږي چې تر ۲۰۳۵-۲۰۴۰ پورې خپله لومړنۍ الوتنه وکړي.

دیمیر اوغلو وویل: "دا ښيي چې موږ څومره ژر حرکت کړی دی، څومره باور لرو او څه وړتیا لرو."

هغه دا هم وویل چې د تورکیې حور جټ روزنیزې الوتکو  لپاره د سپارلو تړون تمه کېږي چې د روان کال په وروستیو کې له اسپانیا سره وشي، وروسته له هغې چې په مې میاشت کې د تفاهم یادښت لاسلیک شو.

هغه زیاته کړه: "اندونیزیا جدي ظرفیت لري. موږ باور لرو چې په خلیجي هېوادونو کې هم د پام وړ ظرفیت شته."