نړۍ
2 د لوستلو دقیقې
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی
د خیبرپښتونخوا چارواکو انادولو اژانس ته ویلي چې د جمعې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی دی.
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی
د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی / AA

د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی
چارواکي وايي، بریدګرو د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر له دغه مرکز سره جنګولی دی.

د ډېره اسماعیل خان ښار یوه اوسېدونکي وویل چې درنې ډزې روانې دي او د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي

چارواکو انادولو اژانس ته ویلي چې د جمعې په ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د پولیسو پر یوه روزنیز مرکز ځانمرګی برید شوی دی.

د ملکي او پولیسو ادارې سرچینو ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت په ډېره اسماعیل خان ولسوالۍ کې وسله وال له پولیسو سره د ډزو له تبادلې وروسته مرکز ته ننوتلي دي.

یوه پولیس چارواکي انادولو اژانس ته د ټیلیفون له لارې وویل: "ترهګرو د پولیسو پر روزنیز مرکز برید وکړ، او یو شمېر یې مرکز ته په ننوتلو بریالي شول. خو پولیسو ورسره نښته پیل کړې او د ډزو تبادله لا هم روانه ده. تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نشته."

یوه بل چارواکي انادولو ته وویل: "دا یو ځانمرګی برید و. بریدګرو یو له چاودېدونکو توکو ډک موټر له اصلي دروازې سره وجنګاوه او مرکز ته په ننوتلو بریالي شول."

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل: "موږ سیمې ته اضافي پولیس استولي او د پوځ سرتېري هم را رسېدلي دي. درنې ډزې روانې دي، خو د تیارې له امله د سیمې دقیق وضعیت لا هم روښانه نه دی."

د ډېره اسماعیل خان ښار یوه اوسېدونکي وویل چې درنې ډزې روانې دي او د څو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د وضعیت د کنټرول لپاره، د بمونو د خنثی کولو ډلې په ګډون د پولیسو یوه لویه قطعه روزنیز مرکز ته استول شوې ده.

 

وپلټۍ
شمالي کوریا د خپل اټومي وسله‌تون د پراخولو او نظامي استخباراتو د پیاوړي کولو هوډ وکړ
د حماس ویاند حازم قاسم د اسرائیلو له یوې هدفي وژنې (ترور) څخه روغ وتلی دی
سیمه‌ییز منځګړي د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د کمولو او اټومي خبرو د بېرته پیلولو هڅه کوي
د افغانستان د کرکټ د پخواني چټک بالر شاپور ځدران جنازه د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې خاورو ته وسپارل شوه
ایران په پنځو ولایتونو کې د امریکا په بریدونو کې د ۱۴ کسانو د وژل کېدو خبر ورکوي
په انقره کې د ناټو تر سرمشریزې وروسته د تورکیې او امریکا دفاعي اړیکې نوي پړاو ته داخلې شوې
ایران له نویو بریدونو وروسته امریکا ته خبرداری ورکړ: یوازې تهران به د هرمز تنګي برخلیک ټاکي
په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د لږترلږه ۱۰ وژل شویو فلسطینیانو په منځ کې درې ماشومان هم شامل دي
امريکا په ايران کې وروسته له هغې تازه بریدونه وکړل چې ټرمپ وویل اوربند «پای ته رسېدلی» دی
تورکیه او برتانیا په انقره کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال نوی دفاعي تړون لاسلیک کړ
د پاکستان په سویل لویدیځ کې په نښته کې ۱۱ امنیتي سرتېري او ۱۹ ترهګر وژل شوي
د ناټو د انقرې سرمشریزې اعلامیه خپره شوه
روسیه: اوکراین د نړیوالې انرژۍ زیربناوو پر وړاندې د ترهګریزو کړنو تمایل لري
ناټو سازمان ۳۶ مه سرمشریزه د کوربه هیواد تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په پرانیست وینا پیل شوه.
د امریکا ولسمشر ټرمپ وویل چې د ایران سره اوربند پایته رسیدلی خو مذاکرات کیدای شي دوام ومومي